!د نورو غم کې خوشحالي لټول

عبدالواحد تابع

244
د انسان له پیداېښت څخه څېړونکو بېلابېلې څېړنې تر سره کړي چې د څېړنو پایله یې کتابونو ته سپارلې او نن د هرې سیمې خلک د خپل وس ،توان او باور مطابق ترېنه ګټه پورته کوي.نن سبا د تکنالوژې زمانه ده او تر ننه دا سفر انسانانو له خورا سختیو او ناخوالو تېرولو سره را رسولی دی.د انسان تېر ژوندانه ته که ځیر شو په نشت امکاناتو یې خوشحاله او له مینۍ ډک ژوند تېراوه .دوی کې اخلاقیات او د ښۍ روزنې لپاره لومړیتوب ستره خبره وه.د پخوانیو کوښښ دا وو چې د نورو په درناوي کې ستره او غوښنه برخه خپله کړي چې همدا دود ستر انساني پیغام خپراوه.مینه او درنښت یې د ژوندانه اړینه برخه وه.نن ته په کتو یې تر ډېره خلک په راشه درشه او له یو بل سره د مرستې لپاره خپل دود تر سره کاوه.خو کرار،کرار د ژوند اسانتیاوې ډېرېدلې او امکانات انساني بازار ته ډېرېدل چې همدې اسانتیاوو د ژوند اخلاقي برخه ښکار وګرځوله او د ناسالمه دودونو ټغر یې خپور کړ.همدا انسان دومره ظالمه شو چې په یوه ډول سره خپل همنوعه بدرنګه کړي.دا بدرنګه کېدل په بېلالېلو برخو د ژوندانه کې دود شو او انساني سفر یې وګواښاوه.نن ګورو چې انسانان یو او بل ته د قوم،ژبې،منصب،شتمني،فقر،بېجاره ګي،لوستي او نالوستي او ورته نومونو په کارولو سره انساني سفر مخ ته وړي.دا سمه ده چې نن د زده کړې او پوهۍ کچه اوچته شوۍ خو انسانان یې په خپلو کې سره ووېشل.همدا انساني وېش لامل د دې ګرځېدلی تر څو د انساني ژوند ښېرازه له تباهۍ او ورکې سره مخ شي.په دې هر یو پوهېږو چې انسانان یو دي او یو بل ته اړتیا سره لري نو بیا وېشل د څه پا مانا؟له پخوا څخه د انسانانو شمېر اوچت دی خو ژوند بې مانا شوی دی.
فقیر او شتمن،لوستی او نالوستی ،سپین او تور ،د باور خاوند او بې باوره دا ټول انسانان دي او یو بل ته اړتیا سره لري. ننی پرمختګ لامل د دې ګرځېدلی تر څو انسانان خپلو کې سره وویشل شي او د انسانانو وېشل په خپلو کې د وینو تویولو په دود بدل شوی.نني پرمختګ کې فلمي صنعت،رسنیز بازار،دیني ممبر او په ټوله کې سوداکریز مارکېټ ټول په کرکو،دروغجنو تبلیغاتو، او غیر اخلاقي چلند سره د سیاست او حکومت والو په ولکه کې پروت دی.همدا د انسانیت په نوم سیاسي بازار د انسانانو د وینو توېولو لامل ګرځېدلی دي.که چېرته د بېلګې په توګه څو ټکي یاد کړو نو کولی شو پایله تر لاسه کړو هغه دا چې له پخوا څخه په نړېواله کچه دوه باوره شتون لري .
یو دا چې ادم او هوا لومړني انسانان ول چې د خالق له لوري او په غوښتنه انساني سفر راوټوکېد او بل د چارلس داروین نظرۍ او د څېړنو په ډول انسانانو د تغیر پروسه تر ننۍ ورځۍ را رسولۍ ده.دلته یې د دین او باور درلودلو او تعریف کار نلرو یواځۍ موخه دا ده چې انسان له یوه ځایه سفر پیل کړی او تر ننه را رسیدلی دی او پیل یې یو دی چې له یوه جوړه نر او ښځۍ نسل د انسان تر ودې رسیېدلی.خو کله چې د انسانانو پیداېښت له یوه ادرسه وي نو بیا ولې یو د بل د له منځه وړلو او د کرکو لاره غوروي؟
بل خوا پخوا به چې کوم کس ښه چاغ(غوښن)وو هغه به تر نورو غوره او د لوړې مرتبې په نوم پېژندل کېدو او په ساده که ووایو بختور کس به وو خو نن بر عکس هغه چې ډنګر وي سالمه او د قدر وړ بلل کېږي.ټول په دې باور دي چې د انسان سفر له افریقۍ پیل شو خو نن د نړۍ اوسیدونکي افریقایان په سړیو کې نه شمېري.کله چې د دین په نوم د سیاسیونو او واکمنو ګټه وي خلک هڅول کېږي چې د سر په بیه ترېنه ملاتړ وکړي او د نورو د باورنو خلک چې د دوی په څېر انسانان دي له منځه یوسي .هغوی چې زده کړې تر سره کړي نالوستي او فقیره برخه خلک د ځان نوکران جوړ او پرې حکومت کوي.کله چې د واکمنو واک ته خطر پیدا شي بیا همدا فقیر او نالوستي د خپل حاکمیت اتلان کړي او ځانونه پرې ژغوري.
یادې بېلګې هغه تریخ حقیقت دی چې د ګوتو په شمار کسانو انسانان د خپلو ګټو لپاره کاروي.ننی انسان دومره بۍ رحمه او ظالم دی چې د ځان ساتلو لپاره د نورو د ورکې په پار اتوم جوړوي تر څو دی پاتۍ وي.کله چې انسان د دودونو او رواجونو په نوم سره د اخلاقو په چاپېریال کې ژوند کولی شي او ښې پایلې یې درلودلې نو بیا ولې کرکه او وېره؟
اوس که برعکس وګورو همدا انسان توانېدلی د مینۍ او ورورولې سفر ته شا کړي او پر ځای یې د ظلم،تاوتریخوالی،یواځیتوب او کرکو لاره پرانېزي.
دا هر څه د انسانانو په خوښه او هڅه تر سره شوي او تر سره کېږي.همدا انسان دی چې نیکیو ته یې شا کړله او د بدیو لاره یې پرانیستله.
نن چې د کومو کورنېو غړي د دوی د جګړو او کرکو له وجۍ له منځه تللی غم او تشه یې یواځې او یواځې د دوی اقربا تېروي.
که چېرته له یوه بې پلاره شوي زوی،بې پلاره شوي لور،بې خوره شوي ورور ،بې خاونده شوي مېرمنۍ او کونډ شوي څخه وغوښتل شي چې غوره غوښتنه او ارمان د څه ده ،نو دوی به درته د خپل عزیز یادونه کوي چې ای کاش زمونږ منځ کې وی .که د تیوري په بڼه ورته ووایاست چې که چېرته راژوندی شي نو څه به وکړۍ؟
بې له شکه چې ځواب به یۍ دا وي کچکول په غاړه ګرزوم که چېرته دا ارمان مې پوره شي.
انسان تر هرڅه دمخه مینۍ،سړیتوب،اخلاقو،کورنی نظام. راشه درشه او انساني اړیکو ته اړتیا لري .که چېرته ټولنیز چاپېریال په انساني ارزښتونو ودرول شي بې له شکه چې د کینو ټغر ټولېږي.
یاددښت:ننی ځوان نسل قرباني د هغو غلطو سیاستونو دی چې له دوی څخه نیولی بیا تر کورنۍ پورۍ یې هر څه د جابرو او شیطان صفته واکمنو په ولکه کې دي.
هو ! ګرانه لوستونیکه دا یو ستر تریخ حقیقت دی له بده مرغه
https://af.dawatmedia24.com/?p=175770#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.