د کووید۱۹ واکسین جوړونکي کمپنۍ په ثانیه کې څو ډالره ګټي؟

1,540

د واکسین د یوه نړیوال ائتلاف څېړنې ښيې چې د بایونتیک، فایزر او مودرنا شرکتونه د کرونا واکسین د تولید له درکه په هره ثانیه کې ۱۰۰۰ امریکایي ډالره عاید لري.

د «خلکو واکسین» په نامه ائتلاف د بایونتیک، فایزر او مودرنا شرکتونو د لګښت او عاید په اړه د کاري رپوټونو د اسنادو تر ارزونې وروسته موندلې ده چې دغه درې شرکتونه د کرونا واکسین له درکه په هره ثانیه کې زر امریکایي ډالره ګټه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ۹۸ سلنه د بې وزله هیوادونو اوسیدونکي په بشپړ ډول نه دي واکسین شوي.

نوموړي ائتلاف د دغو شرکتونو تر اندازې زیاتې ګټې له امله شکایت کړی دی او ویلي یي دي چې اوس هم په افریقا کې د ډېرو هیوادونو اتباع نه دي واکسین شوي.

دې ائتلاف د کرونا واکسینونو د تولید انحصار کولو حق د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د «خلکو واکسین» ائتلاف چې د اکسفام او له ایډز ناروغۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ګډ پروګرام په څیر د ۸۰ سازمانونو څخه جوړ دی د فایزر او مودرنا امریکایي شرکتونو او بایونتیک آلماني شرکت درې میاشتني او نهه میاشتنې رپوټونه ارزولي دي.

د دغه ائتلاف د ارزونې له مخې مخکې د مالیاتو له محاسبې څخه د دغو شرکتونو مجموعي کلنی عاید یوازې د کرونا واکسینونو له درکه ۳۴ بیلیونه ډالرو ته رسیږي.

د دې ارزونې له مخکې دغه شرکتونه په ورځ کې ۹۳،۵ میلیونه ډالره او په هره ثانیه کې ۱۰۰۰ ډالره عاید لري.

د «خلکو واکسین» ائتلاف او افریقا ائتلاف د یوه غړي معاذ ثیوم په وینا، د فایزر، بایونتیک او مودرنا شرکتونه د واکسین د تولیدولو انحصاري حق څخه په استفادې له شتمنو هیوادونو سره د ښه عاید لرونکو قراردادونو لاسلیک کولو ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: «دغو شرکتونو له خپل دا ډول چلند سره یوه بشپړه لویه وچه له پامه غورځلې ده.»

د «خلکو واکسین» ائتلاف ویلي دي چې د فایزر او بایونتیک شرکتونه چې په ګډه د کرونا واکسین تولیدوي په مجموع کې پر افریقایي اتحادیي ۵۰ میلیونه دوزه واکسین پلورلی دی او د مودرنا شرکت بیا پر دغې اتحادیي ۱۵ میلیونه دوزه واکسین پلورلی دی.

د دغو واکسینونو د استولو معیاد د روان میلادي کال پای دی، خو تر اوسه پورې د دغو شرکتونو یو دوز واکسین هم افریقا ته نه دی رسیدلی. دا په داسې حال کې ده چې بډایه هیوادونو بیا د تکمیلي یا دریم دوز واکسین تطبیقول پيل کړي دي.

نوموړي ائتلاف ټینګار کړی دی چې د دې وضعیت په پام کې نیولو سره اړینه ده چې د دغو شرکتونو د واکسین د تولید، ټسټ او کووید۱۹ د درملنې انحصاري حق وځنډول شي. دغه ائتلاف ټینګار کړی دی چې د واکسین د تولیدولو تخنیک او علمي معلومات یې باید د درمل جوړونې د ټولو شرکتونو په اختیار کې ورکړل شي.

د بایونتیک، فایزر او مودرنا شرکتونو برخلاف جانسن جانسن او استرازنکا د خپلو واکسینونو له پلورلو څخه ګټه نه اخلي، بلکې هر څومره چې مصرف پرې راغلی دی په هم هغه بیه یي خرڅوي.

سره له دې د آسترازنکا سویډني- بریتانوي شرکت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې «انتقالي» وخت په تدریج سره پای ته رسیږي او دغه شرکت غواړي په راتلونکي کې له خپل تولیدي واکسین څخه ګته ترلاسه کړي.

نوموړي شرکت ویلي دي چې د دغه واکسین د خرڅولو له درکه ترلاسه کیدونکي پيسې د کرونا له پاره د درملو پر جوړولو لګول کیږي چې اوسمهال د ترلاسه کیدو په درشل کې دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.