ممکن دا اقدام د ډېرو لپاره حیرانوونکی وي چې روسیه، سره له هغو ژور ژیوپولیتیکي ابهامونو چې د طالبانو د اصلي هویت، د امریکا له خوا د یادې ډلې د تمویل سابقې، د افغانستان پر خاوره د ترهګرو شبکو حضور، او د امریکا د میلیاردونو ډالرو پانګونو د یوشبه لهمنځهتلو سره تړاو لري، دا ډله رسماً په رسمیت وپېژني. همداراز، د روسیې متضاد دریځونه چې کله د منځنۍ آسیا د ثبات لپاره د طالبانو له ګواښونو اندېښنه ښيي او کله یې هڅوي، دا پیچلتیا لا ژوره کوي.
په همدې حال کې، د چین، ایران، پاکستان، امریکا، ترکیې او عربي هېوادونو له لوري پر دې قضیه ژور سکوت، دا وضعیت لا ډېره معنا لرونکې پوښتنه راولاړوي: ولې روسیه غواړي په افغانستان کې خپلې ژیوپولیتیکي ریښې لا ژورې کړي، پداسې حال کې چې طالبان د امریکا د ستراتېژیکو پروژو محصول ګڼل کېږي؟
د لیکوال له نظره، د لویو قدرتونو ترمنځ د نفوذ ساحو وېش، د پټې همکارۍ جوړښتونه، او د ظاهري سیالۍ ترشا تفاهمات، د معاصر نړیوال سیاست د درک اساسي کلیدونه دي. د عمومي تصور پر خلاف، د لویو قدرتونو ترمنځ رقابت تل د ښکاره دښمنۍ بڼه نه لري، بلکې اکثراً د ګټو د مدیریت لپاره پټ میکانېزمونه فعال کېږي. روسیه او امریکا، د نړیوالو بحرانونو د مدیریت په برخه کې له پراخو تجربو سره، دا ډول تفاهمونه د ستراتېژیکو اهدافو د تحقق لپاره یوه معقوله وسیله بولي.
په همدې بڼه، ظاهري تقابلونه لکه د اوکراین، سوریې او افغانستان قضیې، تر یوې کچې د روسیې امریکا ترمنځ د پټو توافقاتو سیوري دي. دا دوهقطبيسازي پروژه، هڅه ده چې د نړیوال نظم د بیا جوړښت لپاره داسې چاپېریال رامنځته شي چې د دواړو قدرتونو لپاره هژمونیکه فضا تضمین کړي. دا کار د یو واقعي څوقطبي نظم، چې چین او نور نوې زېږېدلي ځواکونه پکې برخهوال وي، د تحقق مخه نیسي.
د دواړو قدرتونو ترمنځ دا همغږي نوې نه ده؛ د ۱۹۸۰مې لسیزې د افغانستان جګړه، د سوریې د کورنۍ شخړې مدیریت، او حتی د اوکراین جګړه، هغه بېلګې دي چې دواړو لورو پکې له کړکېچونو د ګډو اهدافو لپاره استفاده کړې ده. د داعش ظهور، د القاعدې بیا فعالول، او د ترهګرۍ نړیوالو شبکو پراخېدل، په حقیقت کې د همدغو تفاهماتو پایلې دي، چې د ختیځ بلاک د بېثباته کولو په هدف عملي کېږي.
کلیدي پوښتنه داده: ولې امریکا، سره له دومره پراخو پانګونو او ستراتېژیک حضور، افغانستان شپه تر بلې پرېښود؟ ایا دا عقلاني ده چې امریکا دا ستراتیژیک موقعیت روسیې ته وسپاري؟ که دا وضعیت له واقعي زاویې وکتل شي، نو ځواب د یو پټ جوړجاړي په بڼه راڅرګندیږي: جوړجاړی چې موخه یې په آسیا کې د چین د پراخېدونکي نفوذ مخنیوی او د ژیوپولیتیکي توازن بېرته د دوهقطبي نظم پر محور راوستل دي. د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه، همدا پروژه پیاوړې کوي؛ څو طالبان د فشار د یوه نیابتي وسیلې په توګه د چین، ایران او نورو خپلواکو سیمهییزو لوبغاړو پر وړاندې وکارول شي.
په همدې چوکات کې، مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، منځنی ختیځ او پخپله چین، د دې مدیریت شوې دوهقطبيسازۍ قیمت پرې کوي. دا قیمت د نیابتي ترهګرۍ په پراخېدو، د امنیتي فضا په بېثباتۍ او د اقتصادي پرمختګ د سټراټیژیکو لارو د بندښت په شکل تمثیلېږي. دا ګډ پروژه، نه یوازې د چین د اقتصادي نفوذ او د “یو کمربند یو سړک” طرحې پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، بلکې د اروپا، منځنۍ آسیا او چین ترمنځ د هر ډول ستراتېژیک اتصال مانع هم ګرځي.
پایله دا ده: د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه باید یوازې د یوه مستقل ژیوپولیتیک تصمیم په توګه تعبیر نه شي، بلکې دا هغه همغږې شوې تګلاره ده چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د پټې همکارۍ د یوې برخې په توګه، د نړیوالو بحرانونو د مدیریت لپاره عملي کېږي. دا یوه سنجول شوې هڅه ده څو د چین په څېر نویو قدرتونو ته د لویو معادلاتو د تعریف فرصت ور نه کړل شي. روسیه، چې نه غواړي د چین تر سیوري لاندې پاتې شي، له امریکا سره پټ تفاهمونه تعقیبوي څو یو داسې نظم رامنځته کړي چې یوازې د دواړو هژمونیکو قدرتونو ترمنځ د نفوذ وېش تضمین کړي یو نظم چې نه ایران، نه چین، او نه بل کوم خپلواک ځواک پکې فعاله ونډه ولري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.