د اقلیم بدلون – دریمه برخه

لیکوال: انجنیر عبدالسمیع واحدي

72

 دریمه برخه

…..په تیر پسي

                              د اوبو د سرچینو ککړتیا

 د اوبو ککړتیا عبارت دي د اوبو د رنګ، بوي او خوند د تغیر څخه چي په اوبو کي  د مضره مایکرو اورګانیزمونو او کیمیاوي موادو د انحلال څخه رامنځته کیږي، دې سره د اوبو کیفیت ښکته راځي او اوبه سمي یا  زهري کیږي، په طبیعت کي اوبه یواځیني ماده دی چي د انحلال (په ځان کي د نورو موادو د حل کولو) فوق العاده خاصیت لري، ځکه خو د اوبو د زیرمو د ککړتیا خطر ډیر زیات دی، د اوبو ککړتیا  زمونږ  په روغتیا، چاپیریال او اقتصاد منفي اغیزې شیندي  په دي اساس د اوبو سرچینو  ته پاملرنه او ددغو زیرمو د ککړتیا مخنیوي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر انسان لپاره باید لومړیتوب وي.

د ځمکي د سطحي 71 فیصده برخه اوبه دي، د ځینو ژوندیو موجوداتو د بدن نږدي 90 فیصده کتله د اوبو څخه تشکیل شوی همدا ډول د یو بالغ انسان د بدن 60 سلنه کتله د اوبو څخه جوړ دي ځکه خو وایو چي اوبه یوه حیاتي ماده دی.

د اوبو هغه ککړتیا چي د یوی معلومي او واحدي منبعي لکه صنعتي فابریکو یا د نفتو د تولید د کارخانوڅخه رامنځته کیږي د نقطه يی ککړتیا یا د ککړتیا د واحدي سرچیني په نوم یادیږي، خو په ډیرو نورو حالاتو کي د اوبو ککړتیا د مختلفو سرچینو لکه انساني فعالیتونو، کرنیزو ځمکو، صنعتي فابریکو او ښاري پراختیا څخه رامنځته کیږي چي  معلومه منبع نلری  دغه حالت بیا د غیر نقطه يی یا مختلفو سرچینو درلودونکي ککړتیا په نوم یادوي.

د ککړتیا له پلوه د اوبو دري مهمي سرچيني ډیر زیان سره مخ دي:

  1. د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا:

کله چې باران وریږي یوه برخه يی د ځمکي د درزونو او سوریو د لاري د ځمکي تل ته ښکته کیږي چي همدا د ځمکي لاندي اوبو مهمي زیرمي جوړوي، په ډیرو سیمو او محلاتو کي دخلکو دپآره د ځمکي لاندي اوبو زیرمي د څښاک د پاکو اوبو مهمه سرچینه ده چي د عصري وسایلو په واسطه د ځمکي سطحي ته پمپ کیږي، سیپتیک یا د بدرفت څاه ګاني، چټلو اوبو ډنډونه، کرنیزو ځمکو کي د آفت وژونکي او کیمیاوي سري استعمال هغه عوامل دي چي د ځمکي لاندي د اوبو د ککړتیا سبب ګرځي، د څښاک د اوبو دغه ارزښتناکه سرچینه که یو ځل ککړ شو بیرته پاکول يي ډیر ستونځمن او کیداي شي سلګونو کاله وخت ونیسي تر څو بیرته پاک یا لمړي حالت ته وګرځي. دا چي د ځمکي په مخ اوبه سایکل یا دوران لري د ځمکي لاندي اوبو ککړتیا کولاي شي د اوبو نورو سرچینو لکه سمندرونو ته هم سرایت وکړي.

  1. د سطحې اوبو ککړتیا

سمندرونه، جهیلونه، سیندونه  د سطحي اوبو هغه سرچیني دي چی د ځمکې شاوخوا ۷۰ سلنه سطحه يي پوښلي ده او د ځمکي فضا يي نیلي رنګه کړي، د ترسره شوو ورستیو سروي ګانو په اساس چي امریکا متحده ایالاتو د چاپیریال ساتني  اداره ترسره کړي څخه جوته شوي چي د سمندرونو پرته د جهیلونو او سیندونو نږدي نیمايي برخه اوبه  ککړي شوي دي چي د څښاک، لامبو وهلو او کب نیولو دپاره مناسب نه دي، د مغذي موادو، چې نایټریټ او فاسفیت عناصر لري، د انساني فعالیتونو په نتیجه کي د ښارونو څخه د صنعتي فاضله  او زهرجنو موادو خارجیدل هغه مهم عوامل دي چي د سطحي اوبو په ککړتیا کي ډیر بارز رول لوبوي.

  1. د سمندر د اوبو ککړتیا

د سمندر د ککړتیا اتیا سلنه (چې د سمندري ککړتیا په نوم هم یادیږي) له ځمکې څخه سرچینه اخلي – د سمندر د ساحل په اوږدو کې یا د ساحل نه  لرې، ککړونکي اشیا لکه کیمیاوي مواد، مغذي مواد او درانه فلزات د کروندو، فابریکو او ښارونو څخه د ویالو او سیندونو له لارې  جهیلونو او سیندونو ته لیږدول کیږي؛ له هغه ځایه بیا سمندر ته تویږي. په ورته وخت کې، سمندري کثافات – په ځانګړي توګه پلاستیکي توکي د طوفاني بادونو  او یا فاضله اوبو له لارې سمندر ته لاره پیدا کوي. ځینې وختونه سمندرونو اوبه  هم د تیلو د خپریدو او لیکونو له امله ککړ کیږي.

په ایکوسیستم او د ژوندانه په چاپیریال د اوبو د سرچینو د ککړتیا معلومي اغیزي:

 د اوبو ککړتیا د انسان روغتیا او د ځمکي  په کره دواړو باندې اغیزه کوي، داوبو د زیرمو ککړتیا کولی شي د ژوندیو موجوداتو ډولونه او تنوع کم کړي، حیاتي تنوع د ایکوسیستم د سلامت یو ډیره مهم شاخص دی، دغه شاخص یوه سیمه کې د مختلفو ژوو د ډولونو شمیر ته اشاره کوي. د کروندو او کرنیزو سیمو څخه یو ټروفیکیشن ( د اوبو په زیرمو کي د غذايي موادو بي حده زیاتوالی او انحلال) کولی شي ځینې نوي ډولونه په شمول د الجيانو، د خپریدو او زیاتیدو لامل شي، دا ځکه چي الجي او فنجي په بحرونو کي د اکیسجن مقدار سیستم مختلوي او د سمندورونو د تیزابیت خواص کي بدلون رامنځته کوي، خو  بله خوا عین زمان کي نور ژوي د نابودي د خطر سره مخامخ کیږي.

د ځمکي په مخ د اوبو ټولي زیرمي د یو بل سره په اړیکه کي دي او یو منظم سایکل یا دوران لري، دا دوران  په دري مرحلو (تبخیر، ورښت او سطحی بهیر) کي چې د اوبو اصلي مقدار پکې په خپل حال سره پاتي کېږي تر سره کیږي، د هوا یا اقلیم د موسمي بدلون سره  د ځمکي د مخ سطحي اوبه په بخار بدلیږي بخارات فضا ته پورته کیږي او په وریځ بدلیږي، وریځ  د باران، واوري، او ږلي په شکل بیرته ځمکي ته راځي،  چي ورښت بلل کیږي، ددغو ورښتونو یوه برخه د ځمکي لاندي اوبو زیرمي تشکیلوي، هغه برخه يی چي د ځمکي په سطحه کي جریان پیدا کوي او له ښارونو، کلو، کرنیزو ځمکو ځنګلونو یا دښتو څخه تیریږي ځان سره، بکتریا، مایکرو اورګانیزمونه، کیمیاوي او سمي مواد، د سمندرونو یا د اوبو نورو زیرمو او سرچینو ته انتقالوي چي ورسره د اوبو منابعو کي ککړتیا رامنځته کیږي او ایکوسیستم ته زیان رسوي، ددغو بکتریا او مایکرو اورګانیزمونو ځیني مفیده او ځیني مضره دي. د اوبو منابعو سره فاضله مواد (چټلي) او کثافات چي له ښارونو، کارخونو یا صنعتي سیمو څخه راوځی او د اوبو د زیرمو سره  یو ځاي کیږي، لاره هواروي چي بکتریا، میکروبونه، ویروس او پرازیتونه اوبو کي ښه وده وکړي او دا په انسانانو کي د مختلفو ناروغیو لکه کولرا، جیارډیا، لیجنیرز او ټایفایډ سبب شي او په دي ډول انسانانو ژوند ته لوي او اوږد مهاله ګواښ پیښ کړي.

که په ساده ډول ووایو د اوبو ککړتیا وژونکي دی، د یوي څیړنیزي سروي له مخي چي لانسیټ کي خپره شوي د ککړو اوبو د استعمال له امله په 2015  ټوله نړی کي د 1.8 میلیون کسانو د مړینې لامل شوی، په دي ډول هر کال شاوخوا یو میلیون څخه زیات خلک د ککړو اوبو د استعمال له امله ناورغه کیږي، فقر ځپلي سیمي چي اکثره د خلکو کورونه  صنعتي کارخونو ته نږدي وي د ککړو اوبو څخه ډیر متاثر او اسیب پذیره وي.

 د بیلابیلو عواملو له مخي د اوبو د ککړتیا په لاندي حالاتو کی رامنځته کیږي:

1-   صنعتي کثافات (صنعتي چټلي):

 فابریکي او صنعتي ښارګوټی زهرجن کیمیاوي مواد او کثافات (چټلي) تولیدوي او بیا دغه صنعتي فاضله مواد هغه سیمه کي نږدي د تازه اوبو زیرمو کي ګډیږي، په دي ترتیب ویلي شو چي صنعتي ښارګوټی او سیمي د اوبو د ککړ کولو یو ستر عامل دی. که څه هم په مدیریتي کچه ډیره هڅه کیږي چي د صنعتي فابریکو څخه د راوتونکو اوبو مخه ونیول شي تر څو د پاکو اوبو زیرمی ککړی نکړي مګر سره له دي هم یوه ډیره اندازه زهرجنی اوبه د پاکو اوبو سایکل ته داخلیږي.

د کرنیزو ځمکو، کانونو او تولیدي فابریکو صنعتي کثافات کولی شي سیندونو، ویالو او د اوبو هغو زیرمو ته لاره پیدا کړي چې مستقیم سمندر ته ځي. د دغو فابریکو  لخوا تولید شوي کثافاتو کې زهرجن کیمیاوي توکي نه یوازې دا وړتیا لري چې اوبه د انسان مصرف لپاره ناامنه کړي، دوی کولی شي د تازه اوبو سیسټمونو کې د تودوخې بدلون هم رامینځته کړي، چې دا کار په اوبو کي د ژوندیو موجوداتو ژوند د ګواښ سره مخ کوي.

2-   راډیو اکټیف مواد

راډیو اکټیف کثافات کولي شي  داوبو زیرمي ککړي او زهري کړي دا هغه ککړتیا ده چې د چاپیریال لخوا په طبیعي ډول د خپریدو څخه هاخوا وړانګې خپروي. دا د یورانیم د استخراج وخت کي، یا د اټومي بریښنا د تولید بټیو کي، یا هم د نظامي وسلو د تولید او ازموینې په موده کي منځته راخي ، او همدارنګه د هستوي انرژي اړوند پوهنتونونو او روغتونونو لخوا هغه وخت رامینځته کیږي چې دغه مرکزونه د څیړنې او درملو لپاره راډیو اکټیف مواد وکاروي. راډیو اکټیف کثافاتو تصفیه یوه لویه ننګونه ځکه  ده چي دغه تشعشعات کولی شي په چاپیریال کې د زرګونو کلونو لپاره پاتي شي. په واشنګټن کې د هانفورډ اټومي وسلو د تولید بند شوي سیمه یا ساحه چیرې چې تمه کیږي د 56 ملیون ګیلن راډیو اکټیف کثافاتو پاکول به له 100 ملیارد ډالرو څخه ډیر لګښت ولري او تر 2060 پورې دوام وکړي.

په ۲۰۱۱ کال ، جاپان فوکوشیما کي د توهوکو لویه زلزله د سونامي باعث شوه چې د فوکوشیما د توکیو بریښنا شرکت (TEPCO) د ډایچي اټومي بټۍ سایټ څخه د راډیو اکټیف موادو خوشې کیدو لامل شوه. د فوکوشیما څخه راډیو اکټیف مواد د ځمکې لاندې اوبو او ارام سمندر ته ننوتل، او د اوبو سایکل ته داخل شول چي بیا به د ورښتونو برخه وګرځي. دا راډیو اکټیف مواد حتی د شمالي امریکا په لویدیځ ساحل کې په ټونا کې وموندل شول.

هغه وخت په فوکوشیما کی یو میلیون ټن رادیو اکتیف مواد راجمعه شوي وو چی د پاکولو چاري ممکن تر ۴۰ کلونو پورې وخت ونیسي. د جاپان حکومت د دې اوبو د ارام سمندر ته د خوشې کولو لپاره یو جنجالي پلان تر لاس لاندي نیولي، جاپاني او ځیني نړیوال مشران ټینګار کوي چې دا خوشې کول به په ارام سمندر کې د پام وړ اغیزې ونلري، مګر  په دا پلان د جاپان د ګاونډیو لکه چین او سویلي کوریا په ګډون د نورو هیوادونو د ځینو اتباعو او چارواکو لخوا نیوکه شوې ده.په ناڅاپي ډول خوشې شوي رادیو اکتیف مواد یا په ناسم ډول تصفیه شوي ککړونکي مواد د ځمکې لاندې اوبو، سطحي اوبو او سمندري سرچینو ته جدي ګواښ دی.

3-   اقلیمي بدلون او د ځمکي د کري ګرموالی:

 ځمکه کي د حرارت د درجي لوړیدل د اوبو په زیرمو کي د تودوخي درجه کي بدلون رامنځته کوي چي همدغه بدلون  په اوبو کي د ژوند کوونکو موجوداتو مرګ زیاتوي، په دي ترتیب د اوبو زیرمي د شته حیواناتو د لوړي کچي د مړیني له کبله  ککړیږي.  بنا ویلي شو ددي له پاره چی  د اوبو د زیرمو د ککړتیا مخه ونیول شي لازمه ده چی د ځمکی د تودوخي د لوړیدو څخه هم  جلوګیري وشي.

4-    په کروندو (زراعتي ځمکو) کي د کیمیاوي سري او حشره ضد دوا ګانو استعمال:

 اکثر وختونه بزګران د باکتریا او حشراتو څخه د خپلو فصلونو د ساتنې لپاره کیمیاوي توکي او آفت وژونکي مواد کاروي. کله چې دا مواد د ځمکې لاندې اوبو سره ګډیږي، دوی کولی شي څارویو، نباتاتو او انسانانو ته زیان ورسوي. سربیره پردې دغه کیمیاوي توکي د باران وخت کي د اوبو سره مخلوط کیږي، کوم چې بیا په سیندونو او ویالو کې بهیږي چې له دي لاری بیا سمندر ته فلټر کیږي او د اوبو د لا ککړتیا لامل کیږي.

5-   د اوبو سرچینو کي تیل او غوړ لرونکو موادو ګډیدل:

 د تیلو له امله د اوبو د زیرمو ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د سړکونو او پارکینګ ځایونو څخه تیل د اوبو سرچینو ته د سطحې جریان په واسطه لیږدول کیږي. اوبو کي د تیلو ناڅاپي توییدل هم د ککړتیا سرچینه ده لکه سمندری لارو کي د تیلو د لویو اوبتلونو لیږد رالیږد( انتقال) چي ځینی وخت د بیلرونو یا اوبتلونو د سوري کیدلو یا لکیج له وجي تیل د بحر اوبو کي څڅیږی او په پايله کي د تیلو ټوټې د ساحل په لور حرکت کوي، او په دي ډول  اوبو کي میشت ژوي (بحري حیوانات) او  تفریحی سیمو ته زیان رسوي. د تیلو د لیږد یا د انتقال پایپ لاینونو کې لکیج یا د پایپونو ماتیدل  هم کولی شي د تازه اوبو زیرمي ککړ کړي.

6-   د اوبو سایکل یا دوران کي د چټل او یو ځل کارول شوي اوبو بیا ځلي ګډیدل:

کارول شوې اوبه چټل اوبه دي، د سینکونو، شاورونو، تشنابونو، سوداګریزو بازارونو، صنعتي او کرنیزو فعالیتونو، او حتا د طوفان  اوبه، هغه فاضل او چټلي اوبه دي کوم چې د باران  د اوبو جریان سره د سړکونو د جویجو او آب رو د لاري، مالګېین مواد ، غوړ لرونکي مواد، کیمیاوي مواد او کثافات د غیر منقول سطحو او سیمو څخه د اوبو زیرمو ته انتقالوي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د نړۍ د فاضله (چټلو) اوبو له 80 سلنې څخه ډیره برخه پرته له دې چې بیا ځلي تصفیه او دوباره وکارول شي بیرته چاپیریال ته ځي او د اوبو سایکل ته داخلیږي؛ په ځینو لږ پرمختللو هیوادونو کې، دا شمیره 95 سلنې ته لوړه ده. په متحده ایالاتو کې، د فاضله اوبو د بیا تصفي  تاسیسات هره ورځ شاوخوا 34 ملیارد ګیلن چټل او کارول شوي  اوبه بیا ځلي تصفیه کوي چي د اوبو د تصفيی دغه پروسه  د ککړونکو موادو مقدار لکه فاسفورس، او نایتروجن، او همدارنګه په صنعتي چټل موادو کې درانه فلزات او زهرجن کیمیاوي موادو اندازه او مقدار کموي.

۵. سمندر ته د پلاستیکی توکو او موادو غورځول:

ډیری هغه توکي چې د هیوادونو لخوا سمندرونو ته راټول او غورځول کیږي پلاستیکي توکي او مواد دي چي ددغو موادو بشپړه تجزیه له دوو څخه تر ۲۰۰ کلونو پورې وخت په بر کې نیسي، اوس مهال، هر کال شاوخوا ۱۱ ملیون میټریک ټنه پلاستیک سمندرونو ته غورځول کیږي چي  د سمندرونو د اوبو د ککړتیا سبب ګرځي. څیړنو موندلې چې که د ککړ کولو دا لړۍ دوام ومومي، نو د سمندري پلاستیکونو اندازه به تر ۲۰۴۰ پورې په کال کې ۲۹ ملیون میټریک ټنو ته لوړه شي، چي دا به ایکو سیستم ته جدي ګواښ پیښ کړي.

د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لاري چاري:

موږ ټول د نن ورځې د اوبو د ککړتیا په ستونزې کي تر یوې اندازې پورې مسؤل اوشریک یو. خو ځینې داسي ساده لارې چاري شتون لري چې کولی شو د اوبو د ککړتیا مخه ونیسو یا لږترلږه د اوبو د ملوث کولو برخه کې خپل ونډه محدود کړو.

تر هر څه لمړي باید  د حکومت د خوا د اوبو د سرچینو او د اوبو د ککړتیا د مخنیوي او د اوبو د منابعو هر اړخیز مدیریت دپاره د وضع شوو قوانینو  ملاتړ وکړو.

حکومتي مسولین ،محلي سیمه ایزو ټاکل شویو چارواکو ته ووایاست چې دوي باید د اوبو د سرچینو د ساتنې او د اوبو  په زیرمو کې د پانګوونې ملاتړ وکړي، لکه د فاضله اوبو درملنه، د لیډ پایپ لرې کولو پروګرامونه، او شنو ساحو رامنځته کولو برنامي. همدارنګه، زده کړئ چې تاسو او ستاسو شاوخوا خلک څنګه کولی شئ د حکومتي ارګانونو سره د پالیسۍ جوړولو په پروسه کې برخه واخلئ.

عامه پوهاوي باید زیاد کړو د اوبو د زیرمو په اړه خپل معلومات زیاد او بیا يی تر نورو ورسوو، تر هر څه لمړي باید پدي پوه شو چي زمونږ د څښاک او اړتیا وړ اوبه له کوم ځای څخه راځي؟ ایا زمونږ  د کور فاضله اوبه تصفیه  کیږي؟ استعمال شوي اوبه چیرته بهیږي؟ ایا زمونږه سیمه کي وچکالۍ  ده؟

ورځنیو چارو کي د  پلاستیکي لوښو مصرف کم  او کله چې  کولی شو یو  پلاستیکي لوښی بیا وکاروؤ بیا يي کارول ښه عمل دی.

د کیمیاوي پاکوونکو، غوړیو، او غیر بایوډیګریډ وړ توکو په سمه توګه تصفیه شي ترڅو دوی د اوبو د جریان له لارې د سرچینو سره ګډی نشي.

د خپل موټر څآر او ساتني (ترمیم) ته پام وکړئ، ترڅو  تیل، انټي فریز، یا کولنټ يي لیک نه شي.

که څوک  کرنیزي ځمکي یا باغات لري، د غیر ضروري او له حده زیاد د آفت وژونکو موادو او یا کیمیاوي سري د استعمال څخه ډډه وکړي.

خپل زاړه درمل باطله داني یا کثافاتو پنډغالي کي مه غورځوئ ترڅو دوی د ځایی اوبو لارو ته د ننوتلو مخه  يي ونیول شي.

هر هغه څه ته پام وکړئ چې تاسو یې باطله دانیو یا د کثافاتو پنډ غالو ته اچوئ، ځکه چې دا کثافات ډیری وختونه د محلي اوبو لارو ته تر رسیدو د مخه نه تصفیه  کیږي. که تاسو د محلي ویالو خولي یا جالۍ وینئ  چې د کثافاتو لخوا بند شوی وي، نو پاک یې کړئ ترڅو دا کثافات له اوبو څخه لرې وساتئ او په دي ترتیب تاسو به په سخت ورښت  کې په سړکونو د د اوبو د ډنډیدو مخنیوي کې هم مرسته کړی وي.

که تاسو مواشي یا اهلي حیوانات لرئ، د هغې کثافات راټول او مناسب ځاي کي وغورځوئ.

اوبه د ټولو مشترک او ګډه شتمني دی او مونږ ټول د اوبو د سرچینو دحفاظت مسولین یاستو…..

نوربیا……..

د اقلیم بدلون – دوهمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.