د نادیې له ګلابي خیرنو څپلکو نه غټه اوږده ګوته په ځمکه لګېدله، د ټیکري یو کونج یی پر سر پاتې وه د بې دیواله ښوونځیو په اوږده دهلیز کې یې رامڼډه کړه، تر مخې یی ټولګیواله حنا ولاړه وه،د لاسونو ټق یې سره جګ کړ، بیا یې په ستړي ترهېدلې غږ ورته وویل:
ښوونکې صنف ته نه ده راغلې؟
حنا: نه، زرغونه ښوونکې به کله په اسانۍ ټولګۍ ته راځي تر هغو چې سرښوونکې پسې ادارې ته ورنه شي دروازه ورونه ټکوي نو کله راځي.
نادیه: ځه بلا پسې چې نه راځي هسې چې راشي نو څه؛ خو تمامه ورځ یی اوږده لښته رااخیستې وي، درس خو نه راکوي خو که ترې پوښتنه وکړو نو هم مو وهي؛ هاغه بله ورځ یی د پېنځم ټولګۍ لیمه په غټ لرګي په لاس وهلې وه، اوس یی لاس دوووووومره پړسېدلي، اسیې دي ویل: چې کله یې ووهله پر مخ یی خولې راغلې سترګې یې سرې شوې خو له ډاره یی ژړلی نه شوه، زرغونې ښوونکې ورته ویل: که د له خولې غږ وواته نو خوله دې ماتوم، رزیلې ولې ټولګۍ کې خبرې کوې!!؟
دې په ژړاغوني غږ ویل: اسسسستادې، خبرې مې نه نننننننه کولې، اااااااسیی سره مې دددرس ویلې،
بیا استادې پرې ورغړپ وهل، غټ لرګی یې پرې جګ کړ اوس به د مرداره کړم ولې د کور کې درس نه وایي؟؟؟
لیمې خپل خیرن لاسونه سترګو ته پورته کړل اوښکې یی پاکې کړې، پر مخ یی د اوښکو لیکه له ورایه ښکارېده هغه ځایونه یې سپین راووتل نور مخ یی تور وه لکه د خاورو تور
بیا یی خوله راجوړه کړه؛ استاااادې زموږ کور کې د هېڅ چا خط ویل نه دي زده، چې یی ماته راوښیی.
بل یې څه ویل چې یې خبر په خوله کې وروچه کړه سترګې یی پرې راوایستلې، ځان سره وبونګېدله، شاه یی واوړوله روانه شوه، پر لرګینه څوکۍ کیناسته…
د اوږده حجاب لمن یی راټولوله، تل به یې مخ په روی بند پټ وه، تور روی بند یی جګ کړ پر کتاب یی پکه شروع کړه، بیا یی ویل: نجلیکیانوووو غالمغال مه کوئ، له درېیمې څوکۍ ټیټ غږ راغی، خو درس وایو، ښوونکې په رنجو تورې غټې سترګې رابرګې کړې، بیا یی چیغه کړه؛ بد وکړه، بې شرفې له درس سره دې، ته نه وینې چې زه روژه یم، د شورماشور حوصله نه لرم، دااا څوک وه تاسو یې راوښيي.!؟
ټولو له وېرې درېیمې څوکۍ ته لاس کړ استادې زینب ویل: ښوونکې لښتې ته لاس کړ، خو بدې بدې یې وروکتل، لکه چې جګېدل یی له لاسه ونه شول، بیا یی د دستکول کشک خلاص کړ ، تلیفون یې راواخیسته او د توپونو ګېم یی شروع کړ له هاخوا زدهکوونکو غاړې وراوږدولې چې یې وویني کوم ګېم کوم رقم کوي.
چاکلیت یی سپین کړ، پوستکی یی خدیجې ته ورکړ، پاڅې دا پوستکی کثافت دانۍ کې واچوه.
زدهکوونکو ته یی ویل: تاسو ورو ورو خپل درس وایی خو چې غږ مو وانه ورم .
د لیمې لاس ډېر پړسېدلی وه، په شین ټیکري یی تړلې وه.
مور یې د موږ د کلي قندي ګل ته راوستلې وه چې یی ورته ویې ګوري، قندي ګل به یی لاس تااااااااو کړ د هډوکو کړس کړس به یی موږ اورېده لیمې خواره کۍ داسې چیغې وهلې ، چې نږدې کورونو یی ټولو غږ اورېده، ما یې چې غږ واورېده نو ورمڼډه مې کړه چې ګورم، دوو ښځو کلکه نیولې او قندي ګل یی لاس تاووي راتاووي، دا به په چیغو شوه تکه توره به واووښته کله چې به یی د تښتېدو لپاره زور کړ نو هغې زړې به ورته ویل: بوره شې، چوپ شه فقط مړه کیږې دا دی اوس یی جوړوم، کله به یی پر مخ څپیړه ورکړه، مور یې او نفس ګل خاله له پښو او لاس نه کلکه ورته نیولې وه بیا یی لاس په لرګیو ورته وتاړه
دې سره نادیې له دهلیز نه د ټولګۍ په مخ مڼډه کړه، حنا ته یې غږ کړ، رامڼډه سرمعلم راغی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.