په فیسبوک کي د گواښونو د څانگي پلټونکو له رویترز سره په مرکه کي ویلي چي هکرانو له پاکستانه د افغانستان د مخکني حکومت تر سقوط مخکي د څو میاشتو په ترڅ کي هغه کسان ترهدف لاندي راوستي ول چي د مخکني حکومت سره په ارتباط کي ول.
فیسبوک ویلي دي چي د هکرانو دغه ډله په امنیتي صنعت کي د «سایدکاپي» تر نامه لاندي پیژندل کیږي او هغه لینکونه چي یې له میزبان وبسایت سره شریک کړي، د هغو له لاري کولای سي د خلکو تیلیفوني دستگاوي او کمپیوترونه ترنظر لاندي ونیسي.
فیسبوک ویلي دي چي په هغو کسانو کي چي ترهدف لاندي نیول سوي، په مخکني حکومت پوري مربوط کسان، پوځیان او په کابل کي د قانون د تنفیذ کارکوونکي شامل دي. فیسبوک ویلي دي چي «سایدکاپي» یې په اگست میاشت کي له خپل پلتفورم څخه حذف کړې ده.
فیسبوک چي اوس یې خپل نوم «میتا» ته اړولی ویلي چي د هکرانو نوموړي ډلي، په دغه ټولنیزه شبکه کي د ځوانو نجونو په جعلي څېرو سره یې حسابونه جوړ کړي ول، ترڅو «د میني د اظهارولو په درواغو» سره د خلکو اعتماد ځانته راجلب او تر نظر لاندي کسان د مخربو اپلیکشنونو دانلود او یا هم پر لینکونو باندي کلیک کولو ته راوبولي. د فیسبوک په خبره دغه هکران د خلکو د بې لاري کولو او د هغوی د فیسبوک حساسو ارقامو ته د لاس رسي له لاري، قانوني ویبسایتونو ته هم ننوتلي دي.
د فیسبوک د سایبري جاسوسۍ د پلټنو رئیس، مایک دویلیانسکي ویلي دي: «دا تل زموږ له پاره سخته وي چي اټکل وکړو چي د هکرانو نهايي هدف څه دی.» هغه زیاتوي: « موږ په دقیق ډول نه پوهیږو چي کوم کسان تر دغو هکري بریدونو لاندي راغلي او یا هم د هغوی نهايي نتیجه څه وه.»
د آنلاین ډېر پلتفورمونو او د فیسبوک، تویتر، گوگل الفابت شرکت، لینکدن او مایکروفاست شرکت په شمول د ایمیل خدماتو ویلي دي چي د افغان کاروونکو د حسابونو د تړلو له پاره یې ځیني اقدامات هغه وخت سرته ورسول چي طالبان په چټکۍ سره واک ته ورسېدل.
فیسبوک ویلي دي چي د هکرانو دغه فعالیت یې چي د اپریل او اگست په میاشتو کي ډیر سوی وو، په افغانستان کي د خپلو کارکوونکو د امنیتي اندیښنو له امله او همدارنگه د هکرانو شبکې په اړه د لا ډیرو پلټنو د اړتیا له امله نه دی رسوا کړی. فیسبوک دغه اطلاعات د تخلیې تر عملیاتو وروسته د امریکا متحده ایالاتو له خارجه وزارت سره شریک کړي دي.
پلټونکو همدارنگه ویلي دي چي فیسبوک تیره میاشت د هکرانو د هغو دوو ډلو حسابونه غیرفعال کړل چي د سوریې د هوايي ځواکونو له جاسوسانو سره په ارتباط کي ول.
فیسبوک ویلي دي چي دغي ډلي چي د سوریې په الکترونیک پوځ باندي مشهور دی، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چي له حاکم رژیم سره په مخالفت کي ول، تر هدف لاندي نیولي دي، او دا په داسي حال کي چي یوې بلي ډلي بیا د سوریې په خپلواک پوځ پوري شورشي ډلي مربوط کسان او د پوځ پخواني کارکوونکي چي د رژیم له مخالفو ځواکونو سره یو ځای سوي ول، تر هدف لاندي نیولي دي.
د فیسبوک د نړیوالو گواښونو د څانگي رئیس دیوید اگرانویچ ویلي دي چي د سوريې او افغانستان مثالونه ښيي چي جاسوسي ډلي په شخړو کي له گډوډیو څخه استفاده کوي، دا ځکه چي په داسي یوه حالت کي امکان لري داسي کسان لا ډیر له ناوړي گټي اخیستني سره مخامخ سي.
دغه شرکت ویلي دي چې په سوریه کي د هکرانو دریمي شبکې چي د سوریې په حکومت پوري اړه لري او په نوامبر میاشت کي حذف سوه، اقلیتونه، د بشري حقونو فعالان او د سوریې د حفاظتي واحدونو او مدني دفاع سازمان غړي یا سپین خولۍ تر هدف لاندي نیول.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.