زمونږ په ټولنه کې به زموږ کافران ډیر وي، که به د خدای کافران ؟؟؟
که دي نیکټایې واچول، د يهودو او نصاراوو سره دې مشابهت راغلی، کافر سوې!
که دې پینټ شرټ واغوستی، د کفارو لباس دی، بیا خبره مشابهت ته ورسېده کافر سوې!
که دې ږیره وخریل، فاسق يې که دې دوام پر وکړی او ځان ته دي روا بلل ګناه کبیره ده، کافر سوې.
که لوڅ سر وګرځيدې، د منافقانو سره مشابهت دی منافق شوي.
که دې ویښتان په سټايل جوړ کړه بيا هغه کيسه ده.
که په کفري هیوادونو کې حلاله مزدوري کوې بيا هم چندان مسلمان نه يې د عقيدې په لحاظ.
که د جمهوریت یا د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې ژوند کوې مرګ دې جواز دارد.
که دې د هیواد دپرمختګ او ابادۍ خبره وکړه وطن پرسته خلقي سوې.
که دې په بدعتيانو، درواغجنو، خرافاتو، او د درواغو قیصي ویونکو ملایانو پسې خبره وکړه سيکولر سوې.
که دې په جعلي پیرانو پسې خبره وکړه يا دې محض د پير صاحب ته د شک په سترګه وکتل کافر سوې.
که دې د کوم امام تقلید کوی مشرک سوې.
که دې د کوم امام تقلید نه کوی خوارج سوې.
که سلفی یا اهل حدیث وي خوارج سوې.
که دې لوڅ سر یا د بوټانو سره لمونځ وکړی لا دينه سوې.
که دې په تشناب کې د ضرورت لپاره د قضا حاجت پر وخت شمعه بله کړه مجوسي سوې.
اودس به په لوټه وچوي، که دې اودس په تشناب کاغذ وچ کړی د سپين کاغذ بې حرمتي دې وکړه کافر شوې.
که په فیسبوک کې انجلۍ یا ښځه درسره ملګرې شوه بد اخلاقه شوې.
یو هغه مستعار اکونټونه ځنې استثنا دې چې صوفیان یې چلوونکی دې د هغوئ سره ملګرتيا مباح ده (مانا نه ثواب لري نه عذاب)
په فیسبوک کې به اسلامي پوسټونه کوي، که دې نور معلوماتي پوسټونه، لکه تعليم صحت، اقتصادي کول ژوند دې عبث تير شوی.
که دې ورسره بحث سو د مقابل لوري پردې تپل سوې پوچه مفکوره که دې نه ورسره منل ملحد شوې.
د اسلام په نامه به یې تجارت شروع کړی وي، مسلمانان به دوکه کوي، که تاسو د مسلمانانو د پوهيدو لپاره حق خبره وکړه، د ده دوکانداري دې ور خرابه کړه کافر شوې.
نوټ: لطفاً یو پر بل د کفر ټاپې مه وهئ یو مو الله، یو مو رسول، یو مو قرآن، یو مو ایمان، یو مو هیواد دی!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.