اوبه د ژوند سرچینه ده، لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي: «وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ». افغانستان د اوبو له پلوه د سیمې یو له بډایه هېوادونو څخه شمېرل کېږي، ځکه د هندوکش، بابا او سپین غر دایمي واورو له لمنو یې ګڼ سیندونه بهېږي. دغه سیندونه یوازې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه دي، بلکې ګاونډیان یې هم د خپلو اقتصادونو د بقا لپاره ترې ګټه اخلي. له همدې امله د افغانستان اوبه د جیوپولیتیکي ارزښت لرونکي ستر قوت په توګه د سیمې او نړۍ پام ځانته اړولی دی.
د افغانستان لوی سیندونه لکه هلمند، کابل، آمو، هریرود او مرغاب د ګاونډیو هېوادونو پر اقتصاد او کرنیزو سیستمونو ژوره اغېزه لري. د هلمند اوبه ایران ته، د کابل سیند پاکستان ته، د آمو سیند منځنۍ اسیا ته، او د هریرود او مرغاب اوبه ایران او ترکمنستان ته بهېږي. دغه حالت افغانستان ته دا توان ورکوي چې د خپلو اوبو د مدیریت په وسیله په سیمه کې د یو مهم لوبغاړي رول ولوبوي، خو د همدې اهمیت له امله یې تل د سیالیو، فشارونو او شخړو سرچینه هم ګرځېدلې ده.
که افغانستان د خپلو اوبو د سم مدیریت وړتیا پیدا کړي، کولای شي په پراخه کچه برېښنا تولید کړي، کرنه پیاوړې کړي او صنعت ته بنسټ کېږدي. یوازې د آمو او هلمند د حوزو له مدیریت څخه د زرګونو مېګاواټه برېښنا تولید ممکن دی. له بل لوري دغه سرچینه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه هم کارېدلی شي، ځکه چې ګاونډیان یې پر دې اوبو تکیه کوي. خو له دې ټولو سره سره د اوبو شخړې هم د سیمې په کچه یو ستر واقعیت دی. له ایران سره د هلمند سیند اوږده لانجه، له پاکستان سره د کابل سیند د بندونو پر سر شخړې، او له منځنۍ اسیا سره د آمو سیند د اوبو د ویش ستونزې هغه مسایل دي چې د افغانستان د اوبو مدیریت تل له ننګونو سره مخامخ کوي.
د نړیوالو قدرتونو نفوذ او سیالۍ هم د افغانستان د اوبو سیاست اغېزمن کړی دی. نړیوال سازمانونه او لوی قدرتونه هڅه کوي د اوبو د پروژو تر نامه لاندې خپل سیاسي حضور او نفوذ پیاوړی کړي. امریکا، روسیه او چین هر یو د افغانستان د اوبو سرچینو ته په ستراتیژیک لیدلوري ګوري، ځکه چې د منځنۍ او جنوبي اسیا راتلونکی ډېری پر همدې منابعو تړلی دی.
د اسلامي لیدلوري له مخې اوبه د ټول بشریت ګډه سرچینه ده، خو د هر ملت لومړنی حق باید خوندي وي. رسول الله ﷺ فرمایلي: «المسلمون شركاء في ثلاث: في الماء والكلإ والنار». افغانستان مکلف دی لومړی د خپلو خلکو اړتیاوې پوره کړي، بیا د اسلامي ورورولۍ په اساس له ګاونډیانو سره د عدالت پر بنسټ روښانه تړونونه وکړي. نه دا چې د بهرني فشار په زور خپلې سرچینې د نورو په واک کې پرېږدي.
د ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې افغانستان د اوبو ملي ستراتیژي جوړه کړي، لوی بندونه او زیرمې جوړې کړي، له ګاونډیانو سره پر عادلانه تفاهم ټینګار وکړي، د اوبو دیپلماسي پیاوړې کړي او ولس د اوبو د ارزښت په اړه وپوهاوي. اوبه یوازې طبیعي سرچینه نه ده، بلکې د بقا، اقتصاد او سیاست مهمه وسیله ده.
درنښت …. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.