د کابل پوهنتون د ترهګریزې حملی په مذمت کې

سید عبیدالله نادر

0 1,006

د ۲۰۲۰ کال د نومبر په دویمه د دوشنبه په ورځ چې د ۱۳۹۹ کال د عقرب میاشت سره سمون خوری ، د کابل په پوهنتون کې یو ترهګریزه حمله د تور ضمیرو اود  ، خیرن باطن انسانانو له خوا تر سره شوه ، د هغو کسانو له خوا چې ځانونه تل د فرشتو په جامو ښیيی ، د فرشتو په جامو کې یې دا جنایتونه تر کوي ، ،د هغه کسانو له خوا چې ظاهره صورت یې د انسان دی او باطن کې دیوان دي ، ټول د حضرت حکیم سنایي خبره ټول د انسان په څیره کې دیوان دي

همه دیوان آدمی رویند

همه غولان بی رهی پویند

په ترهګریزه حمله کې ګڼ شمیر تنکي محصلین جنکۍ او هلکان په شهادت ورسیدل ، او ګڼ شمیر ټبیان شول ،چې په دي کې د یو دردمن پلار پیغام چې خپل ځوی یا لور ته یې ورکړی وو او د هغه په ټیلفون کې ولیدل شو چې په فارسی یې داسي لیکلي وو( جان پدر کجاستی)یعني د پلار د زړه سره چیری یې ، دا هغه پیغام وو چې تل تر تله بی ځوابه پاتي شو ، هغوي ته چې دا داستان یې اوریدلی او د دوی په عصر او زمان کې دا کار شوي ، د دوی به تل دا یاد وي ، او نورو راتلونکو ته به یې انتقالوي ، راتلونکي به دا هیڅ وخت له یاده ونه باسي،دا هغه آخری پیغام وو ،چې د یو دردمن او مهربانه پلار له خوا خپل ځوی ته لیږل شوي وو ، او لا ځوابه پاتي شو، ، په دي دنیا کې دا پیغام ځواب نه شو ،دي جملي ډیر کسان متأ ثره کړل ،او د احساس او درد خاوندان یې ودردول ،ما په واقعیت سره د دې دردمن پلار د زړه آواز واوریده ،او پرې ودردیدلم ،زما لورکی چې د ده د پلار فریادونه په ټلویزیون کې اوریدل ،ورته وژړل ، په رښتیا چې د ګل پاچا الفت د دي شعر په استناد چې وایي :

زړه یې مه بوله تور کاڼۍ د صحرا دی

په لیدو د زخمی زړه چې زخمی نه شي

بر علاوه د دې چې دا پیغام ځواب نه شو ،د مظلوم پلار د انتظار سترګي یې د تل له پاره په لاره پاتي شوي ،هیله ده چې پس له دي داسي د زړه بوږنونکي صحني په خپل وطن کې نور  و نه وینو ، او نه ترې واورو ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply