افغان: د ماتو شويو امپراتوريو خيراتونو ته ناست ملت

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

611

په نړيواله کچه د پرمختګونو ترشا بنسټیز لاملونه یو له بل سره نښتي او په ګډه د ملتونو د بریاو انځور جوړوي. د  ساينس او  تيکنالوژي په برخه کې د لوړو زده کړو  په ښکلا سمبال بشري ځواک د بشپړې خپلواکي او په نړيواله ټولنه کې د درنښت وړ مقام ترلاسه کول تضمينوي، پداسې حال کې چې د وخت له بدليدونکو اړتیاو سره سمې روڼې او حساب ورکوونکې دولتي ادارې او د قانون حاکمیت د ولس او حکومت ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي. سیاسي ثبات او په حکومتولي کې د خلکو پراخ ګډون ټولنه د برياو په لاره برابروي. له طبیعي زېرمو څخه اغېزمنه ګټه، اقتصادي تنوع، د صنعت وده، او د صاداراتو پرمختګ د هېوادونو اقتصادي ځواک زیاتوي. پرمختللې زیربناوې، لکه برېښنا، سړکونه، انټرنېټ، او شفاف عامه خدمتونه د پانګونې د پراختیا بنسټونه دي. له دې څخه ورهاخوا پرمختللي ملتونه له نړیوالو بدلونونو سره د  انعطاف منونکي چلن له لارې په خپل وخت غبرګون ښيي. دا ټول لاملونه د یوې داسې ټولنې انځور وړاندې کوي چې پوهه، عدالت، اعتماد، او ګډو موخو ته ژمنتیا پکې د پرمختګ معيارونه ګرزيدلى وي.

موږ افغانان، چې د تاریخ په اوږدو کې مو د ګڼو امپراتوریو پښې ماتې کړي، نن ولې د ژوند په هره برخه کې محتاج ملت يو؟ ولې په پنجاب، ايران، خليج او نورو هېوادونو ته د لاس مزدوري ته منډې وهو؟ ولې د نړئ له هيڅ هېواد څخه افغانستان ته هيڅ بيمار درملنې ته نه راځي خو موږ هر هېواد ته د خپلو رنځونو د درملنې لپاره روان يو؟ د افغانستان د زده کړو پخوانى معيارونه ولې نازولي حرکت کوي؟ ځواب دا نه دى چې موږ د پرمختګ لپاره مو فرصتونه نه دي ترلاسه کړي، بلکې  فرصتونه مو په خپله له لاسه ورکړي، له ځان او له خپل ورور سره هم سوله نه ده کړې. موږ له له خپل دین، خپل کلتور، خپل تاريخ او له خپل وجدان سره بېوفايي کړې ده.

موږ د دهلي او اصفهان د فتحه کولو انګريز شوروي او امريکا د ماتولو وياړونه لرو، خو متاسفانه اوس د هغوى خيراتونو، مرستو او ملاتړ ته ناست يو. د سترو علماو لکه ابوريحان البيروني بوعلي سينا، ناصر خسرو بلخي محمود طرزي او عبدالرحمن پژواک په شان پوهانو په هېواد کې متاسفانه تر ټولو ښکته تنخوا د ښوونکي ده چې نتيجه يې نن زموږ په ټولنه کې ورځ تر بلې په مسلسل ډول د ښوونې او روزنې  ښکته کچه ده او دغه بوږنوونکى حالت لاهم په تيزي سره نزولي حرکت کوي. زموږ خاوره له سرو زرو خو فکرونه د ډله ييز او توکميز تعصب له خځلو ډک دي. دغه تقابل ، دغه غميزه او همدغه نفسياتي زوال له خپل ځان سره زموږ د جګړو نتیجه ده، یوه نه ختمېدونکی جګړه د فکر او احساس ترمنځ جګړه، د روایت او حقیقت ترمنځ جګړه، د تقدیر او انتخاب ترمنځ جګړه، د ړوند تقليد او ملي ويښتابه ترمنځ جګړه.

جاپان له اټومي دوزخ څخه کنډ کپر راپاڅېده او د ښوونځي د دروازې له لارې يې د خپل عروج لوړ برجونه جوړ کړل، جرمني د مات شوي نازیزم د شرم له غار څخه راووت، له زده کړو، تيکنالوژي، صنعت او له نورو سوله ييزو لارو څخه په ګټه اخیستنه يې وياړونه وګټل او اوس د اروپا مخکښ هېواد دى. رواندا، چې په يو بل باندي يې د خپلو خلکو د ظلم له لاسه ژړل، نن د افریقا اقتصادي زړه دی، ځکه چې هغوى يو بل ومنل، یو بل ته يې غوږونه ونيول، د يو بل اړتياوې يې درک کړې او د يو بل په مقابل کې يې د قهر پر ځای د عقل او عواطفو لاره ونیوله.

خو موږ؟ موږ لا هم د هغه ذهني استعمار قرباني یو چې يو بل ته له غوسې رېږدو. د يو بل ښکته کولو، ځورولو، ماتولو، سپکولو او وژلو ته لارې لټوو، پوهنتونو ته مو ځولنې اچولې دي. زموږ ټولنيز جوړښت د تضاداتو ډګر دى. چا ته مدرسه د ټولنې د اوږو بار او افراطیت  ته د ودې ورکولو زانګو او چاته پوهنتون د فحاشي او سيکولريستي افکارو خپروونکې ښکاريږي، د مفکورې خاوند ته بدعت‌ ګر، او د سولې پلوی ته د بې‌غیرته خطاب کوو. دلته وژونکي اتلان ياديږي خو دَ زده کړو په ډګر کې د اتلانو نومونه خو څه چې قبرونه يې هم نه پيژنو. موږ لا هم له خپلو نفسياتي رنځونو سره لاس او ګریوان يو، او د يو بل په وړاندې د دښمن په کور کې را ټوليدل د افغانستان د ستونځو د حل لارو لټولو هڅه ګڼو، خو د سولې نوښتګر ته غدار وايو. دا داسې ستم دی، لکه یو ملت چې خپل قاتل ته چکچکې وهي، او په خپل خواخوږي باندې لعنت وایي.

افغانستان د ټولو ګډ کور او په ګډه د دغه کور جوړول د هر افغان دنده ده. له ورور سره سوله کول د کمزوري او ماتې نښه نه ده، بلکې د جرئت تر ټولو بډایه بڼه ده. سوله هغه وخت معنا لري، کله چې انسان د غچ پر ځای بښنه انتخاب کړې، د انتقام پر ځای انصاف، د “ما” پر ځای په “موږ” باندي تمرکز وکړي او د انحصار پرځاى مشارکت غوره وګڼي.  سوله د دښمن په غولي ناست او په دروازه کې ولاړ د خيرات له غوښتلو نه بلکې په خپله خاوره له خپل افغان مخالف سره په کيناستو  ترلاسه کيږي.

موږ باید د خپل تاریخ له کږو لارو څخه تېر شو،  د فکر، اعتدال، او د انسانیت له ارزښتونو سره یو نوی تړون وکړو. هغه ولسونه چې د خپلو زخمونو له درملنې څخه وېره لري، هیڅکله به د صحت پر لور ګام وانخلي. موږ باید پر خپلو ناسوري ټپونو ګوتې کېږدو، د خپلو سترو غلطیو نومونه واخلو، او د راتلونکي نسل پر وړاندې د بخښنې، عمل، او د بدلون کلتور نندارې ته وړاندې کړو

د افغانستان تقدیر به هغه ورځ بدلېږي، کله چې د مدرسې شاګرد له انجنیر، اقتصادپوه، او ژورنالیست سره په ګډه د وطن د زخمونو په درملنه فکر وکړي. کله چې د جومات ملا د پوهنتون استاد ته غوږ ونيسي، کله چې د سیاستوال له خولې د قوم ژبې قشر او ډلې نه بلکې د انسانيت خبره وشي . دا به هغه وخت وي، چې د وطن ریښې به ژورې، او زموږ د بقا فلسفه به له وینو څخه نه، بلکې له فکري وږمو څخه را وټوکيږي.

پرمختګونه د هغو ولسونو حق دى چې له ځان، دین، ولس، وطن او وخت سره ريښتوني پاتې شوي وي. هغوى د راتلونکي نسل لپاره جګړې نه، بلکې کتابتونه ټيکنالوژي ساينسي لاسته راوړنې په ميراث پريږدى، د نفرتونو دیوالونه نه، بلکې د نښلولو لپاره قانوني اصلاحات، پلونه، بيرزووينې، ورورولي ته وده ورکوي، ویش او بيلتون نه، بلکې د يوځاى کيدلو، يو بل منلو او زغملو دود يې رامنځته کړى دى. که موږ دا کار ونه کړو، تاریخ به موږ د خپلواکي لپاره د قربانیو ورکوونکى ملت په توګه نه، بلکې جګړه کوونکي ولس او د فرصتونو له منځه وړونکى ملت په نوم ياد کړي او دا به له هر ډول ماتې، له هرې بيوزلي او له هر رنګ احتیاج څخه بد نوم وي.

د اسرائیلو ځواکمنتيا او تر شا يې پراته لاملونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.