پکتیکا كې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو هویت څرګند شو

751

 افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالي په «سپیدار» سیمه کې عملیات ترسره کړي و، چې په پایله کې یې د ۴ پاکستاني پوځیانو په شمول ۱۲ طالبان وژلي وو.
که څه هم افغان حکومت هماغه وخت د پاکستاني پوځیانو د وژلو خبر ورکړی و؛ خو د پاکستان حکومت اوس منلې، چې څلور پوځيان یې وژل شوي.
د پاکستان پوځ وايي، چې یاد وژل شوي پوځیان « عمران علي، عاطف جهانګیر، انیس الرحمن او عزیز» نومیږي، چې پولې ته نږدې وژل شوي.
په ورته مهال بیا د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې د پاکستان دا او نور ګڼ شمېر سرتيري په افغانستان کې وژل شوي؛ خو د پاکستان حکومت نړیوالو او خپلو عوامو ته داسې ښيي، چې د دوی پوځیان د پاکستان په خاوره کې وژل کیږي.
پکتیکا کې د څلورو پاکستاني پوځیانو د وژلو خبره په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دوه اوونۍ وړاندې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو هغه پاکستانی رهبر«اعجاز کیاني» وژلی و، چې ختیځ کې یې د طالبانو جګړه رهبري کوله.
سیحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.