له میرویس خانه تر نادرافشاره (نهمه برخه برخه)

عبدالباري جهاني

114

د شاه محمود پوځي بریالیتوبونه:

شاه محمود ډېر ژر د بن اصفهان یا اصفهانک ښارګوټي ته، چي تر دغه وخته لا فتح سوی نه وو او لا یې هم مقاومت کاوه متوجه سو. د اصفهانک ښارګوټي یو څه مقاومت وکړ، خو څرنګه چي مرکزی حکومت سقوط کړی وو، نو دوی هم، په دې شرط تسلیمېدلو ته غاړه کښېښوده چي شاه محمود به د هغوی سر او مال تضیمنوي. شاه محمود د هغوی سر اومال په امان کړ؛ مګر څرنګه چي څه موده مخکي د اصفهانک ښارګوټي د افغانانو قواوو ته زیاتي ستونزي پیښی کړي وې او یو ځل یې ټول نیول سوي افغانان قتل کړي ول نو شاه محمود د هغوی د ارادې د معلومولو لپاره خپل جاسوسان ور واستول. د شاه محمود جاسوسانو د اصفهانک په ښارګوټي کي د هغه د حکومت پر او د هغه د اجرآتو پر ضد تبلیغ کاوه او خلک یې ښورښ ته هڅول. مګر د اصهانک خلک دونه تسلیم سوی ول چي د شاه محمود جاسوسان یې لاس تړلي ورته راوستل. شاه محمود د هغوی په دې عمل دونه خوشاله سو چي د هغوی ټول پخواني ګناهونه یې معاف کړل. Malcolm. The History of Persia p447

شاه محمود وروسته ځینو کردي قبایلو ته بلنه ورکړه چي په اصفهان کي میشته سي. څرنګه چي کردان سنیان وه نو شاه محمود د خپل پوځ لپاره د هغوی ډېر ځوانان برتۍ کړل.

شاه محمود نصرالله خان ته وظیفه ورکړه چي د شاه وخوا ښارونو څخه د اصفهان لپاره خوراکي او ضروري شیان برابر کړي او هر څوک چي د هغه په مقابل کي مقاومت کوي د هغوی د سرکښیو سزا ورکړي او څوک چي په رضا د خوښه د موادو ورکولو ته حاضر سي به هغوی شره غرض ونه کړي. نصرالله خان د شاه محمود له امر سره سم عملیات وکړل. د دې عملیاتو په لړ کی همدان ته ورسېدی. د همدان د ښار درګزینیو او سېدونکو، چي سني مذهب وه، او لومړي شاه عباس هغوی له موصل څخه دغه ښار ته راوستلی او دلته میشته کړی وه، د نصرالله خان هرکلی وکړ او ښار یې له مقاومته پرته ورته تسلیم کړ. نصرالله خان د درګیزنیو څخه شپږ زره عسکر په خپل پوځ کي شامل کړل او کله چي د ده پر پوځ باندي ۲ زرو ایراني قواوو حمله وکړه نو هغوی ته یې سخته ماته ورکړه او ټولي وسلی او آسوړنه یې ورڅخه غنمیت کړل. نصرالله خان له څه کم دریو میاشتو څخه له بې شمېره څارویو سره اصفهان ته ستون سو. له هغه سره شپږ زره په موادو بار اوښان ورسره وه او څه باندي ۲۰ زره درګزینیان یې ورسره راوستل او په اصفهان کي یې واچول. Afghan Wars with Persia pp 138-139

شاه محمود ته خپلو سلاکارانو مشوره ورکړه چي ایران یوازي په خپلو خلکو لاندي کولای او اېلولای سي او د بېګانه ملت په پوځیانو د تل لپاره باور نه سي کېدلای. شاه محمود د هغوی له سلا سره سم ایشیک آغاسی عبدالله خان له ډیرو زیاتو مالونو او سوغاتونو سره کندهار ته واستاوه. عبدالله خان د ۳۰ زرو اوښانو له کاروان سره، چي د دریو زرو اوښانو له کاروان سره د محمود مور هم ورسره وه، اصفهان ته ستون سو. او په دې توګه یې د راتلونکو فتوحاتو او جنګونو لپاره د محمود مټي قوي کړل.* Ibid p139

 —————————————-

*  په پخوانیو او کلاسیکو تاریخي متونو کي، چي کله کله معاصرو تاریخی متونو هم هغه کټ مټ اخیستي وي، د ارقامو په ذکرولو کي، زیاتره ، له مبالغې څخه کار اخیستل کیږي. که موږ د اوښانو دغه رقم ته یوه توجه وکړو او د فاصلې په نظر کي نیولو سره یې اندازه ولګوو نو پوهیږو چي د شاه محمود لپاره څه چي د لویو لویو پاچاهانو او امپراطورانو لپاره یې هم برابرول تقریباً غیر ممکن کار وو. که ۳۰ زره اوښان په یوه قطار کي روان کړو. د هرو دوو اوښانو او د هغوی ترمنځ فاصله لږترلږه ۳ میتره کیږي او د دې کاروان اوږدوالی باید لږترلږه ۹۰ یا حتی ۱۰۰ کیلومیتره وي. په دومره اوږده فاصله کي، چي هغه هم زیاتره په بې اوبو دښتونو کي او غرونو کي وه،  دومره زیات شمېر اوښانو ته یوازي د اوبو رسول غیرممکن کار دی. د ۳۰ زرو اوښانو د کتار یا کتارونو تنظیم او نور خدمات خو هلته پرېږده. شاه محمود د خپلي لنډي پاچهی په وخت کي، ترپایه پوري، د یزد او کرمان ښارونه، چي له کندهار څخه تر اصفهان پوري په لاره کي پراته وه، آرام نه کړل او پر دې برسېره په لاره کي په لس ګونو نور یاغي کسان او قلاوي موجودي وې چي پر دومره اوږده کاروان باندي یې حملې کولې. د دې دونه اوږد کاروان ساتنه چا کوله؟

دا محاسبه هیڅ چا نه ده کړې چي ۳۰ زره اوښان له کندهاره تر اصفهان پوري، چي ۴۰ ورځي مزل وو، چي نور هیڅ ونه غواړي په هر ربات کي تقریباً یو میلیون ګیلنه اوبو ته ضرورت لري؛ ځکه چي اوښ هر ځل په اوسط ډول څه باندي ۳۰ ګیلنه اوبه چښي. د دومره اوښانو لپاره، د سیستان او بلوچستان په وچو دښتونو کي دومره اوبه له کومه کېدلې؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په ایران کي د شاه محمود زیاتېدونکي ستونزي:

شاه محمود په داسي حالاتو کي د ایران تخت او تاج ترلاسه کړ چي که د ده پر ځای کوم ایرانی هم ، په هغو حالاتو کي قدرت ته رسېدلی وای، ډیري زیاتي ستونزي به یې لرلای. د ایران د تخت او تاج د ساتلو او په هغه هیواد کي د ثبات ټینګولو لپاره غښتلي پوځ، پرېمانو خزانو، ښو او لایقو سلاکارانو او د اکثریت خلکو ملاتړ ته اړتیا وه. له شاه محمود سره په دې ټولو کي یو هم نه وو. شاه محمود او شاه اشرف په ایران کي بېګانه فاتحین ول. هغوی دواړو خپل د قدرت زمانه په جنګونو او د مقاومتونو په ځپلو تېره کړه. د هر مقاومت له ځپلو سره خلک وژل کېدل او هر ځل یې ځانونو ته دښمنان پیدا کول.

د شاه محمود ټول افغاني پوځ ایله ۱۰ زره تنه پاته وو او نور یې په جنګونو کي تلف سوی وو. که له هغه سره کوم پوځیان ملګري سوي وه نو هغه د ایران سنیان او زردشتیان ول او د هغوی په شمول یې ټول پوځ ۳۰ زرو ته نه رسېدی. د ایران په څېر یوه پراخ هیواد لپاره، چي په هغه زمانه کي له هره پلوه له راز راز ستونزو سره مخامخ وو، ډېر لوی پوځ لازم وو. د غښتلي او لوی پوځ لپاره قوي خزانه لازمه وه. خو شاه محمود په داسي حال کي قدرت ته ورسېدی چي د ایران عیاش او بې ادارې پاچا او فاسدو حکومتي چارواکو په خزانه کي چنداني څه پرې ایښي نه وه.

د ایران خزانه په داسي حال کي وه چي پاچا یې خپلو عسکرو ته تنخوا نه سوای برابرولای او بالآخره خبره دونه رسوايی ته رسېدلې وه چي صفوي شاه حسین عسکرو ته د معاشونو ورکولو او دربار د اعاشې لپاره په اصفهان کي د انګلستان او هالینډ له تجارتي شرکتونو څخه پیسې په پور او زور غوښتلې. د ایران شاه دونه محتاج سوی وو چي د هالیند له تجارتی شرکت څخه یې دوه یا درې زره تومنه پور وغوښتی او اعتمادالدولة د هالینډ له شرکت څخه زر تومنه په عاجله توګه طلب کړل خو هغه شرکت د شاه او اعتمادالدولة دواړو غوښتنو ته د رد جواب ورکړ. د ایران حکومت له دونه افلاس سره مخامخ سو چي وکیل التجار یې د هالیند له شرکت څخه ۸ سوه تومانه پور وغوښت او هغه شرکت ورنه کړ. شاه بالآخره مجبور سو چي شخصاً د جولای په میاشت کي د هالیند له تجارتی شرکت څخه د ۷۰ زرو تومانو عاجل پور غوښتنه وکړي او هغه شرکت بالآخره ۱۷ زره تومانه پور ورکړ. لاکهارټ. انقراض سلسله صفویه ص ص ۴۶۴-۴۶۵

شاه محمود د اصفهان تسلیمولو دونه په ځان باوري کړی وو چي فکر یې نه کاوه د ایران بې زړه او کمزوری سوی پوځ او خلک به د ده په مقابل کي یوه ورځ مقاومت وکړي. مګر په قزوین کي د خپل تر ټولو تکړه او زړه ور سپه سالار ماتي او زرګونو عسکرو وژل کېدلو ښايی ویښ کړی او حقیقت ته متوجه کړی وي. هغه باید پوه سوی وای چي په زور کلي نه کیږي او باید چي د حوصلې کولو او له خلکو سره د نرم سلوک لاره یې غوره کړې وای. خو محمود فاتح وو او فاتحین معمولاً ډېره حوصله او زغم نه لري.

محمود ته په دغه حال کي، چي د اصفهان خزانه شاه حسین تشه کړې وه، خبر ورسېدی چي تقریباً ۳ زره پونډه خزانه یې چي ده د نویو عسکرو د جلبولو لپاره کندهار ته لېږله، په لاره کي د ملک محمود سیستاني سړیو لوټلې ده. سایکس. تاریخ ایران جلد دوم ص ۲۳۲

شاه محمود لا د دغو ستونزو سره لاس و ګرېوان وو چي په دغه حساس وخت کي د ده تکړه جنرال امان الله خان اختلاف ورسره څرګند کړ.

د امان الله خان په باره کي زموږ مورخینو څه نه دي لیکلي او دا یې نه دی ویلي چي هغه له کومه ځایه راغلی او له کومه توکمه وو. خو کروزینسکي لیکي چي هغه له کابل څخه راغلی او له خپلو پوځونو سره له محمود سره یو ځای سوی وو. البته دا پخپله سوال دی چي کابل خو په هغه وخت کي د مغلو تر تصرف لاندي وو؛ څرنګه یو سړی په هغه ښار یا په هغه سیمه کي منظم پوځیان غونډولای سي او پرته له هیڅ خنډ او مشکل څخه یې کندهار ته رسوي او خپلو ټولو پوځیانو ته پر ایران باندي د حملې کولو په باره کي قناعت ورکوي او د جنګ میدانونو ته یې بیایی؛ ځکه دونه لیري فاصله وهل او د جنګ میدان ته تلل، چي د حتمي مرګ خطر ورسره دی، باید یو قانع کوونکی دلیل ولري. او که د داسي یوه نامعلوم جنګ لپاره قانع کوونکی دلیل موجود نه وي په هغه صورت کي به پوځیان د یوه پاچا تر امر لاندي حرکت کوي؛ چي له امر څخه یې سرغړونه کېدلای نه سي او سرغړونه پخپله سړي ته د مرګ په بیه تمامیږي. او امان الله خان پاچا نه بلکه یو جنګ سالار وو.

او که یې داسي فرض کړو چي د کابل په شاوخوا کي د مغلو دولت او تسلط بیخي موجود نه وو؛ امان الله خان ۲ زره کسیز او یا لږ او ډېر پوځ ته په کوم ځای کي روزنه ورکړه؟ د دومره لوی پوځ د روزلو او حرکت ورکولو لپاره یې خزانه، وسلې او مهمات له کومه کول؟ دا هغه سوالونه دي چي د امان الله خان په باره کي مطرح کېدلای سي.

په هرصورت موږ د شاه محمود او اصفهان او وروسته د ایران د حوادثو په باب تقریباً ټولو لیکل سویو کتابونو کي د امان الله خان له نامه، عروج او سقوط سره مخامخ کیږو، پرته له دې چي هغه دي په بشپړه توګه وپېژنو.

کروزینسکي لیکي چي هغه یو هوښیار او آزمېیل سوی عسکر وو چي د جنګونو ډېر میدانونه یې لیدلي وه. هغه له محمود سره په دې شرط ملګری سوی وو چي که د قزلباشو سره په جنګونو کي هرڅه ترلاسه سوه په مساوي توګه به یې سره وېشو.

یوه ورځ دواړه سره ناست ول او امان الله خان پخوانۍ خبري یادي کړې او محمود ته یې ورپه زړه کړه چي موږ خو په لومړي سر کي د هرڅه مساوي وېشلو وعده سره کړې وه؛ او س نو هر څه چي ترلاسه سوي دي باید چي زما سره یې نیمايي کړې.

محمود ته دې خبري ډېر بد خوند ورکړ او په غوسه یې ورته وویل: دا دونه مال او دولت چي په لاس درغلی دی لا په قانع نه یې او زما سره دي د ملک او دولت د وېشلو دعوه را اخیستې ده. امان الله خان ولاړ سو. خپل کورته ولاړ او محمود ته یې پیغام واستاوه چي تر پر خپل قول ونه درېدلې. نور نو زه هم ستا سره نه یم. ستا تابع نه یم او د هندوستان د پاچا تابع به یم. ستا حکم پر ما نه چلیږي. زه خپل پوځ راسره اخلم او هندوستان ته ځم. دا یې وویل او له خپلو ۲ زرو سپرو پوځیانو سره روان سو.

محمود د هغه په دې حرکت کي ری ونه واهه او درې ورځي وروسته متوجه سو چي هسي نه امان الله خان له طهماسب سره ملګری سي. سمدستي یې له ۱۰ زره پوځیانو سره په هغه پسی حرکت وکړ. کله چي په امان الله خان پسي ورسېدی نو محمدخان بلوچ پر هغه باندي حمله وکړه مګر محمود هغه منع کړ او له امان الله خان سره یې په غېږ کی ونیول او بیرته یوځای د اصفهان خواته سره راغلل. تاریخ سیاح ص ص ۵۷-۵۸

د شاه محمود پوځ یو عجیب ترکیب درلود. له لومړي سره سړی داسي فکر کوي چي له هغه سره یو شمېر پښتانه، چي د اصفهان د حکومت ظلمونو او اخلاقي فساد په لس هاوو کلونه زورولي ول، له هغه سره ملګري سول او اصفهان یې ورسره فتح کړ. په داسي حال کي چي د هغه د تاریخي حملو په ترڅ کي یوازي د هغه د کاکا زوی اشرف، د یوه زړه ور جنرال په حیث، برخه لرله او بل هم سیدال خان ناصر دی چي د شاه محمود د قدرت په وخت کی یې چندانی نوم نه اخیستل کیږي او د شاه اشرف په زمانه کي وځلېدی او د نادرشاه افشار په مقابل کي هم تر پایه تسلیم نه سو.

د شاه محمود په پوځ کي هزاره، کابلي فارسي ژبي، بلوڅان، کردان، هندیان، لزګیان او زردشتیان شامل ول او د دې معنا دا وه چي صفوي رژیم یوازي پښتانه زورلي نه وه بلکه ګڼ شمېر نور اقوام یې داسي زورولي ول چي د هغه نظام په مقابل کي د شاه محمود سره د جنګونو په میدانونو کي ملګري سول او په اصطلاح د تندي وینه یې په اورغوي کي ورسره واخیسته. د شاه محمود په پوځونو کي حتا تر پښتنو هم د نورو اقوامو قوماندانان ښه وځلېدل. د مثال په توګه: امان الله خان، چي تر ټولو زړه ور جنرال وو، ویل کیږي چي له کابله راغلی وو. نصرالله خان په اصل کي ګبر یا زردشتي وو او له شاه محمود سره، له کرمان څخه، ملګری سوی وو. زبردست خان یو بل مهم جنرال وو چي موږ یې په اصل نسب خبر نه یو. محمودخان بلوچ دی، چي وروسته د شاه اشرف او بیا وروسته د نادرافشار په زمانه کی یې نوم یادیږي. محمدنشان یو بل تن دی چي په تواریخو کي یې یوازي نوم یادیږي او کروزینسکي یې یو ځل د  میاجی پیرمحمد زوی بوليګ نور یې موږ یې په اصل او نسب خبر نه یو؛ خو د شاه محمود له ډیرو مهمو کسانو څخه وو. موږ دونه په یقین سره ویلای سو چي پښتون به نه وو، ځکه چي په پښتنو کي داسي نوم چنداني نه موندل کیږي. الماس خان یو بل تن دی چي هالینډیان یې د ښه شخصیت او پاک نفسی صفت کوي او معلومه نه ده چي اصلاً څوک وو. د محمود پیر او مرشد میاجی هم، د کروزینسکی په قول، د امان الله خان خوریی او د افغان پوځ آبرو او حیثیت وو او افغانانو هغه ته کرامات منسوبول. پیرمحمد میاجي یوازینی سړی وو چي پر شاه محمود باندي یې ډېره اغېزه درلوده او هغه یې خبره پر مځکه نه اچوله. موږ نه پوهیږو چي هغه پر شاه محمود باندي دومره نفوذ له کومه کړی او له څه وخته پیدا کړی وو.

تاریخی منابع په دې خبره کي سره متفق دي چي وايی د اصفهان د ښار ډیري برخي د جنګونو او قحطیو له امله له خلکو خالي سوي وې او محمود دې حقیقت ته متوجه وو. هغه باید هغه ښار بیرته له خلکو ډک کړی وای. محمود په اصفهان ډېر کسان د پوځ لپاره واخیستل؛ ځکه چي له کندهار څخه چنداني عسکر ورته راغلي نه ول. محمود د دې نویو پوځیانو په وسیله د ایران ځیني مهم ښارونه لاندي کړل.

نصرالله، چي په کرمان کي له محمود سره یوځای سوی وو د فارس په ایالت کي یې ډېر زیات ښارونه فتح کړل او چي هر ښار ته ورسېدی هغه یې تسلیم کړ څو بالآخره د فارس د ایالت په مرکز شیراز کي سخت ټپي او څو ورځي وروسته، د کاري زخمونو له لاسه وفات سو. سرجان مالکم لیکي چي د هغه له وفات سره زردشتیانو او ارمنیانو یو سخي او زړه سواندی محافظ له لاسه ورکړ. که څه هم چي هغه یو زردشتي وو مګر افغانانو یې د خپل یوه شهید په حیث درناوی وکړ او د یوه ولي او شیخ په سترګه یې ورته وکتل.Malcolm. The History of Persia pp447-448

د پوځ قومانده زبردست خان ته وسپارله سوه. دا جنرال په هیڅ توګه تر نصرالله خان کم نه و؛ خو د شیراز حاکم نورالله خان د وخته لا په ښار کي دونه مواد غونډ کړی وه چي ښار یې یوې اوږدې محاصرې ته تیار کړی وو. د شیراز حاکم د عربستان د والي عبدلله خان ورور عبدالباقی خان ته ډیري زیاتي پیسې او زر واستول او له هغه څخه یې وغوښتل چي د شیراز د ښار د محاصرې په ماتولو کي مرسته ورسره وکړي. عبدالباقی خان له ۵ زرو عسکرو سره د شیراز پرخوا روان سو. زبردست خان د هغه مخي ته ور ووت او له خپلو ټولو قواوو سره یې قتل کړ. د هغه خزانه او ورسره مواد د زبردست خان لاسته ورغلل او د شیراز ښار تسلیمېدلو ته حاضر سو. زبردست خان د شیراز حاکم ته د مذاکراتو وخت ورنه کړ او ښار یې په زور ونیوی. زبردست خان خپلو عسکرو ته وویل چي د خلکو مالونه په دوی اړه لري مګر د هیڅ یوه انسان ویني باید تويي نه کړي.  Afghan Wars with Persia pp142-143

که څه هم چي  شیراز تسلیمېدلو ته حاضر سوی وو او باید چي له افغانانو سره ېې د تسلیمېدلو شرایط لاسلیک کړي وای؛ خو په دغه وخت کي د ښار د ساتونکو عسکرو له مورچو څخه افراد وتښتېدل او مورچي خالي سوې. افغانانو د تسلیمي شرایطو ته ونه کتل او پر ښار یې حمله وکړه. ایرانیان چي په ځان خبرېدل، افغانانو ښار نیولی وو. په دې حمله کي ډېر زیات شمېر عسکر او خلک تلف سول. افغانانو په دې ښار کي ټولو هغو سودخورو ته سزا ورکړه چي د شیراز د ښار د خلکو د بدمرغۍ او لوږي په وخت کي یې په کورونو کي غله دانه او خوراکي مواد، د زیات سود او ګټي لپاره ساتلي وه. مالکم وايی زبردست خان یو لوی سود خور د خپلو خوراکي موادو په ګودام کي په یوه خاده پوري وتاړه او هلته یې پرېښود؛ تر څو چي خپلي جمع کړي غلې دانې ته ګوري او له لوږي مړ سي. Malcolm. The History of Persia, pp 448-49

زبردست خان، د شېراز د ښار له فتح کولو څخه وروسته، د بندرعباس د فتح کولو لپاره   یوه اندازه عسکر، چي ځیني منابع یې شمېر ۵۰۰ تنه ښيي، پرېښودل. په ۱۷۲۰ میلادي کي  یو ځل د بلوڅانو، ۵ زره کسیز پوځ هم پر دغه ښار باندي، له اروپایی تجارتي مرکزونو څخه د مالونو د لوټلو په نیت، حمله کړې وه. مګر په بندر کي د اروپايی بحریې له مقاومت سره مخامخ سوي او تښتېدلي ول. کله چي افغانانو هم وغوښتل چي د دې بندر کنټرول ترلاسه کړي نو اروپاییانو ورته وښودل چي که حمله وکړي له سخت جواب سره به مخامخ سي. افغاني عسکر له هغه بندر څخه د اصفهان پر لور روان سول او په لاره کي د خرابي هوا له لاسه یې ډېر کسان تلف سول. ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

شاه طهماسب کله په قزوین او کله په تهران کي اوسېدی او ټول وخت د پوځیانو په ټولولو لګیا وو. کله چي یې واورېدل چي د عربستان د والي ورور حاجي عبدالباقي خان د شیراز خواته روان دی نو فریدون خان یې له ۲۰ زرو عسکرو سره د ګلپایګان خواته واستاوه او ورته ویې ویل چي هلته ځیني ځایونه دي چي افغانانو ته یې بیعت نه دی کړی. ته باید له هغو کسانو څخه چي له افغانانو سره جوړ نه دي مرسته وغواړې، پوځونه جمع کړې حتی خپل ځان اصفهان ته ورسوې.

فریدون خان چي د اصفهان شاوخواته ورسېدی د افغانانو په عوض کي یې د ارمنیانو سرونه غوڅ کړل او شاه طهماسب ته یې ولېږل. په دې وخت کي فریدون خان ته د عبدالباقي خان د وژل کېدلو او د افغانانو له خوا د شیراز د فتح کېدلو خبرونه ورسېدل. محمود ته هم اطلاع رسېدلې وه چي فریدون خان د ګلپایګان خواته روان دی. محمود له ښو ډیرو پوځونو سره د هغه پر خوا حرکت وکړ. فریدون خان پر یوه لوړه غونډۍ ناست وو او د افغانانو د پوځ تماشه یې کوله او مخامخ وتښتېدی او محمود د ګلپایګان ښار ته ورسېدی. د ښار پر شاوخوا باندي یو ژور خندق وو او د خندق پر شاوخوا باندي یو لوی کلک دېوال را ګرځېدلی وو. افغانانو هغه دېوال د فیل په وسیله ونړاوه او پر ښار باندي یې هجوم وروړ. د هغه ښار اکثر قزلباش یې ووژل. د ښار  پر شاوخوا باندي وړې قلاګاني وې چي مواد پکښي ذخیره سوي وه. افغانانو پر هغو قلاګانو باندي حمله وکړه. د قلاګانو اوسېدونکو امان وغوښت. محمود د هغوی سراومال په امان کړ او قلاګاني یې ونیولې. کروزینسکی. تاریخ سیاح ص ص ۵۶-۵۷

شاه محمود، چي د شیراز فتحی نور هم زړه ور کړی وو، دا ځل ۳۰ زره کسیزه قوه را غونډه کړه او د کهګیلویه د ښار د فتح کولو په نیت وخوځېدی. د هغه ښار په شاوخوا او پخپله په ښار کي د عربانو له داسي پرله پسې مقاومتونو سره مخامخ سو چي ډېر زیات عسکر یې هم په جنګونو او هم د هوا د خرابوالي له امله مړه سول او محمود خپل پایتخت اصفهان ته د شپې په تیاره کي دا خل سوMalcolm. pp 449-50, The History of the Late Revolutions in Persia vlo2 pp 139-140

په دغو شرایطو کي، شهزاده طهماسب، چي تر دغه وخته پوري، په خپلو عیاشیو کي ورک وو، له افغانانو څخه د تبرېز د ساتني لپاره پوځونه تیار کړل. طهماسب، مخکي له هغه چي د تبرېز پر لور حرکت وکړي، د ترکانو له تهدید سره مخامخ سو. ترکانوله ایران څخه د ګرجستان تر نیولو وروسته تبرېز محاصره کړاو د شهزاده طهماسب قواوو، د ارمنیانو په مرسته، هغوی ته داسي ماته ورکړه چي ۲۰ زره عسکر یې ووژل سول( په دې برخه کي چنداني رسمي ارقام ثبت سوي نه دي او تاریخ لیکونکي کله کله د ارقامو په برخه کي معمولاً داسي مبالغې کوي چي چنداني د منلو نه وي. ج) په هر صورت طهماسب په دې جنګ کي بری ترلاسه کړ او ښايی دا د هغه په ژوند کي لومړنی او وروستنی لوی بری وو.

روسیه او ترکیه:

څرنګه چي شاه محمود د ایران د ډیرو زیاتو ښارونو د فتح کولو تر څنګ د شهزاده طهماسب له تهدید سره مخامخ وو او د دې ترڅنګ د روسیې او ترکیې تهدید ځکه مهم وو چي دې دواړو ګاونډیو هیوادونو، په عمومي صورت ایران او په خاصه توګه محمود تهدیداوه ځکه چي د دې دواړو قدرتونو او طهماسب ترمنځ، چي د تخت د نیولو لپاره هر کارته حاضر وو، هري روغی جوړي د محمود قدرت ته زیان رساوه. دلته مجبور یو چي دې مسلې ته یو لنډ نظر وکړو.

کله چي د روسیې امپراطور لومړي پطرPeter the Great ( ۱۶۸۲-۱۷۲۵) له سوېډن سره له اوږدو جنګونو څخه بېغمه سو نو خپله توجه یې د هیواد جنوبي او ختیځو سیمو ته واړوله. هغه د اته لسمي پېړۍ په لومړیو کلونو کي په دې خبر سو چي په خېوا کي ډېره زیاته طلا پیدا کیږي او د شهزاده بیکویچ چیرکاسکي Bikovich Cherkassky په مشري یې یوه پنځه زره کسیزه قوه د خېوا خواته واستوله او وظیفه یې ورکړه چي د طلا د دغو کانونو په باره کي معلومات ترلاسه کړي. د شهزاده بیکویچ قواوو په دریو ورځو کي د خېوا قواوو ته، چي د مقاومت لپاره راوتلي وې، ماته ورکړه او د خېوا خان تسلیم سو. د روسیې شهزاده وروسته د خپل غلیم په مشوره عمل وکړ او هغه ورته وویل چي خپلي قواوي پر پنځو برخو وویشي او په خېوا کي یې په بېلو بېلو ځایونو کي واچوي. کله چي د روسیې قواوي سره ووېشلۍ سوې نو د خېوا د خان قواوو ناڅاپي حملې ورباندي وکړې او په یوه شپه یې ټول ۵زره عسکر قتل عام کړل. Russia and Asia pp 74-75

پطر دا وخت د مرکزي آسیا او په تېره بیا بخارا له لاري د هند د تجارتي لارو او بازارونو د کنترولولو پلانونه تړل. هغه په دغه وخت کي خپل یو سفیر ولینسکي Volynsky د ایران دربار ته واستاوه. د اصفهان دربار په لومړي سر کي د هغه ښه هرکلی وکړ مګر کله چي یې په خېوا کي د روسیې د قواوو د قتل عام کېدلو رپوټ ورته ورسېدی نو د روسیې سفیر یې توقیف کړ او امر یې ورته وکړ چي سمدستي د ایران له خاوري څخه ووزي.Ibid p76

پطر ټینګه فیصله کړې وه چي د مرکزی اسیا طلا به ترلاسه کوي او ځان به هند ته رسوي. او دغه راز به د منځني ختیځ د تېلو منابع ترلاسه کوي. هغه د کسپین د بحیرې له لاري پر ایران باندي حمله وکړه. د هغه سمندری قواوو باکو او د کسپین د بحیرې پر غاړه ځینی ښارونه ونیول.

پطر په کال ۱۷۲۲ کي د ایران د صفوي شاه حسین دربار ته یو سفیر لېږلی وو خو کله چي هغه اصفهان ته ورسېدی نو د افغان شاه محمود سره مخامخ سو. د روسیې سفیر محمود ته وویل چي هغه باید هغه تاوانونه جبران کړي چي په خېوا او شماخي کي د روسیې اتباعو ته رسېدلي دي. شاه محمود په جواب کي ورته وویل چي هغه اوس حاضر نه پر اوبکو او نه پر لزګیانو باندي کنټرول لری. د شاه محمود دې خبري پطر ته د پرمختګ کولو پلمه جوړه کړه او له یوې لويی سمندري، پیاده او سپرو قوې سره د داغستان او دربند پر لور حرکت وکړ. هغه په ټوله لاره کي خلکو ته ویل چي د هیچا د خاوري د لاندي کولو خیال نه لري بلکه غواړي د ایران قانوني پاچا شاه حسین د افغانانو له ظلمه څخه وژغوري. Sykes. Vol2 pp232-233

له یوې خوا د کسیپین په بحیره کي سختو توپانونو د پطر لویه سمندري قوه زیانمنه کړه او په عسکرو یې هم دا سي مرضونه ګډ سول چي هغه د دغي سیمي څخه زړه ماتی ستون سو. او له بلي خوا د ترکیې قواوي په دغه وخت کي د شماخي بندر ته ورسېدلې او روسانوته یې اخطار ورکړ چي د هغوی نور پرمحتګ به د ترکیې سره د جنګد اعلانولومعنا ولري. شاه محمود چي په دغه وخت کی یې د ایران په شمالي برخو کي د روسي قواوو پر مختګ له نیژدې څاری ترکیې ته بلنه ورکړه چي د روسیې پر ضد لاس ورسره یو کړي. Sykes. P233

پطر یا د کسپین په بحیرې کي د خپلو سمندري قواوو او کښتیو د ډوبېدلو او یا د ترکیې او نورو مسلمانانو سره د مقابلې څخه د ځان د ژغورلو او یا ښايی د دواړو علتونو له مخي خپلي قواوي پرشا کړي.

په دغه وخت کي طهماسب میرزا د خپل تاج و تخت د بیرته ترلاسه کولو په غرض د روسیې امپراتور ته د اسماعیل بیګ په نوم یو استازی واستاوه او هغه ته یې د پطر سره د تړون د لاسلیک کولو لپاره تام اختیارات ورکړل. اسماعیل بیګ په پترزبورګ کي  د روسیې له امپراتور سره یا پخپله خوښه او یا د سخت مجبوریت له مخي داسي شرمونکی قرارد لاسلیک کړ چي بیا یې ترمرګه پوری د طهماسب میرزا د لیدلو جرأت نه سو کولای او د ژوند باقي پاته شل کلونه یې د روسیې د امپراطور په خاوره کي د یوه پناهنده په حیث تېر کړل. عبدالحسین نوایی. روابط سیاسی ایران و اروپا در عصر صفوي ص ۲۳۶

ایران د دغه قرار داد په اساس د باکو او دربند ښارونه او په هغو پوري ټولي مربوطي مځکي او د ګیلانو مازندران او استراباد ایالتونه ټول روسیې ته وسپارل. که څه هم چي طهماسب میرزا، د خپلو ټولو کمزوریو سره، دغه قرارداد لاسلیک نه کړ؛ مګر روسیې د دغه قرارداد په اساس ورسپارل سوي سیمي اشغال کړې او د ګیلان د حکومت لپاره یې روسي مامور وټاکی. هغه کتاب ص ۲۳۸

ترکیې، چي په دغه وخت کي یې په اروپا کي په جنګونو کي ډیري سختي ماتي کړي وې، غوښتل چي د خپلو خلکو توجه بلی خواته واړوي. په دغه وخت کي د ترکیې لپاره د ایران د ښارونو ترلاسه کولو بله ښه موضوع او ښه جنګونه پیدا کېدلای نه سوای. له بلی خوا لکه څرنګه چي روسیې نه غوښتل له ترکیې سره بېله کوم دلیله جنګ ته داخله سی دغسي ترکیې هم له روسیې سره له مخامخ جنګ کولو څخه ډډه کوله. ترکیې له روسیې سره د ایران پرسر مذاکرات پیل کړل او روسیې ته یې وویل چي د ایران مملکت باید د روسیې، ترکیې او طهماسب ترمنځ د دریو وروڼو په څېر مساوي ووېشل سي. لاکهارټ. ص ۲۶۷

ترکیې، چي ډېره لږه موده مخکي یعني د کال ۱۷۲۳ په پسرلي کې طهماسب رافضي بللی وو او له مفتي څخه یې د هغه پر ضد د جهاد فتوا غوښتې وه*، خپل سلوک ته بشپړ تغییر ورکړ. له روسیې سره یې لاس یو کړ او په اصفهان کي یې سني مذهبه پاچا شاه محمود د ایران د تخت غاصب اعلان کړ او ویې ویل چي هغه په ناحقه د ایران پاچا بندی کړی او په هغه هیواد کي یې داسي وضع منځته راوړې ده چي ترکیه مجبوره ده چي د ایران د ښارونو د نیولو لپاره پوځیان واستوي. هغه کتاب ص ۲۶۹

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هغی فتوا متن چي د ترکیې خلیفه، د رافضیانو په مقابل کي، د خپل هیواد له مفتي څخه غوښتې وه:

*  لومړی سوال: په داسي صورت کي چي د رافضي طهماسب په اجازه، چي پخپله د پاچهی دعوه هم کوي، یوه ډله رافضیان د مسلمانانو سره جنګ پیل کړي، آیا دا د امام مسلمین، سلطان السلاطین پر امنیت او آرامۍ باندي تېری نه دی؟

مفتي دې سوال ته مثبت جواب ورکړ. څرنګه چي مومنان خصوصاً د دغو ملعونانو د ځپلو وظیفه لری او له هغوی سره هر ډول سوله باید د جنګ متارکه وګڼله سي؛ نو په دې اساس د مومنانو وظیفه ده چي د قدرت له ترلاسه کولو سره سم له هغوی سره متارکه فسخ کړي.

دوهم سوال: آیا هغه مځکه چي پر هغې باندي د شاه اسمعیل اولاد حکومت کوي او په هغه ځای کي رافضیان اوسیږي د دښمن خاوره وګڼو؟ هغه رافضیان چي دریو لومړیو خلیفه ګانو او پاک لمني عایشې ته بد رد وايی او لعنت ورباندي وايی او درې لومړني خلیفه ګان مرتد بولي او عایشه ناپاکه بولي او د قرآن آیتونه د خپلو سفسطه ای عقایدو په اساس تفسیروي  او د اهل سنت د قتلولو تعلیم ورکوي او له هغه ښځو سره جماع روابولي چي په جنګ کی یې نیولي وي له هغوی سره څه سلوک وکړو.

مفتي دې سوال ته هم مثبت جواب ورکړ او ویې ویل چي د دغو خلکو مځکه د دښمن خاوره ده او باید له اوسېدونکو سره یې د مرتدانو په توګه سلوک وسي.

دریم سوال: نو بیا د دې سیمي له رافضیانو او نورو اوسېدونکو سره چي هغه هم کفار دي یعني عیسویان، ارمنیان او ګرجستانیان دي څه ډول سلوک وسي؟

مفتي د دې وروستي سوال به جواب کي وویل چي رافضیان باید ټول له تېغه تېر سي. ښځي او نارینه ماشومان یې اسیر سي  او د هغوی مالونه غنیمت وشمېرل سي. د هغوی ښځي او نارینه ماشومان باید د توري له زور څخه پرته مسلمانان کړل سي مګر تر څو چي دغه ښځي مسلماناني سوي نه دي تر هغه وخته پوري له هغوی سره جماع کول ناروا دي. مګر د کفارو په برخه کي دا حکم دی چي ښځي او نارینه ماشومان یې اسیر سي او مال یې غنیمت سي. د هغوی ښځي او ماشومان باید اسلام راوړلو ته مجبور نه کړل سي. مګر که یې ښځي مسلماني نه سي هم له هغوی سره جماع کول روا دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاه محمود په دغه وخت کي د ایران او حتی د اصفهان د شاوخوا ښارونو په لاندی کولو او د خلک  په اېلولو لګیا وو او په دغه وخت کي د روسیې ، ترکیې او طهماسب له ګډو دښمنیو سره مخامخ سو.

په اصفهان کي د شاه محمود نوي تأسیس کړي دولت، چي د اېران په هیڅ طبقې کي یې ریښې نه وې ټینګي کړي او د اېران له ټولني سره یې هیڅ ډول مذهبي، ژبنی او کلتوري پیوند نه درلود؛ له دې ټولو مشکلاتو ترڅنګ په داخل کي د خپلو دوستانو له جدي اختلافاتو سره هم مخامخ سو چي هغه امان الله خان او اشرف وو*

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*  لارنس لاکهارټ لیکي چي امان الله لا د قزوین له پیښی څخه وروسته اصفهان ته نه وو رسېدلی چي اشرف له یوشمېر سپرو سره کندهار ته وتښتېدی. اشرف د اصفهان له سقوط څخه مخکي هم په نطر کي درلودل چي له شاه محمود څخه بېل سی خو هغه په ډېر زحمت د اشرف د بېلېدلو مخه ونیوله مګر دوهم ځل چي محمود ته د اشرف د تللو اطلاع ورسېده هغه دونه لیري سوی وو چي د محمود لپاره یې را ګرځول ممکن نه وه. لاکهارټ. ص ۲۲۷

بل ځای لیکي چي اشرف په خپلو پوځیانو کي دونه محبوبیت درلود چي هغوی څو ځله له محمود څخه وغوښتل چي اشرف له کندهاره راوبولي. بالآخره شاه محمود مجبور سو چي، د خپلي خوښي په خلاف، اشرف له کندهاره څخه راوغواړي. مګر دا وخت پر محمود باندي اندېښنو او ویري دونه غلبه کړې وه چي پر هر چا بدګومانه وو او په دې سلسله کي یې اشرف هم په سلطنتي قصر کي بندي کړ. هغه کتاب ص ۲۳۸

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاه محمود ته، د خپلو فتوحاتو په لړ کي، یو مهم ښار پاته وو چي باید تر کنټرول یې لاندي کړی وای. دا د یزد ښار وو چي محمود په ۱۷۲۱ کال کي د کرمان له محاصره کولو څخه وروسته ورسره مخامخ سو؛ خو څرنګه چي په هغه وخت کي د ښارونو د قلاګانو د ویشتلو وسایل او توپونه ورسره نه وه، نو د یزد د ښار محاصره یې هم، د کرمان په څېر، پرېښودله او د اصفهان پر لور روان سو.

د ۱۷۲۴ کال په پای کي د یزد خلکو پر هغو ۲۰۰۰ نویو برتۍ سویوافغاني عسکرو باندي حمله وکړه چي له کندهار څخه اصفهان ته روان ول او دا قوه یې ټوله له منځه وړې وه. په دې حساب نو یزد، له کندهار څخه د مهماتو او عسکرو د ترلاسه کولو په لاره کي پروت وو، او د محمود لپاره یې فوق العاده اهمیت درلود.

محمود پر ېزد باندي له حملې کولو څخه مخکي د هغه ښار له زردشتیانو سره تماس ټینګ کړ او هغوی د ښار له دننه څخه د همکارۍ ژمنه ورسره کړې وه. محمود په دغه اطمینان د یزد پر خوا رهي سو. د یزد خلکو له شاه محمود سره د زردشتیانو تماس کشف کړی وو او هغوی یې ټوله له منځه وړي وه. کله چي افغانانو پر ښار باندي حمله پیل کړه؛ د ښار له دنني څخه له هغوی سره مرسته ونه سوه. دلته د محمود په پوځ کي هم د خوراکي موادو کمبود وو او هم هوا دونه سړه وه چي په هغه علاقه کي د پوځیانو لپاره د زیات تم کېدلو لپاره امکان نه وو. محمود مجبور سو چي، د خوراکي موادو د ترلاسه کولو لپاره، د خپل پوځ یوه لویه برخه د یزد شاوخواته ولېږي. د یزد خلک چي د محمود د قواوو له ستونزو او شاوخواته له تللو څخه خبر سول نو له فرصت څخه یې ګټه واخیستله او پر محمود باندي یې له هري خوا حملې پیل کړې. دا حملې دونه ناڅاپي او د محمود د انتظار په خلاف وې چي د محمود پوځ یې د مقابلې توان نه درلود. د یزد خلکو نه یوازي د شاه محمود پوځیانو ته درانه تلفات واړول بلکه ډېری زیاتي وسلې او مالونه یې ورڅخه ونیول. دا حملې دونه ناڅاپي وې چي نیژدې وو محمود هم د یزد د خلکو لاسته ولویږي خو خپلو عسکرو یې نجات ورکړ. داکتر لاکهارت د انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ د نماینده له قوله لیکي چي محمود ځان په ډېر مشکل وژغوره او د خپل پوځ سره د کندهار پر لور روان سو؛ خو د پوځ افسرانو له دې اقدام څخه را وګرځاوه. محمود د جنوري پر اوومه اصفهان ته ورسېدی او خپلو پوځیانو ته یې وظیفه ورکړه چي یزد ته ټولي تللي لاري بندي کړي. لاکهارت. انقراض سلسله صفویه ص ص ۲۳۷-۲۳۸

دا یو عمومی فارمول دی چي له فاتح سره د فتوحاتو په وخت کي هیڅوک د مخالفت اظهار نه کوي او چي هرڅه فاتح وايی هغه په پټو سترګو منل کیږي. خو کله چي فاتح په یوه یا دوو میدانونو کي ماته خوري او له ستونزو سره مخامخ کیږي نو خپل نیژدې سلاکاران یې دلته هلته تبلیغ ورپسي کوي او د شکستونو پړه ورباندي اچوي. شاه محمود هم په کهګیلویه او یزد کي له سختو شکستونو څخه وروسته، خپل پخوانی برم له لاسه ورکړ او ملګرو یې هغه ته د ګوتي نیولو جرأت پیدا کړ. محمود، مخکي هم، پر خپلو دوو تر ټولو مهمو جنرالانو امان الله خان او اشرف باندي بد ګومانه وو؛ خو وروستیو پیښو نه یوازي هغوی ته بلکه هرچاته بدګومانه کړ. دا بدګومانی یې دونه سخته سوه چي له دربار او پوځیانو سره یې ارتباط وشلاوه او خلوت ته دننه سو. ویل کیږي چي هغه د خپل پیر او مرشد میاجي او یا ارمني پادریانو په مشوره عمل وکړ او خلوت ته دننه سو. تقریباً څلوېښت شپې او ورځي له خلوت څخه دباندي ونه ووت او کله چي له خلوت څخه را بهر سو نو رنګ یې دونه تغییر کړی او دونه ډنګر سوی وو چي له پېژندلو وتلی وو. په دغه وخت کي یې ناروغی نور زور هم پسي واخیست او دېوالونو، ونو، ډبرو او هرچاته به یې خبري کولې او چي هر څوک به ورنیژدې کېدل هغوی ته به یې ښکنځل کول او څوک له ویري ورنیژدې کېدلا نه سوای. په دغه وخت کي چا ورته وویل چي د شاه حسین صفوي زوی صفي میرزا له قصر څخه تښتېدلی او له طهماسپ میرزا سره یو ځای سوی دی. دې خبري دونه بده اغېزه ورباندي وکړه چي مخامخ د قصر خواته، چي شاه حسین او د صفوي خاندان نور غړي پکښی بندیان ول، ور روان سو.

محمود امر وکړ چي د صفوي کورنۍ ټول نارینه لاس تړلي ورته راولي. عسکرو یې، د  ده له امر سره سم، د صفوي کورنۍ ټول نارینه ورته راوستل او ده د ټولو د سرونو د پرې کولو امر وکړ او پخپله هم د کسانو په وژلو لګیا سو. شاه حسین چي د خپلي کورنۍ د غړو فریاد او نارې واورېدلی په ځغاسته د پیښي ځای ته ورغی او په دغه وخت کي دوو کشرانو هلکانو د هغه غیږي ته وروځغستل. شاه حسین په ژړا او زاریو محمود ته وویل چي ما مړکه خو دا دوه هلکان مه وژنه. ویل کیږي چي محمود په دغه وخت کي هم د توري ګوزار ورکړ خو هغه د شاه حسین پر لاس ولګېدی او کله چي محمود د شاه حسین ویني ولیدې نو د هغو هلکانو له قتلولو څخه تېر سو. په دې پېښه کي د وژل سویو کسانو شمېر چنداني معلوم نه دی او شمېر یې له ۱۳۰ تنو څحخه تر ۵۰۰ پوري اټکل کیږي.

له دې وروستۍ پیښي څخه وروسته د محمود لېونتوب ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدلو سو او د هغه د علاج کولو په لاره کي هیڅ کوښښ ځای ته ونه رسېدی. کله چي د افغانانو تمه د محمود له علاج څخه وشلېده نو له دې ویري چي هسي نه طهماسب ته اطلاع ونه رسیږي او پر اصفهان باندي حمله ونه کړي نو سیدال خان یې له ۸ زرو پوځیانو سره د هغه د احوال معلومولو لپاره د قزوین شاوخواته واستاوه. طهماسب دا وخت د تبرېز د ښار، چي ترکانو محاصره کړی وو، د ژغورلو په فکر کی وو او کله چي د قزوین پر خوا د سیدال خان د حرکت اطلاع ورته ورسېده نو پر سیدال خان باندي یې یوه سخته ناڅاپی حمله وکړه او هغه یې له خپلو قواوو سره اصفهان ته پر شاتللو ته مجبور کړ.

د شاه محمود حالات دومره خراب سول چي له سهاره ترماښامه به یې چیغي وهلې او د خپلو نیژدې کسانو د وژلو حکمونه به یې صادرول. خو ده چي به د خپلو لویو مامورینو او همکارانو د سرونو د پرې کولو حکومنه صادرول هغه به اکثراً نه عملي کېدل. ځکه چي د ده شیخ میاجي له  هغه څخه یوه شېبه نه جلاکېدی او هغه د محمود غلامانو ته حکم کړی وو چي هرکله محمود د چا د وژلو حکم صادرکړ د هغه له حضوره څخه ګوښه سی او یو ګړی وروسته ورته ووایاست چي حکم مو عملي کړی دی. که میاجي دغه کار نه وای کړی ښايی د ډیرو بېګناه خلکو ویني تویی سوي وای. ویلیم فلور. برافتادن صفویان ص ۲۶۱

نور نو افغانان ناهیلي سول او د محمود پر ځای باندي د پاچا د ټاکلو په فکر کي سول. ځینو ویل چي شاه حسین دي له کندهاره را وبلل سي خو څرنګه چي کندهار ډېر لیري وو او دوی د بل پاچا د ټاکلو لپاره ډېر وخت نه درلود نو پر اشرف یې جوړه وکړه او هغه یې له بندیخانې څخه را وایست. دوی غوښتل چي اشرف پر تخت کښینوي مګر د محمود طرفدارانو د قصر ټولي دروازې تړلي وې. اشرف او افغاني پوځیانو د قصر د دروازو د پرانیستلو لپاره له توپونو او توپکو څخه کار واخیست او قصر یې ونیوی. څرنګه چي محمود د اشرف پلار عبدالعزیز وژلی وو * نو اشرف وویل چي تر څو پوري د محمود سر ورته رانه وړل سي تر هغه وخته پوری به پر تخت باندي کښېناستلو ته زړه ښه نه کړي. او کله چي د محمود سر ورته راړول سو نو ایله اشرف آرام سو او تر هر څه مخکي یې د محمود د محافظینو، چي ۵۰۰ تنه کېدل، د وژلو حکم وکړ. A History of Afghan War in Persia pp155-157

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*  حیات افغاني او تواریخ خورشید جهان شاه اشرف د میرویس د دریم ورور عبدالقادر زوی بولي خو تاریخ سلطاني یې د عبدالعزیز زوی بولي. په هوتکنامه کي د شاه اشرف پلار ته اشاره نه ده سوې. زه پخپله په دې عقیده یم چي شاه اشرف باید د عبدالعزیز زوی نه وي ځکه چي که د عبدالعزیز زوی وای نو محمود به هیڅکله په داسي چا باور نه وای کړی، او نه به یې په پوځ کي لوړ مقام ورسپارلی وای، چي د هغه پلار یې وژلی وو. او شاه اشرف به هم له داسی یوه چا سره چي د ده  د پلار مستقیم قاتل وو ملګری سوی نه وای.

له میرویس خانه ترکندهاره ( اتمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.