ننګرهار کې سږکال نارنج ګل مشاعره څرنګه وه؟
د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره سږ کال هم پر واکمن نظام له نیوکو، غوښتنو او ستاینو سره مله وه. د مشاعرې ماحول تر ډېره د طالبانو ترانو، او د امریکا د ماتې کیسو نیولی وو، خو پر طالبانو نیوکې هم د شعر په ژبه وړاندې شوې.
د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره سږ کال هم پر واکمن نظام له نیوکو، غوښتنو او ستاینو سره مله وه. د مشاعرې ماحول تر ډېره د طالبانو ترانو، جهادي زمزمو او د امریکا د ماتې کیسو نیولی وو، خو پر طالبانو د عام ولس نیوکې او غوښتنې هم پکې د شعر په ژبه ځینو شاعرانو په کنايي او ځینو په واضحو لفظونو کې رانغښتې وې.
په مشاعره کې د موسیقۍ او ښځینه شاعرانو نه شتون د خلکو له پاره لکه د تل په څېر پوښتنه او اندېښنه وه.
ځوان شاعر تسل مظلومیار نیازي په خپل شعر کې په واضحو ټکو طالبانو ته دا پیغام ورکړ چې د دغې ډلې حکومت د زده کړو مخه نیولې او د زده کوونکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندوي.
حق د تعلیم له نجونو څله اخلې
باور دې وشه ضرورت دی ورته
نوره له تانه تمه هېڅ نه لري
بس که کوې، نو دا خدمت دی ورته
هغه پر واکمنې ډلې نیوکه کوله، چې که د تېرو حکومتونو پر وخت ډېر لوستي ځوانان بې دندو ګرځېدل، د طالبانو په حکومت کې هم ورته پام نه کېږي او ادارې نالوستو نیولي دي.
نالوستي خلک پر څوکیو ناست دي
تعلیم یې نه شته واسطې چلوي
لوستي ځوانان هم جمهوریت کې غرق وو
په امارت کې هم رکشې چلوي
د کونړ یوه ځوان شاعر جمال ثاقب بیا په کنايوي الفاظو کې طالبان راننګول، چې پر ناسم لوري روان دي او ولس له بد حالته سره مخ دی.
په سرو وینو مو ګذران دی پیغمبره
ژوند پر بل لوري روان دی پیغمبره
ستا دعوه کوو خو ستا پر لاره نه ځو
مسخ شوی مو ایمان دی پیغمبره
هغه په هيواد کې روانې تراژیدۍ ته په اشارې د خلکو بد وضعیت په دې څو بیتونو کې پیېلی و، چې د مشاعرې فضا یې بدله او خاموشه کړه.
وطن د سپینې سولې سپین کفن کې وپېچل شو
او لکه مړی د ژوند شور ورباندې نه ښکارېږي
ځینو شاعرانو د طالبانو اوسنی حکومت ستایلی او دا یې د دوی په ټکو، د خلکو د خوښې نظام بللی دی. د نارنج ګل ستاینه، پسرلي ته هرکلی، مینه او عشق هغه نور موضوعات وو، چې شاعرانو یې په اړه شعرونه وړاندې کړل.
یو شمېر شاعرانو بیا په خپلو طنزیه شعرونو کې د مشاعرې د ګډونوالو پر خولو یوه شېبه خندا خپره کړې وه.
پر خواله رسنیو ګڼو شاعرانو او فرهنګي څېرو سږنی نارنج ګل نقد کړی او دغه مشاعره یې یوازې د واکمنو د ستاینې له پاره یو جوړ شوی بنډار بللی.
وتلي شاعر حفیظ همیم پر خپلې فیسبوکپاڼه لیکلي: «په نوره دنیا کې چې یوه ادبي غونډه، سیمنار او یا مناسبت د نارنج ګل مشاعرې عمر ته ورسېږي، د نړۍ له پاره د ادبیاتو پر معتبرو منابعو بدلېږي او معتبرې ادبي جایزې ویشي. خو نارنج ګل اوس هم د شعار او سرکار په ګرو کې ده. لږ تر لږه دا شل کاله خو یې زه تعقیبوم چې همدا وضعیت لري. که سل شعرونه پکې ویل کېږي نو ۹۵ یې داسې وي چې هېڅ ادبي ارزښت نه لري. »
ځینو شاعرانو لیکلي وو، چې مشاعرې ته نه دي غوښتل شوي او ځینو نورو بیا په دې پار له ورتګه انکار کړی وو چې ګنې د نارنج ګل هغه پخوانۍ مزه نه ده پاتې.
نارنج ګل مشاعره کې ګډونوالو پر خواله رسنیو لیکلي چې طالبانو شعرونو ته چکچکې بندې کړې وې او په ځلونو به یې له ناستو خلکو غوښتل چې د چکچکو پر ځای دې له دوی سره تکبیر بدرګه کوي؛ خو خلکو یې پروا نه ده کړې.
په تېر کې به دې مشاعره کې بېلابېلې مېلې، نندارې او موسیقۍ پروګرامونه جوړېدل؛ د هيواد تر څنګ به ورته له پښتونخوا هم ګڼ شاعران او فرهنګي څېرې ورتلې.
دغه مشاعره او مېله د چهارشنبې په ورځ پر دوو بجو پیل او تر تېر ماخوستنه یې دوام کړی دی.
امید دیدار، دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.