طالبانو افغان خبريال الياس داعي د هغه د وژنې تر مخه د هغوی د بريدونو په هکله د معلوماتو ټولولو له کبله ګواښلی وو. دغه خبره د بشري حقونو د څار يا هيومن رايټس واچ ډلې کړې ده.
د آزادۍ راډيو خبريال ۳۳ کلن الياس داعي، د پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې د هغه په موټر پورې د نښلول شوي بم د لارې د چاودنې له کبله مړ شو. دا هغه ځای دی چې په تېرو څو مياشتو کې پکې سختې جګړې هم رامنځ ته شوې دي.
په امريکا متحده ایالاتو کې مېشته د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په لسګونو نور خبريالان هم په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا ګواښل شوي دي. دغه خبره د بشري حقونو دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.
د ژورناليستانو، روحانيانو، سياستوالو او د خلکو د حقونو د فعالانو په نخښه کول، په دې وروستيو کې په افغانستان کې زيات شوي دي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې په عمومي ډول هم تاوتريخوالی زيات شوی دی. په ورته وخت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې هم جريان لري. تر دې دمه هيڅ کومې ډلې د داعي د وژلو پړه نه ده منلې.
«داعي خپل ژوند په خطر کې ليده»
خو داعي په دې وروستيو کې د بشري حقونو د څار يا هيومن رايټس واچ ډلې ته ويلي ول چې د مرګ ګواښونه ورته شوي ول. داسې خبرداری ورکړل شوی وو چې د طالبانو د پوځي عملياتو په هکله دې راپورونه نه جوړوي. په بيان کې دا هم راغلي دي چې هغه ژورناليستان چې داعي يې پيژنده، د بشري حقونو د څار ډلې ته ويلي دي چې «طالبانو د هغه کور تلاشي کړ، د هغو د حرکاتو په هکله يې ورڅخه پوښتنې وکړې، او ځايي اوسېدونکو ته يې وويل چې د هغه د کړو وړو په هکله دې رپوټ ورته ورکړي.»
د هیومن رایټس واچ له خوا دا هم ویل شوي دي چې «يوه شپه مخکې له دې چې ووژل شي، داعي يوه همکار ته ايميل لېږلی وو چې د هغه په نظر ژوند يې په خطر کې وو.»
د هلمند ولايت د طالبانو يو اصلي سنګر بلل کيږي چې په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ سختې نښتې پکې شوې دي. د هيومن رايټس واچ په حواله داعي ته «ښکاره» خبرداری ورکړل شوی وو چې په دغه ولايت کې دې د طالبان د عملياتو او په دې هکله هم رپوټونه نه جوړوي چې طالبان «له هغې موافقې سرغړونه کوي» چې د فبرورۍ په مياشت کې يې له واشنګټن سره لاسليک کړې ده. دغه هوکړه ليک دې ته هم لاره هواره کړې ده چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
«د داعي وژنه افغاني رسنيو ته يو ټکان ورکوونکی پيغام لري»
د بشري حقونو د دغې ډلې په خبره په لسګونو نور افغان ژورناليستانو ته هم په تېرو څو مياشتو کې د طالبانو له لوري ګواښونه شوي دي. پاتريشيا ګوسمن چې د بشري حقونو د څار ډلې د آسيا د چارو مرستياله مديره ده، وايی چې «د الياس داعي وژنه چې خپله عادي وظيفه يې پر مخ بيولې، افغاني رسنيو ته يو ټکان ورکوونکی پيغام لري چې د طالبانو په هکله رپوټ جوړونه يې په جدي خطر کې اچوي.»
هغې زياته کړه چې «د يوه ژورناليست دغه ظالمانه قتل په سړه وينه د اعدام پرته بل هيڅ شی نه دی او له طالبانو سره د هر ډول سولې تړون په برخه کې د بيان د آزادۍ په هکله جدي پوښتنې راولاړوي.»
د داعي وژنه د يما سياوش تر وژنې وروسته تر سره شوه. سياوش د تلويزيون يو پخوانی مجري وو چې د يکشنبې په ورځ په کابل کې په يوه ورته بريد کې ووژل شو.
dw.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
