نن د ننګرهار په ځینو سیمو کې د زلزلې له امله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، چې د دې ولایت د دره نور په ولسوالۍ کې د نن ورځې د زلزلې له امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو کورونو د نړېدو په اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د زلزلې ځنګونونه په جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې هم احساس شوي دي.
د امریکا د زلزلو د څېړنیز مرکز د راپور له مخې، نن د درې بجو او شلو دقیقو په درې دېرش ثانیو کې د ۴.۹ درجې زلزله شوې ده.
د دغې زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښودل شوی او د هغې ژوروالی ۱۰ کیلومتره دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.