په ترکیه کې مظاهرې او تاوتریخوالی؛ د پولیسو له خوا سلګونه کسان نیول شوي دي

239

د ترکیې په څو لویو ښارونو کې د اپوزیسیون د پلویانو له خوا مظاهرې شوې دي، چې د پولیسو اومظاهره‌چیانو ترمنځ یې سختې نښتې رامنځته کړې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په استانبول، انقره، ازمیر، ادانه، انتالیا، چناق‌قلعه، اسکی‌شهیر، قونیه، او ادرنه ښارونو کې د مظاهرو پر مهال ۳۴۳ کسان نیول شوي دي.

په استانبول کې د پخواني ښاروال امام اوغلو له نيولو وروسته مظاهره‌چیان د حکومت د سیاستونو پر ضد شعارونه ورکوي او د بیان د آزادۍ، د سیاسي فشارونو د پای ته رسېدو، او د عادلانه چلند غوښتنه کوي.

د مظاهرو پر مهال د پولیسو له خوا د مرچکو ګاز، اوبو توپونو، او د نیولو سختو اقداماتو کار اخیستل شوی، چې د مظاهره‌چیانو د سختې غوسې لامل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپل بیان کې ویلي دي چې هېڅکله به هغو کسانو ته د ګډوډۍ او پارونې اجازه ورنه کړل شي، چې غواړي د ټولنې نظم ګډوډ کړي او د ملت امن ته زیان ورسوي.هغه زیاته کړه: “زموږ پولیس چې د سولې او امنیت تضمین کوونکي دي، شپه او ورځ د خپلې دندې په ترسره کولو بوخت دي.”

د کورنیو چارو وزارت په وینا د نیول شویو کسانو شمېر لا زیاتېدو په حال کې دی، او د هغوی د دوسیو د ارزونې چارې روانې دي.
په داسې حال کې چې د مظاهرو شدت ورځ تر بلې ډېرېږي، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د ترکیې د مظاهره‌چیانو د حقونو د خونديتوب غوښتنه کړې ده او د حکومتي اقداماتو د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د مظاهرو لړۍ لا هم روانه ده او شنونکي باور لري چې د ترکیې سیاسي کړکېچ ښایي د لا زیات کړکېچ او ناورین لامل شي، که د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ ژر کوم حل و نه موندل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.