کله چې غواړو پر یوه موضوع څه ولیکو او یا هم شننونکي او پوهان پرې خپل نظر ورکړي دوی ورته اړ دي تر څو د موضوع په اړه څېړنې تر سره کړي.کله چې د یوې موضوع د پېژندلو مثبت او منفي عواملو اړخونه پیدا شي نو بیا یې د اسانه کېدلو عملي لاره پیدا کولی شو.په نړۍ کې د هر مثبت او منفي لکه کار ،دود ،سولۍ،جګړۍ او ورته نورو ټولنیزو مسایلو کې تر هر څه دمخه د یوه هېواد سیاسي لوبغاړي لاس لري.همدا سیاسبون دي چې خپلو پوهو ته په کتو سره ټولنه کې خپل خلک تر خپلې اغېزې لاندې راولي او پرې حکومت کوي.اوس ویلی شو چې همدا سیاسي لوبغاړي دي چې د یوه هېواد برخلیک ټاکي.بختور او طالع مند خلک د ښو او زړه سواندو چارواکو شتون ورپه برخه شي او د همدوی پر مټ غوره سیالي یې خپله کړي وي او همداشان برعکس کم طالع او بدبخته خلک بیا نو مفسد او د ناکامو مشرانو په درلودلو سره د سیالانو له کاروانه غورځېدلي وي.
اوس غواړم په لنډو ټکو کې وواېم چې څنګه کولی شو له منفي کړنو څخه په پیل کې ځان او بیا خپله کورنې ترېنه وژغورو.سره له دې چې د چارواکو دنده وي تر څو خپلو خلکو ته په هره برخه د ژوندانه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.خو له بده مرغه زمونږ افغانستان د داسې تش په نوم مشرانو د سیالې لوبو ډګر ګرځیدلی چې هر څه یې له خلکو واخیستل او د خلکو منځ کې یې کرکو ته لاره جوړه کړه.همدا کرکه چې د دین،مذهب،قوم،ژبۍ او ورته نورو نومونو په کارولو سره د خلکو ژوند ګواښي او ترېنه د سر په بیه یې قرباني اخیستې ده او لا دوام لري.په خلکو کې عقدو ځای پیدا کړی او هر یو د یوه ناسالم رقابت له لارې غواړي په خپل قوم،کوڅه،ګاونډ او کله هم د واک رسېدلو لپاره د خپلې هغۍ عقدۍ چې
له بوه تن سره زېږېدلی وي او د رسېدلو لپاره یې په پیل کې کوښښ دا کوي تر څو په لویه کچه پکې ځان ته ځای جوړ کړي .خو کله چې پکې پاتې راشي نو بیا د قوم،بیا د کورنۍ او په اخر کې چې همغږي پیدا نکړي نو په یواځۍ توګه ورته ملا وتړي.د یادۍ پیدا شوۍ عقدۍ پوره کولو لپاره مات شي او پکې پاتۍ راشي.همدا پاتې کېدل او په ټولنه کې ماته خوړل دا عقده په کینه بدله کړي.اوس په ټوله کې دا ویلی شو چې ځینې وخت همدا عقده چې په کینه بدله شوۍ ده دا مستقیم اوغیرمستقیم عوامل لري.
ډېري وخت واکمن د یوه هېواد او یا هم یوې سیمې د خپلو ګټو لپاره کوښښ کوي تر څو خلک عقده مند وي او له نورو سره کینه ولري چې دا ټولګی د خلکو واکمن یې د خپلو ګټو لپاره ساتي او ترېنه ګټه پورته کوي او یو ډول خلک بیا غیر مستقیم نورو ته ګوري او دا چې د دوی په شان ځان ته چاپېریال نشي چمتو کولی نو د نورو پر وړاندې عقده مند شي چې همدا عقده یې په کینه بدله او بلاخره له ماتۍ سره مخ شي.غواړم په پای کې دا ولیکم چې نن سبا د نړۍ په کچه ورته مساېلو ته د چارواکو پام وي او د دوی کوښښ همدا وي چې څنګه خپلو خلکو ته منظم د ژوندانه چاپېریال چمتو کړي.تاسو پوهېږې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپایانو ځان یواځې احساس کړ ، په ټولنیزه ارواپوهنه کې دې ته اندویدیالیزم ( وګړنیزه) غوټه هم وايي. په جګړه کې د(بل)په وړاندې د وګړي اړیکه حساسه شي .دوی چې کله څېړنې تر سره کړلۍ نو خپل خلک یې وژغورل خو په تدریجي ډول یې قومي جوړښت په پیل کې او ورپسې یۍ کورنی نظام داسې حال ته ورساوو چې هر څوک د ځان مسؤلیت ولري.دې کار سیاست مدارانو او سترو سوداګرو ته خوښي ورپه برخه کړله او له هرې لارې یې تر ننه هڅه دا ده تر څو خلک همدا شان وساتل شي.
د پای بېلګې ته په کتو سره ویلی شو چې د هرې کورنۍ مشران باید هڅه وکړي تر څو یۍ ښېرازه د کورنۍ ړنګه نشي او د خپلۍ کورنۍ د سلامتیا لپاره عقدو ته شا کړي او ځان قانع کړي چې زه دغه ېم .
!د نورو غم کې خوشحالي لټول
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.