…… په تیر پسي
وچکالي
په يوې سيمې کې د اوبو د زېرمو او موسمي ورښتونو د اوږدمهالي کمښت مودې ته وچکالي ويل کیږي چې له مياشتو نه تر کالونو پورې غځیدلی وي.
وچکالي مختلف ډولونه لري لکه هایدرولوژیکي وچکالي، د هواپیژندني(اقلیمي) وچکالي، زراعتي وچکالي او اقتصادي یا اجتماعي وچکالي.
هایدرولوژیکي وچکالي:
کله چي د سطحي اوبو لکه سیندونه، خوړنو او یا د ځمکي لاندي ( څاه) اوبه لږ شي هایدرولوژیکي وچکالي ګڼل کیږي.
اقلیمی وچکالي:
د اورښتونو کمښت له منځني کچي نه د هوا پیژندني وچکالي ګڼل کیږي.
زراعتي وچکالي:
کله چې په خاوره کي د رطوبت نشتوالی د نباتاتو او فصلونو وده اغیزمنه کړي زراعتی وچکالی ورته ویل کیږي.
اقتصادي- اجتماعی وچکالي:
وچکالي په بازار کي د پیر او پلور ( خرید و فروش) او د تولید او خدماتو برخه باندي ناوړه اغیزه لري او همدغه اغیزي ته اقتصادي وچکالي ویل کیږي.
وچکالي د مختلفو طبعی او انساني عواملو له امله رامنځته کیږي چي څو مهمو عواملو ته په لاندي ډول اشاره کوو.
- اقلیمی بدلونونه او د اورښتونو د منځني کچي کموالي د وچکالي د راپیښیدو د مهم او عمده عواملو څخه یو عامل کڼل کیږي.
- د ځمکي د تودوخي د درجي لوړیدل خونړیو وچکالیو ته لاره هواروي.
- صحرا ګرایی یا د شنو ساحو تخریب او د ځنګلونو قطع کول هم د وچکالی سبب ګرځي.
- د اوبو د منابعو ککړتیا، د ځمکي لاندي اوبو بي ساري کارول په زراعت او صنعت کي او د اوبو د منابعو څخه نا سالمه ګټه اخیستنه د وچکالی بل مهم عامل دی.
- د اوبو د منابعو ناسم مدیریت هم د وچکالي په رامنځته کولو کی مرسته کوي.
وچکالي یوه طبیعي پدیده او نړیواله معضله ده چي مخنیوی يي د انسان د وس کار نه دی، خو دا د ټولو وګړو فردي او ټولنیزه دنده جوړیږي چې د وچکالي په مدیریت یا کنټرول کي په داسي ډول مثبت رول ولوبوي چي د وچکالۍ د زیانونو کچه حد اقل ته ورسیږي. تیرو دوو لسیزو کې د اقلیم د بدلون په پایله کې، نړي د سترو ننګونو سره مخ دی اروپا کي اوسني وچکالي بی مخینه ده چي ویل کیږي حتا تیرو 500 کلنو کي هم اروپا داسي وچکالي نه وه تجربه کړي، د اروپايي کمیسیون د ګډ څیړنیز مرکز لوړ پوړې څیړونکې اندرا تورټ په دې باور ده چې د اوبو مدیریت طریقې باید د اوبو د محلي ګټه اخیستونکو سره په همکارۍ کې مدیریت شي، او د وچکالۍ څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره، د ځمکي تودوخه باید د صنعتي کیدو د کچې څخه مخکې 1.5 درجې سانتی ګراده پورې محدوده پاتی شي. هغه ټینګار وکړ: “په منځ مهال او اوږد مهاله کې باید په نړیواله کچه د شنو خونو ګازونو تولید کم شي ترڅو د ځمکي د تودیدو خطر په بریالیتوب سره کنټرول کړی شو.
2022 کال کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا افغانستان کی روانه وچکالي د اقلییمی بدلون او د تودوخي د لوړوالی پایله ګڼلی وه چي له امله يي افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کي له سختې وچکالۍ سره مخ هېواد ګڼل شوی.
همدارنګه د پرله پسي وچکالیو له امله د افغانستان 14٪ طبیعي یخچالونه ویلي شوي او د شلمې پیړۍ د پای په پرتله وچکالي دوه چنده شوې ده.
د وچکالي معیاد ( پیل او پاي)، د وچکالي د سیمي پراخوالي (وسعت) د وچکالي شدت او د وچکالې د دوري بیا ځلي تکرار د وچکالی د خصوصیاتو د جملي څخه شمیرل کیږي.
د وچکالۍ د پیل او پای د نيټی او وخت ټاکل خورا ستونزمن کار دي. خو معمولا د وچکالۍ پیل هغه وخت وي کله چې په خاوره او د اوبو په زیرمو کې د رطوبت ذخیره ختمه شي، او د وچکالۍ پای هغه وخت وي کله چې بارانونه د خاورې اړین رطوبت بیا ځلي چمتو کول پیل کړي او په سمندرونو کې د اوبو جریان بیرته راشي او د ځمکې لاندې اوبو زیرمې ډکې شي. د هیلم هولټز د چاپیریال ساتني څیړنیز مرکز د وچکالۍ څارونکی ماشین په واسطه د خاورې د رطوبت پر بنسټ د کرنیزو وچکالیو ارزونه کوي. د دې ماډل له مخې، وچکالي هغه وخت پیل کیږي کله چې د خاورې رطوبت هغه کچې ته ورسیږي چې یوازې په 20 سلنه کلونو کې د اوږدې مودې لپاره پیښیږي.
وچکالي د خلکو په ژوندانه کي ډیر ژور او زیانمنووونکي اقتصادي،ټولنیز او محیطي اغیز اچوي او عام ولس د ډیرو سترو ننګونو سره مخ کوي. د وچکالي د تاثیراتو د کمولو دپآره باید لاندي ټکي په پام کي ونیول شي.
- د هوا د ککړولو د مخنیوي په لارو چارو غور وشي او د ګلخانه یي ګازاتو د تولید د مخنیوي په برخه کي اړین ګامونه پورته شي.
- د عامه پوهاوي پراخي برنامي په لاره واچول شي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.
- د انفرادي ژورو څاګانو په ځاي د اوبو رسولو د انجنیري شبکي فعالي شي او دغو شبکو ته د پانګوني دپاره لازمی اسانتیاوي رامنځته شي.
- د اوبو لګولو سیستمونه باید په عصري ټکنالوژۍ سنبال شي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو دپاره موثري طریقي لکه د قطره يی سیستم یا د باران د اوبو څخه ګټه واخیستل شي.
- د اوبو د بي ځایه او غیر ضروري استعمال څخه ډه ډه وشي.
- د سطحي یا د ځمکي لاندي اوبو زیرمي باید ککړ او ملوثي نشي ددي کار دپاره صنعتي ټولني او د تولیدی فابریکو مالکین د اوبو زیرمي په کارولو کي فوق العاده احتیاطي تدابیر ولري.
- د ژورو څاه ګانو کیندل ودرول شي.
- په تشنابونو او حمامونو کي دڅښاک د (خوږو) اوبو د استعمال مخنیوي وشي.
- د باران د اوبو د زیرمه کولو دپاره مناسب ځایونو کی ډنډونه او تاخیري بندونه جوړ شي.
- د بامونو او سرکونو اوبه باید حویلي او یا داسي ځاي ته رهنمایی شي چي پري د ځمکي دلاندي اوبه تغذیه شي.
د باران د اوبو راټولول، د اوبو لګولو د سیستمونوعصري کول، د اوبو د سرچینو د ککړتیا څخه مخنیوی، د سیلابونو کنترول هغه څه دي چي په ترسره کولو یی کولی شو خپل هیواد کي د وچکالي اغیز کم کړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.