ساه تنګي (Asthma) څه ده؟
ساه تنګي یوه تلپاتې تنفسي ناروغي ده. په دې ناروغۍ کې د سږو لارې تنګېږي او سوزش پکې پیدا کېږي، چې له امله یې د انسان ساه اخیستل سخت شي. ناروغ معمولا د ټوخې، ساه بندېدو، د سینې دروند والي او د ساه له غږ (ویز ویز) څخه شکایت کوي.
#ولې پیدا کېږي؟
ساه تنګي هغه وخت راپیدا کېږي کله چې د سږو لارې ډېرې حساسې او التهابي شي. دا حالت د لاندې شیانو له امله رامنځته کېږي:
• د چاپېریال ککړتیا او دوړې
• ګرده (د بوټو دوړې)
• د سګرټ لوګی
• سړه هوا
• د ځینو خوړو یا دواوو حساسیت
• فزیکي زیات فعالیت
ایا خطرناکه ناروغي ده؟
که درملنه پر وخت و نهشي، د ساه تنګې شدیده حمله د ساه بندېدو او حتی د مرګ سبب کېدی شي.
خو که منظم درمل، انهایلر او پاملرنه وشي، ناروغ کولای شي عادي او ښه ژوند ولري.
د ساه تنګې اصلي لاملونه
• جنیټیکي عوامل (که په کورنۍ کې څوک دا ناروغي ولري)
• دوړې، لوګی، او چاپېریال ککړتیا
• د حیواناتو ویښتان، ګرده او ځینې خواړه
• د ماشومانو ویروسي ناروغۍ
• ذهني فشار او اضطراب
• سړه هوا
څه باید وکړو؟
• د دوړو، لوګي او ګرده څخه ځان ساتل
• نرم فزیکي تمرینونه (لکه پیادهروی)
• د تنفس تمرینونه
• د کور پاک ساتل او ماسک کارول
• د ډاکټر منظم مشوره اخیستل
زیانمن کارونه
• سګرټ څښل یا د لوګي ځای کې اوسېدل
• زیات رواني فشار
• د سړې هوا تماس
• د حساسیت لرونکو موادو سره تماس
ګټور خوراکونه
زنجبیل (ادرک)شات (عسل)،تور مرچ او لیمو،ګرمه اوبه،زیتون غوړي (Omega-3،تازه میوې او شنه سبزيجات،شیدې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.