بګرام ولې د امریکا د ګټو لپاره مهم دی؟

106

لوک کافی، چې د امریکا د هډسن په انسټېټیوټ کې لوړپوړی څېړونکی او د امریکا د پوځ پخوانی افسر دی، په هېل ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د بګرام هوايي اډې پرېښودل د واشنګټن لپاره یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه.

ده بګرام یوه ځانګړې ستراتیژیکه اډه بللې او ویلي یې دي، چې د دې جغرافیایي موقعیت امریکا ته دا توان ورکوي چې له اتو ساعتونو په کمه موده کې سترو بشري او مهمو سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.

د دغه امریکایي څېړونکي په وینا، بګرام د امریکا د سیالۍ په مرکز کې له چین، روسیې او ایران سره پروت دی او لا هم د متحده ایالاتو د ملي ګټو لپاره یو حیاتي پلېټفارم ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې په لندن کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یو ځل بیا له افغانستانه د دې هېواد د پوځیانو وتل “شرموونکي” وبلل او ویې ویل چې د بګرام هوايي اډې ته د بېرته لاسرسي لارې چارې څېړي.

د ټرمپ دغو څرګندونو، د طالبانو د مخالفو ځېنو افغان سیاسي مشرانو د غبرګونونو تر څنګ، د سیمې د هېوادونو لکه ایران، چین او روسیې اندېښنې هم راپارولې دي.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې بګرام په بشپړ ډول د دوی تر کنټرول لاندې دی او د ټرمپ وړاندیز یې د بهرنۍ لاسوهنې او د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په توګه رد کړی دی.

دې ډلې همدارنګه هغه راپورونه ناسم بللي چې ګواکې د ټرمپ له ټیم سره یې د دې موضوع په اړه اړیکې نیولې دي.

خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د امریکا هر ډول هڅه به په بګرام اډه کې بیا حضور له جدي سیاسي، پوځي او ډېپلوماټیکو خنډونو سره مخامخ شي.

د شنونکو په باور، د امریکا احتمالي بېرته راتګ کولای شي د طالبانو په منځ کې دننه شخړې لا ژورې کړي او افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر وګرځوي.

بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د ټرمپ له سیاسي او تبلیغاتي فشارونو سره سره، ایا طالبان به حاضر شي د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېږدي او بګرام یو ځل بیا امریکایي ځواکونو ته وسپاري که څنګه؟

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې بیا بیا ټینګار کړی چې بګرام او نور پوځي تاسیسات د افغانستان د ملي حاکمیت نه بېلېدونکې برخه ده او د هر بهرني قدرت په واک کې یې ورکول د خپلواکۍ ښکاره نقض ګڼي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.