کابل (پژواک، ۱۱ تله، ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د بشري مېشتېدنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بحران، طبیعي پېښو او په پراخ ډول د کډوالو راستنېدو د افغانستان پر ښاري سیمو فشار ډېر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat Afghanistan) نن جمعه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سږ کال د بشري مېشتېدنې نړۍواله ورځ ښاري ناورینونو ته پر ځواب ویلو تمرکز لري — دا چې ښارونه څرنګه له هممهاله ننګونو سره مقابله کوي.
یاد پروګرام ویلي چې اقلیمي بحران، طبیعي پېښو او په پراخه توګه د کډوالو راستنېدو د افغانستان په ښاري سیمو ډېر فشار راوستلی دی.
د بشري مېشتېدنې نړۍواله ورځ هر کال د اکټوبر په لومړۍ دوشنبه د ملګرو ملتونو په نوښت نمانځل کېږي؛ د دې ورځې نمانځلو موخه د ښارونو ارزښت، مناسب استوګنځی او مناسبې سرپناه درلودو ته د هر انسان حق ته د نړۍ د خلکو متوجه کول دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې دغه ورځ تصویب کړه او په لومړي ځل په ۱۹۸۶ کال کې ونمانځل شوه. د هر کال شعارونه او موضوعات د نړۍ په کچه د ښاري او استوګنې خنډونو او اړتیاوو پر بنسټ ټاکل کېږي.
دا په داسې حال کې چې افغانستان د نورو ښاري ستونزو سربېره لکه د پاکو اوبو کمښت د استوګنې له ستونزو سره هم مخ دی، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې د استوګنې پر بازار ډېر فشار راوستی دی. د کورونو کمښت او د کرایو بېسارې لوړېدل په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د ډېرو کورنیو ژوند سخت کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.