HPV یو ډول وایرس دی چې د پوستکي او مخاطي غشاګانو باندې برید کوي او کله ناکله د سرطان یا مسو (warts) لامل ګرځي. د دې مخنیوي لپاره ځانګړې واکسین جوړ شوې چې HPV واکسین بلل کېږي. دا واکسین ناروغي نه درملوي، بلکې له مخکې څخه د ساتنې لپاره کارول کېږي.
په دې واکسین کې د وایرس اصلي جنیټیک مواد (DNA) نه وي، بلکې یوازې د هغه خول (L1 پروټین) جوړېږي. دا خول د وایرس په څېر ښکاري خو ناروغي نه پیدا کوي. دې ته Virus-Like Particles (VLPs) ویل کېږي. کله چې دا بدن ته داخل شي، زموږ د بدن دفاعي سیستم یې د وایرس په توګه پېژني او ژر تر ژره د ساتنې پروټینونه (انټي باډیز) جوړوي. سربېره پر دې ځینې حجرې (Memory B-cells) هم دا یاد ساتي، څو که راتلونکي کې اصلي وایرس بدن ته داخل شي، سمدستي برید وکړي او له منځه یې یوسي.
په دې واکسین کې ځینې نور اضافي مواد هم شته چې د هغې اغېز زیاتوي، دې ته adjuvants ویل کېږي. د بېلګې په توګه: aluminium salts یا AS04 چې دفاعي سیستم لا ډېر فعالوي. برسېره پر دې stabilizers هم کارول کېږي لکه مالګه (sodium chloride)، امینو اسید (L-histidine) او polysorbate 80 ترڅو واکسین خوندي پاتې شي او خراب نه شي. دا ټول مواد په ډېر لږ او خوندي مقدار کې وي.
د HPV واکسین څو ډولونه شته، لکه Gardasil-9 چې د ۹ ډول خطرناکو وایرسونو پر وړاندې ساتنه کوي، او Cervarix چې په ځانګړي ډول د ۲ ډولونو (۱۶ او ۱۸) پر وړاندې معافیت ورکوي.
ځکه چې په دې واکسین کې د وایرس DNA نشته، نو ناروغي نه پیدا کوي، یوازې بدن تیاروي. د څېړنو له مخې دا واکسین خوندي او اغېزمن دی او د نړۍ په کچه د سرطان او نورو ناروغیو پر وړاندې یوه قوي ډال ګڼل کېږي.
دا واکسین په درې پړاوونو کې کار کوي: له وهلو وروسته VLPs دفاعي سیستم متحرکوي، انټي باډیز او Memory B-cells جوړېږي، او که په راتلونکي کې وایرس بدن ته داخل شي، معافیتي حجرې ژر غبرګون ښيي او وایرس له منځه وړي. ځکه چې په دې واکسین کې د وایرس جنیټیک مواد نشته، نو د انتان خطر هم نه وي.
دا واکسین د بېلابېلو څېړنیزو پړاوونو او کلینیکي ازموینو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او نورو ادارو له خوا منل کېږي او بازار ته وړاندې کېږي. شتمن هېوادونه یې پېرود کوي، خو بېوزلو هېوادونو ته ډېری وخت د مرسته ییزو پروګرامونو له لارې ورکول کېږي. موخه په ښکاره ډول د ناروغیو کنټرول دی، خو لوی قدرتونه په همدې بهانه سیاسي او اقتصادي ګټې هم اخلي. له همدې کبله یو اړخ د انسانیت تر نوم لاندې واکسین وېشي، خو بل اړخ په جګړو کې ظلمونه کوي. په حقیقت کې جګړه او واکسین بېل موضوعات دي؛ جګړه سیاست دی او واکسین ساینس. د واکسین اصلي هدف د ناروغیو مخنیوی دی، او د HPV واکسین د نړۍ په کچه خوندي او اغېزمن ګڼل کېږي، که څه هم لږ ساید ایفېکټونه لکه تبه یا درد لرلای شي.
دا معلومات له باوري سرچینو اخیستل شوي، چې پکې CDC (Centers for Disease Control, USA)، WHO، CHOP (Children’s Hospital of Philadelphia Vaccine Education Center)، او علمي څېړنیز مجلې (PMC, PubMed Central) شاملې دي. همدارنګه د واکسین جوړوونکو شرکتونو د Gardasil او Cervarix معلومات هم کارول شوي دي.
نو مهرباني وکړئ له پروپاګند څخه ځان وساتئ او د خپلو بچو راتلونکي ته پام وکړئ، څو له دې خطرناک ناروغۍ څخه خلاصون ومومي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.