وروسته له هغې، چې ځېنو پاکستاني مامورینو د خپلو معاشونو د لوړولو لپاره پیل کړې مظاهرې په دې شرط ودرولې، چې د پاکستان حکومت به یې معاشونه لوړوي؛ اوس یو شمېر پاکستاني شنونکي وايي، چې د پاکستان حکومت د ضعیف اقتصاد له کبله د کارکونکو د معاشونو لوړولو ظرفیت نه لري.
شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان اقتصاد د یاد هېواد په تاریخ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې او بهرني پورونه پرې تر دې حده ډېر شوي، چې پاکستان به یې څو کلونه له توانه ونه وځي.
دوی وايي، که پاکستان حکومت د کارکونکو معاشونه لوړوي؛ نو مجبور دي چې یو ځل بیا به ورته له نورو بانکونو قرضونه را واخلي، چې دا چاره به د یاد هېواد پورونه نور هم ډېر کړي.
باید یاده شي، چې پاکستان به را روان مالي کال چین ته په داسې حال کې پورونه ور خلاصوي، چې لا هم یاد هېواد له نړیوال بانک څخه ۱۶.۱۸ میلیارده امریکايي ډالر، د اسیا پراختیايي بانک څخه ۱۲.۷۴  ملیارده او د پاریس کلب څخه ۱۰.۹۲ ملیارده ډالره قرضداری دی.