د ماشوم وده (پرمختګ) د هغه د روغتیا یو مهم نښه ده. هر ماشوم باید د خپل عمر سره سم پرمختګ ولري ،مثلاً یو ماشوم باید د شپږو میاشتو په عمر سر ونیسي، د نهو میاشتو په عمر کښېني، او د یو کال په عمر قدم ووهي.
که ماشوم دوه کلن وي، خو لا هم سر نه شي نیولی، نه شي کیناستی او نه شي قدم وهلی، نو دا د یوې جدي روغتیایي ستونزې نښه ده.
د دې ستونزې ځینې ممکن علتونه:
1. دماغي فلج (Cerebral Palsy)
دا هغه حالت دی چې د زیږون پر وخت یا له زیږون وروسته د دماغ یوه برخه زیانمنه شوې وي.
د دې له کبله د ماشوم عضلات سمه دنده نه ترسره کوي.
دا ناروغي د ماشوم د حرکت، توازن او وینا په وده اغېز کوي.
2. د عضلاتو ناروغۍ (Muscular Dystrophy)
په دې ناروغیو کې د بدن عضلات ورو ورو کمزوري کېږي او خپل ځواک له لاسه ورکوي.
دا ناروغۍ اکثره ارثي وي (له مور یا پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي).
3. جنیټیک یا میټابولیک ناروغۍ
ځینې ناروغۍ د بدن د حجرو انرژي جوړونې سیستم اغېزمنوي.یعنې ماشوم سمه وده نهشي کولای او کمزوری پاتې کېږي.
4. تغذیې کمبود: که ماشوم ته کافي ویټامین D، کلسیم، اوسپنه، او پروټین ور نهکړل شي، د عضلاتو او هډوکو وده کمه کېږي،دا هم د سر نهنیولو او نهکیناستو سبب کېدای شي.
5. مغزي انتان یا ټپ :که ماشوم په کوچنیوالي کې سخته تبه، مننجیت، یا د سر ټپي شوی وي ،له زانګو غورځیدلای وي ،بل څای په سخت ډول غورځیدلای وي چه دا هم د دماغو فعالیت اغېزمنوي .
نورې نښې نښانې
۱-ماشوم په اسانۍ نه خاندي، یا د غږ یا رڼا عکسالعمل نه ښيي
۲-لاسونه یا پښې ډېر شلېږي یا برعکس، ډېر تاو وي
۳-خبرې نه کوي یا یوازې غږونه کوي
۴-خواړه خوري خو ژاولو یا تی تېرولو کې ستونزه لري
۵-د سترګو تمرکز نهشي کولای
۶-د ودې په قد او وزن کې وروسته پاتې وي
د تشخیص لارې :لومړی باید ماشوم یو نیورولوژیست (د دماغ او اعصابو ډاکټر) ته وښودل شي. ډاکټران صاحبان د MRI یا CT Scan – د دماغ جوړښت معلوموي.د عضلاتو ازموینه (EMG) – د عضلاتو فعالیت ارزوي.همړاشان د وینې ټیسټ،کوي د ویټامینونو، میټابولیک ستونزو او جنیټیک عوارضو معلومولو لپاره.
درملنه او پاملرنه:د بدن د حرکت، توازن او عضلاتو پیاوړتیا لپاره ځانګړي تمرینونه ترسره کېږي،دا تمرینونه باید هره ورځ د متخصص تر لارښوونې لاندې وشي.
ماشوم ته باید ښه خواړه ورکړل شي:شیدې، هګۍ، غوښه، کب، میوې، سبزي، او د ویټامین D لرونکي مواد،که اړتیا وي، ډاکټر د ویټامین او کلسیم درمل هدایت کوي یعنې
د علت له مخې ځینې درمل (د دماغ فعالیت، ویټامینونه، یا د عضلاتو د تقویې لپاره) ورکول کېږي.د وینا او ذهني پرمختګ تمرینونه (Speech & Occupational Therapy)،دا تمرینونه ماشوم سره مرسته کوي چې خبرې، تفکر او د ورځني کارونو مهارتونه زده کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.