افغانستان او د ټرانزیټ نوی دور

لیکنه :- نیک محمد نیکمل

59
افغانستان د جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې د ترانزیټ او ټرانسپورټ ستراتیژیک زړه بلل کېږي. دا هېواد د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او د ختیځې آسیا د نښلولو طبیعي دهلیز دی. له همدې کبله د رېل پټلۍ، لویو لارو او هوايي دهلیزونو جوړېدل نه یوازې د افغانستان اقتصادي راتلونکې ته نوې هیلې ورکوي، بلکې د سیمې د متقابل تړونونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
په دې وروستیو کې افغانستان درې رېل پټلۍ لري چې په مستقیم ډول یې له ګاونډیو هېوادونو سره نښلولي:
1.د حیرتان – مزارشریف رېل پټلۍ چې د افغانستان شمال د ازبکستان له ترانسپورت شبکې سره وصلوي.
2.د آقینه – اندخوی رېل پټلۍ چې د ترکمنستان له لارې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د افغانستان دروازه ده.
3.د خواف – هرات رېل پټلۍ چې د افغانستان لویدیځ د ایران له رېل شبکې سره یوځای کوي.
دغه درې واړه رېل پټلۍ د افغانستان د ټرانسپورټي نښلونو ملا ده چې د نورو هېوادونو سره یې غیرمستقیم تړونونه هم برابر کړي دي. د دې لارې له هند تر اروپا او له منځنۍ آسیا تر منځني ختیځه د مالونو د لېږد امکان زیات شوی دی.
د سړکونو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د کابل – کندهار – هرات لویه لاره، د سالنګ دهلېز، او د تورخم – جلال آباد – کابل سړک د هېواد د اقتصادي فعالیتونو اصلي رګونه دي. دغه لارې اوس د ښه ترانسپورت لپاره پرانستې دي او د خلکو د تګ راتګ ترڅنګ د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره حیاتي اهمیت لري.
د هوايي دهلیزونو له لارې هم افغانستان په مستقیم ډول د چین، هند، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي دي. د هوايي دهلیزونو ځانګړنه په دې کې ده چې د کرنیزو محصولاتو، وچو میوو او تازه مېوو صادرات یې چټک او اسانه کړي دي.
ټرانسپورټ په حقیقت کې د اقتصاد ملا ده. کله چې لاره، رېل او هوايي دهلیز پرانېستل کېږي، بازار پراخېږي، پانګه‌وال هڅېږي، کاري فرصتونه رامنځته کېږي، او ولس ته د عاید سرچینې زیاتېږي. د افغانستان د ټرانسپورټ اوسنی وضعیت د دې ښکارندويي کوي چې هېواد د سیمې د یوې سترې نښلوندې په توګه بېرته د ژوند په ډګر راګرځي.
افغانستان د خپلې جغرافیايي موقعیت، طبیعي دهلیزونو، او د ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي تړونونو له برکته کولی شي د سیمې د اقتصادي توازن محور شي. شرط یې دا دی چې د سولې، امنیت او سیاسي ثبات فضا ټینګه وساتل شي او د زیربناوو پراختیا ته دوام ورکړل شي.
درنښت …. یارب 🤲🏻

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.