بروکسل – د اروپایي کمېسیون د مشرې اورسولا فون ډېرلاین هغه پلان چې د دفاعي بودیجې د زیاتولو لپاره د ۱۵۰ میلیارده یورو د پور اخیستلو وړاندیز کوي، د جنوبي اروپا هېوادونو د مخالفت له کبله له ستونزو سره مخ شوی دی.
فرانسه، ایټالیا، او اسپانیا د دې پلان پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی او د پور پر ځای یې د اروپايي اتحادیې له ګډ صندوق څخه د مالي مرستو غوښتنه کړې ده. د دغو هېوادونو په وینا د پورونو زیاتېدل د دوی اقتصاد ته زیان رسولی شي او د هغوی د مالي ثبات پر وړاندې لوی خنډ دی.
د ایټالیا صدراعظمې جارجیا میلوني په دې اړه ویلي: “د فون ډېرلاین پلان د غړو هېوادونو د ملي پورونو پر بنسټ ولاړ دی، چې د جنوبي اروپا هېوادونو اقتصادونه یې د لا زیات فشار لاندې راولي.”
په ورته وخت کې، آلمان او د شمالي اروپا نور هېوادونه د دې نظر مخالف دي او د ګډ پور پر ځای د ملي بودیجو د کارولو غوښتنه کوي. د هالنډ صدراعظم ډیک سهوف ویلي: “د یورو بانډونو ته هېڅ اړتیا نشته.”
فون ډېرلاین دا پلان د اوکراین د جګړې له امله د اروپایي دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره وړاندې کړی و. د دې پلان موخه د وسلو د ګډې پېرودنې، د دفاعي بنسټونو د تقویې، او د اروپایي اتحادیې د ځان بسیاینې زیاتول دي.
ایټالیا او اسپانیا هم غوښتنه کړې چې د نظامي بودیجې اصول پراخ شي او په کې د سایبري امنیت، سرحدي کنټرول، او د مهمو تأسیساتو د خوندیتوب لپاره لګښتونه هم شامل شي. دوی همدارنګه د مالي اصولو د نرمولو غوښتنه کړې ده، څو د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو کې د دفاعي لګښتونو زیاتوالی توجیه شي.
تمه کېږي چې د دې کړکېچ د حل لپاره به د اروپایي اتحادیې په راتلونکي سرمشریز غونډه کې، چې په جون کې ترسره کېږي، د دې پلان په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.