ماشومانه اندیښـنې

430
مونږ ماشومان څنګه پلرونو ته دعا وکړو؟
په جنګ کی ښکیلو نه د سولی تقاضا وکړو؟
څنګه له دوی نه د ژوند امن او امان و غواړو؟
له  لـیـــونو څــنـګـه د مـیـــنې تـمـــنـا وکــړو؟د دوی غـرور زمونږ راتلونکی ژوند په اورسیزی
خـپلو بچـو سره یی سـم زړه د هـر مـور ســیزلی

زمونږ راتلونکی نیکمرغې جنګ ته بهانې جوړوې
د  بـد بختـې د پـاره مـونـږ ته خـزانې جـوړوی

تنـور د کرکې ټه په زور خپل ماشومان اچـوی
د فـرعـونی خاصیت ظهور ته افسـانی جوړویزور چـلونکی دي  له مخـی دښــمنان  د اولاد
جنګ جوړونکی دي بی شکه  قاتلان د اولاد

ځمکه ښـایسته ده ، هوا ښکلې ده اسمان ښکلی دی
‎د خدای په ټول خلقت کی هرڅه نه انسان ښکلی دی

دي واکـمنـانو له انسـان انسـانیت  لـوټ کـړی
د دوی نظر کښی استبداد ښه دی شیطان ښکلی دیځمکه کښی اور بلوی اور کښی خپل بچیان سیزي
د وحشــتونو  په  تجویز واړه  جـهــان ســیزی

د مـستـبـد پـلار په قـدم بانـدی قـدم  نه  اخـلـو
د نن فـرصت نه سبانۍ ورځی ته غم نه اخلو

ځانته سـوچه لارې ټاکو مونږ په غلطو نه ځو
لاس کښی د ژوند د پاره نورڅه بی قلم نه اخلواسـتـبداد مری که اسـتـبداد باندی ایمان  نه وی
زړونه ودریږی که په زړونو کی ارمان نه وی

اګست/۲/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.