نړیوال نظم: په تیوري او عمل کې
سرلیک: نړیوال نظم؛ تیوري او عمل
لیکوالان: کایل ایم لاسکیورېټس او مایکل پوزنانسکي
سرچینه: Oxford Research Encyclopedia of International Studies
د خپرېدو نېټه: ۳۱ اګست ۲۰۲۱
لنډیز چمتو کوونکی: نصیر احمد څپاند
۱. د نړیوال نظم تعریف
نړیوال نظم هغه حالت ته ویل کېږي چې د دولتونو او نورو نړیوالو لوبغاړو ترمنځ یو ډول ثبات، تکرار او منظم تعامل موجود وي. دا نظم د قدرت، اصولو، موضوعاتو او جغرافیې له مخې بېلابېلې بڼې لري.
۲. د نظم ډولونه (ابعاد)
بُعد کټګورۍ
ژورتیا نازک نظم / ژور نظم
بنسټ د اصولو پر بنسټ / د ځواک پر بنسټ
ساحه سیمهییز / نړیوال
موضوع یوازینۍ موضوع / څو موضوعي
۳. د نړیوال نظم د جوړېدو نظریې
په دې برخه کې دوه مهمې پوښتنې راپورته کېږي:
1. نظم څوک جوړوي؟ آیا ځواکمن دولتونه یې جوړوي که ټول مساوي نړیوال لوبغاړي؟
2. دا نظم ارادي (هدفمند) دی، که تصادفي (طبعي پایله)؟
ډول ځانګړنه
هېجمونيک هدفمند نظم، د ځواک تمرکز لري
مرکزي تصادفي نظم، خو د ځواک تمرکز لري
مذاکراتي هدفمند نظم، ځواک په پراخه توګه وېشل شوی
نامتمرکز تصادفي نظم، ځواک خپور او غیرمتمرکز دی
۴. د نظم بدلون او ړنګېدو لارې
ډول ځانګړنه
انقلابي بدلون چټک، ناڅاپي بدلون (جګړې، انقلابات)
ارتقایي بدلون ورو، تدریجي بدلون (اصلاحات، د نویو اصولو منل)
۵. مهم مفاهیم
نړیوال نظم (International Order): یو منظم حالت چې د نړیوالو اړیکو اساس جوړوي.
هېجموني (Hegemony): د یو ځواکمن دولت غالب حاکمیت.
د ځواک توازن (Balance of Power): د دولتونو ترمنځ د ځواک برابري.
سلسلهيیز جوړښت (Hierarchy): یو ډول طبقاتي جوړښت په نړیواله کچه.
نړیوال حکومتولي (Global Governance): د نړیوالو ادارو او اصولو مجموعه.
د اروپا کنسرت (Concert of Europe): د اروپا د قدرتونو ترمنځ د نظم یوه تاریخي بڼه.
لېبرال نړیوال نظم (Liberal International Order): پر اصولو، بازار اقتصاد، او نړیوالو همکاریو ولاړ نظم.
۶. پایله
نړیوال نظم د قدرت، اصولو او متقابل همکاریو پر بنسټ رامنځته کېږي. دا نظم د نړیوال ثبات د تأمین ترڅنګ، د دولتونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی هم تعریفوي. نړیوال نظم یوه ساکنه یا تلپاتې بڼه نه لري، بلکې د سیاسي، اقتصادي او جغرافیایي بدلونونو پر بنسټ تل په بدلون کې وي.
یادونه
ګرانو لوستونکو!
زما موخه دا ده چې تاسې ته د دغه مهم علمي اثر یوه لنډه، روانه او ګټوره خلاصه وړاندې کړم. زه مسلکي ژباړن نه یم، بلکې دا لنډیز مې د مطالعې پر بنسټ ژباړلی دی. که دا اثر په بشپړ ډول مسلکي ژباړل شي، نو دا به د سیاستوالو، څېړونکو او پوهانو لپاره خورا ګټور معلومات ولري. مطالعه مه هېروئ!
اصلي سرچینه:
ResearchGate – Full Article
د روسیې لهخوا د اسلامي امارت (ا.ا.ا) د رسمیت پېژندنې مخالفین او احتمالي اغېزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.