نن د مې درېیمې د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، یوناما هېواد کې له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي، رسنۍ او خبریالان د یوې فعاله ټولنې بنسټ جوړوي او باید د دوی رول خوندي وساتل شي.
د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن (شنبه، ثور ۱۳مه) د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې محدودیتونو او اقتصادي ناخوالو مالوماتو ته لاسرسی ګواښ سره مخ کړی او دغه سازمان له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې رسنۍ له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور او ښې حکومتولۍ لپاره اړینې دي، په داسې حال کې چې افغانستان کې ازاده او خپلواکه رسنۍ زوال سره مخ دي.
خبرپاڼه کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په خبره ویل شوي چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ارزښتناکه رول په ګوته کوي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.