د افغان پوځ یوه پخوانۍ افسره اوس په پاکستان کې بولاني پلوري

333
د افغانستان د ملي اردو یوه پخوانۍ افسره اوس په پاکستان کې بولاني پلوري.

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي اردو یوه افسره چې غوښتل یې د پوځ په لیکو کې تر لوړو پوړونو ورسیږي، د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته کډواله شوې او اوس په پاکستان کې د سړک په غاړه بولاني پلوري.

مېرمن محمد وايي په پوځ کې د خدمت پر وخت راتلونکي ته هیله منه وه خو اوس یې دغه هیله مړاوې شوې ده. هغه کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته، نیمروز او له هغه ځایه ایران ته ولاړه.

مېرمن محمدي چې له امنیتي ډاره نه غواړه خپل بشپړ هویت څرګند کړي، امریکا غږ ته وویل: “ایران کې مې ډېر سخت ژوند وليده، ډېر نا امنه ځای دی هلته یوازې انجلۍ ته په بد نظر کتل کیږي.”

په ایران کې د اتو میاشتو سختو شپو او ورځو تیرولو وروسته، بې کار او روزګاره، محمدي وايي د ژوند تیرولو لپاره یې پیسې نه لرلې او پاکستان ته یې مخه کړه.

وايي د پاسپورت او ویزې پرته د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ولاړه او د مهاجرت د اسنادو نه لرلو له کبله اوس یې هلته هم ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.

محمدي وویل: “ستونزې مو ډېري دي، پرته له اسنادو ژوند کوم. [د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې] یو ان ایچ سي ار هم زموږ پوښتنه نکوي، وايي ځانته پاسپورټ او وېزه واخله. دلته ټول رواني ستونزې لري. فکر او حافظه مې خرابه شوې، هر څه رانه هيريږي.”

افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلې لا زیاته شوې ـ ملګري ملتونه

دغه ۲۵ کلنه پخوانۍ افغانه افسره د تیرو دوو کلونو راهیسې د شریک سره د سړک په غاړه بولاني پلوري. هغه وايي: “ریړۍ مو د میاشتې په ١٥ زره کلدارې اخیستې چې نيم هغه ورکوي او نيم زه. که د ورځې ١٠٠ وګټو ٥٠ د هغه ٥٠ زما. اقتصادي ستونزې ډېري دي نو ځکه دې ته اړه يم چې یو نجلۍ یم بیا هم ځم او په سړک کار کوم.”

مېرمن محمدي حربي پوهنتون لوستلی او غوښتل يي چې د خپل مرحوم پلار په څېر ډګرواله شي.

هغې امریکا غږ ته وویل: “موږ زده کړه وکړه، زحمت مو وکړو نظامي پوهنتون مې ولوست چې مسلکي واوسو او خپل هیواد ته خدمت وکړو. نظامي پوهنتون لوستو سره بې موخې نه وم ، زما موخه دا وه چې د پلار لاره تعقیب کړم زما پلار یو ډګروال و چې شهید شو. ما غوښتل چې زه هم ډګرواله شم او د خپل پلار هیله پوره کړم. خو اوس څوک هم زموږ غږ نه اوري ، ولي؟ دا ولي باید موږ د نړيوالې ټولنې څخه وپوښتو.”

غیر حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ ‘د طالبانو تازه پرېکړه د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کوي’

محمدي د افغانستان اوسني وضعیت ته خواشینې ده او وايي: “زه چې خپل بیرغ وینم نو هډوکي مې سوځي. موږ میاشتې او کلونه په دښتو او غرونو وګرځېدو، او نن موږ خپل ملي سرود نشو اورېدلای، ولي؟”

د افغانستان دا پخوانۍ پوځي افسره وايي، په هېواد کې د تیر نظام سقوط په ځانګړي ډول پر افغان نظامیانو ډیره ناوړه اغیزه کړې ده.

هغه وايي: “موږ نظامیان په ډېر بد وضعیت یو. [د حکومت د سقوط] هغه ورځې چې ماته يادېږي زه بېهوښه کېږم ځکه دې سقوط پر موږ ډېر فشار راوړی دی.”

په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان د زرګونو نورو ښځو ترڅنګ ګڼ شمېر د پوځ افسرانې هم ګډوالۍ ته اړې شوي چې یو شمېر یې اوس وايي خپل راتلونکي ته هیله منې ندي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ / ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.