ښار او ښامار

صدیق کاوون

790
لا د سرونو د بازار قصه روانه ښکاري
د ښکلو ښار کې د سنگسار قصه روانه ښکاري
لا خو ووريږي پر گلپاڼو د سکروټو باران
د سوزېدلي لاله زار قصه روانه ښکاري
د تالا شوې قافلې د راتلو تمه نشته
د سرخوړلي انتظار قصه روانه ښکاري
عمرونه تېر شول خو تقدير دلته تغيير و نه کړ
لا د غلام او د بادار قصه روانه ښکاري
بيا يې خورجينه کې فتوا د تکفيرونو راوړه
د شيخ پر خوله باندې د دار قصه روانه ښکاري
هر مازديگر باکره پېغله قربانۍ ته لېږي
د ښار پر شونډو د ښامار قصه روانه ښکاري
بيا يې د زړونو په کعبه کې بتان ودرول
لا د قبول او د انکار قصه روانه ښکاري
ماته یوه وايي خو تا باندې بيا بله کوي
تر څو به ياره د دې يار قصه روانه ښکاري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.