لوېډ اسټن: پر طالبانو باید نړیوال فشار زیات شي

1,333

طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو بریدونو کچه لوړه کړې او هره ورځ ملکي وګړي په نښه کوي.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن تېره ورځ په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې پر طالبانو باید نړیوال فشارونه زیات شي؛ ترڅو د ملکي وګړو له وژنو لاس واخلي.
نوموړي ويلي، چې افغانستان کې ورځ تر بلې وضعیت کړکېچن کیږي او طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې؛ نو اړینه ده، چې پر یادې ډلې نړیوال فشارونه زیات شي.
اسټن ویلي، چې طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سیاسي جوړجاړي له مخې د افغان سولې خبرې پر مخ یوسي.
د ده په وینا، افغانان د داسې حکومت جوړولو حقداره دي، چې د دوی پر خوښه وي.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې طالبان د جګړې د کچې پر لوړوالي سره د ډېرو امتیازاتو غوښتونکي دي.
نوموړي بیا هم پر طالبانو غږ کړی، چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري؛ بلکې یواځې خبرو له لارې حل کېداشي.
ده ویلي، چې که چېرته د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه ټیټه نه شي؛ نو یاده ډله به له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې وځپل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.