دې هېل نشریې په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا تګلاې په اړه بحث کړی او ليکلي يې دي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې نه يوازې دا چې تل ثابتې او ګټورې نه وې، بلکې لنډمهالې او بدلېدونکې وې له امله يې په دغه هېواد کې جګړه اوږده شوې ده.
دې هېل نشریه د سولې پروسې په اړه هم د امریکا اوسنۍ تګلاره ناکامه بولي او په خبره یې امریکا باید پر وسلهوالو طالبانو باور و نه کړي.
سرچینه کاږې، په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره منطقي لار دا ده چې په دغه هېواد کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ شي، د فساد د له منځه وړلو لپاره ور باندې فشارونه راشي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پراخې همکارۍ او مرستې وشي، بشري حقونه خوندي شي، نړیوال له دې حکومت سره ښې اړیکې ولري او په ټوله مانا یې ملاتړ وشي.
په مطلب کې وړاندې زياته شوې چې د امریکا له لوري د وسلهلوالو طالبانو د بېرته راګرځولو تګلاره سر له اوسه ناکامه ده، ځکه یادې ډلې ثابته کړه چې پر جګړې باور لري او له خپلې دې مفکورې نه تېرېږي.
دې هېل زیاتوي چې امریکا دې پر خپله تګلاره بیا کتنه وکړي او افغانستان دې د یوې بلې جګړې پر ډګر نه بدلوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320