د بنګلدېش مطرحو ديني عالمانو په افغانستان کې جګړه حرامه وبلله

0 906

د بنګلدېش بهرنيو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد مطرحو ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او ناروا بللې ده.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، بنګلدېش ديني عالمانو په افغانستان کې پر روانه مرګ ژوبله خواشيني ښودلې او دا يې نه جبرانېدونکی عمل بلل دی. د اعلاميې له مخې يادو ديني عالمانو له افغان حکومت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د جګړې ختمولو په موخه دې کوټلي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سلګونه افغان ديني عالمانو هم په افغانستان کې قدرت د رسېدو په هدف روانه جګړه د شريعت خلاف او ناروا وبلله. دوی چې پر روانې جګړې د بحث کولو په هدف د لويې جرګې په خېمه کې راټول شوي وو، په يوه خوله له روانې جګړې سره مخالفت وښود او ټينګار يې وکړ چې ژر دې د وينې تويېدنې مخنيوي په هدف جګړه ودرول شي.

يادو ديني عالمانو دغه راز پر دې هم ټينګار وکړ چې سولې ته رسېدو لپاره د افغان حکومت او سله‌والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو فرصت رامنځته شوی او په خبره يې له دې فرصت بايد د جګړې ختمولو په هدف اعظمي استفاده وشي.

دوی په قطر کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې په مخامخ مذاکراتو کې وروستيو اختلافونو ته په اشارې سره هم زياته کړه چې د يادو مذاکراتو اساس دې نبوي سنت او قراني احکام وټاکل شي او د هغو پر بنسټ دې د جګړې ختمولو او سولې پر ټولو ابعادو بحث وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply