د خلیل‌الله خلیلي د خیانت پیغام افشاء: د ایران له شاه څخه د افغانستان پر ضد د یرغل غوښتنه

ل: اعظم سیستانی - ژ: نصیراحمد څپاند

322

د خلیل‌الله خلیلي د خیانته ډک پیغام افشاء: د ایران له شاه څخه د افغانستان پر ضد د یرغل غوښتنه

مقدمه
په ملتونو کې داسې وګړي شته چې د شعر، ادب، سیاست یا دین له لارې خلکو ته پیژندل شوي وي، خو کله چې د تاریخ پردې څنډې ته شو، د دوی اصلي څېره بربنډه شي. استاد خلیل‌الله خلیلي، چې د معاصر افغان ادب د ستر نوم په توګه پېژندل شوی، یوه داسې څېره ده چې نه یوازې د شعر په ژبه خبرې کولې، بلکې په سیاسي عمل کې یې هم ونډه لرله ـ‌ خو دا ونډه د ولس او وطن پر ضد تمامه شوې ده.
دا مقاله د هغه محرم، خیانته ډک او افشاء شوي پیغام مستند روایت وړاندې کوي چې خلیلي د افغانستان د سفیر په توګه په ۱۳۵۴ لمریز کال کې شاه ایران ته ورکړی و، او د هغه تاریخي، سیاسي او اخلاقي پایلې یې تحلیلوي.
خلیلي او د شاه ایران ته ورکړل شوی پیغام
خلیل‌الله خلیلي، په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د افغانستان سفیر و او په بغداد (عراق) کې دنده ترسره کوله. نوموړي څو ځله د ایران سفارت ته مراجعه وکړه او له ایراني سفیر ښاغلي شهیدزاده څخه یې غوښتنه وکړه چې د شاه ایران سره ځانګړی ملاقات ورته تنظیم کړي. سفیر چې دا کار نه‌شو کولی، له خلیلي وغوښتل تر څو د خپلې غوښتنې محتوا توضیح کړي. خلیلي له ډیري محرمیت او قسم سره وویل:
«زما پیغام د شاهنشاه ایران حضور ته دا دی: که ایران د هغو افغانانو څخه یو منظم وسله‌وال ځواک جوړ کړي چې د کار لپاره ایران ته راځي، او دغه ځواک د افغانستان پرضد وکاروي، نو د افغانستان خلک به دغه ځواک ته هېڅ ډول مقاومت ونه‌کړي، ځکه هغوی شاهنشاه ایران خپل شاه ګڼي.»
دا پیغام نه یوازې د ملي حاکمیت پر ضد یو ښکاره خیانت و، بلکې د افغان ملت توهین هم و، ځکه خلیلي له دې لارې هڅه کړې وه چې د شاه ایران ذهن قانع کړي چې افغانان چمتو دي د پردي سلطنت تر چتر لاندې ژوند وکړي!
د اسنادو افشاء او د خیانت پرده‌پورته کېدل
دغه محرمانه موضوع، د شاهنشاهي رژیم تر سقوط کلونه وروسته، د ایران د دربار وزیر اسدالله علم له خوا په خپل کتاب «خاطرات اسدالله علم» کې افشاء شوه. نوموړي لیکلي چې سفیر شهیدزاده دا پیغام ورته ولیږه او خلیلي ټینګار کړی و چې دا پیغام یوازې د دربار له لوري شاه ته وسپارل شي او هېڅ لوری ترې خبر نه شي.
په همدغه کتاب کې شهیدزاده لیکي:
«خلیلي وویل چې هره ورځ ګڼ افغانان د کار لپاره ایران ته راځي، او هغوی آمادګي لري چې له هر هغه چا سره تماس ونیسي چې هغوی وسلوال او تنظیم کړي، تر څو د افغانستان پر حکومت بریدونه وکړي.»
د حسن شرق راپور او نظامي شواهد
د سیاست‌پوه او تاریخ‌نویس، ښاغلي حسن شرق په حواله، دا خیانته ډک پلان یوازې په خبرو نه و، بلکې عمل ته هم رسول شوی و. د ۱۳۵۵ هـ ش کال د ثور په میاشت کې، د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړ:
«وسله‌والو کسانو د کلاتې نظرخان، تیغات، اسپران، لاش، جوین، قلعې فتح او څلورو برجکونو پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل. د افغان سرحدي سرتېرو له پیاوړې دفاع سره، یو شمېر بریدګر ووژل شول، نور یې ټپیان یا اسیر شول، او پاتې کسان ایران ته وتښتېدل.»
د اسیرانو اعترافونو څرګنده کړه چې دغه کسان په ایران کې تنظیم، تجهیز او روزل شوي وو.
سیاسي تحلیل او ملي پایله
دا پیښه په څو اړخونو د ملي ارزښتونو پر وړاندې یوه ناورین‌زاده توطیه وه:
1. سیاسي خیانت: خلیلي، د یوه رسمي سفیر په توګه، د خپل هېواد د اشغال وړاندیز شاه ایران ته وړاندې کړ. دا عمل، د یوه دیپلومات له خوا د ملي حاکمیت پر ضد بغاوت ګڼل کېږي.
2. ملي توهین: هغه درواغ چې خلیلي شاه ته وویل، چې «افغانان شاهنشاه ایران خپل شاه ګڼي»، د ملت حیثیت ته سپکاوی و.
3. عملیاتي تجاوز: د ایران له خاورې راولاړې وسله‌والې ډلې، چې افغان سرحد ته ورواوښتې، د یوې سیاسي توطیې عملي بڼه وه.
4. ادبي تضاد: خلیلي چې د وطن‌دوستۍ شعرونه یې خلکو ته الهام ورکول، په عمل کې د خپلې خاورې دښمن و. دا حالت، د «ادب او عمل» ترمنځ ژور تضاد ښيي.
پایلې او پیغام
په ملتونو کې دا مهمه نه ده چې څوک شعر وايي، څوک لیکوال دی، څوک مقام لري؛ بلکې دا مهمه ده چې څوک د ملت وفادار پاتې شوی. خلیلي، سره له دې چې ښايسته اشعار یې ویلي، خو عمل یې خیانت و. د ملت د اصالت سنجش باید له اسنادو، تاریخ او واقعي کړنو وشي، نه یوازې له احساساتي اشعارو.
دا پیغام باید د افغان ځوان نسل لپاره یو روڼ څراغ وي: چې د تاریخ له روڼ‌اویو نه، بلکې له سیوریو هم زده‌کړه وکړو. او شاعر ته د وطن‌دوست لقب هله ورکوو، چې عمل یې هم د شعر پوره تفسیر کړی وي.
حقوقي یادونه:
ملي خیانت د هر هغه عمل مجموعه ده چې د هېواد، حاکمیت، دولت یا ملت پر وړاندې د پردیو په ګټه ترسره شي. دا ډول کړنې د ټولو قوانینو له مخې د شدیدو جزاګانو وړ دي.
(سرچینه: ویکی‌پېدیا – خیانت ملی)
اخځلیکونه:
1. خاطرات اسدالله علم، وزیر دربار شاهنشاهی ایران، جلد پنجم، صفحات ۴۵۸-۴۶۱
2. حسن شرق: تاسیس و تخریب نخستین جمهوریت در افغانستان، چاپ سوم، صص ۲۴۲–۲۴۳
3. حسن شرق: کودتای پنجم سرخ یا سیاه، بخش نهم
4. یادداشت‌ها و تحلیل‌های افغان جرمن آنلاین، راوا، آزاد افغانستان
5. ویکی‌پېدیا، مدخل خیانت ملی

د کارکوونکي د وضعیت بدلون ارزښت: د بشري منابعو له ستراتیژیک لید څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.