Browsing Category
د افغانستان خبرونه، راپورونه
په لوګر کې ناپېژاندو کسانو یو قومي مشر وژلی
د لوګر ولایت د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو په دوام کې وسلهوالو ناپېژاندو کسانو په دې وروستیو کې د حاجي ببرک په نوم یو پېژندل شوی قومي مشر وژلی دی.
سرچینو رسنیو…
یونیسف: په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
دغه سازمان د پنجشنبې په…
په لوګر کې د ۲۰ کلنې نجلۍ مړینه
د لوګر ولایت د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو په دوام، په دې وروستیو کې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د آبچکان په سیمه کې د یوې شاوخوا ۲۰ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.…
په بدخشان کې د جنراتور چاودنې درې کسان وژلي
د بدخشان ولایت د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د یوه جنراتور چاودنې درې کسان وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د…
د افغانستان اوزبکستان ګډ بازار کې درې ورځنۍ نندارتون جوړ شو
د بلخ ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د افغانستان-اوزبیکستان په ګډ بازار کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د اوزبیکستان او افغانستان…
د عامې روغتیا وزارت پلاوي هند کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي هند ته د رسمي سفر پر مهال د ګجرات ایالت له هغو تولیدي کارخونو لیدنه کړې چې طبي تجهیزات، خوراکي…
کابل کې د یوه ناروغ له معدې شاوخوا ۳۰ مېخونه وایستل شول
د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسوولین وایي، د اندوسکوپي څانګې متخصصانو د یوه ناروغ له معدې شاوخوا ۳۰ مېخونه په بریالیتوب ایستلي دي.
د روغتون په وینا، عصمتالله…
پنجشېر کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په ارزښت نږدې ۳ زره قیراط زمرُد وپلورل شول
پنجشېر کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په ارزښت نږدې ۳ زره قیراط زمرُد وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمدقاسم امیري نن سهشنبه وویل، دغه ۲ زره او ۹۵۵ قیراط…
زعفران او ګل محمدي به د کوکنارو بدیل وي
UNODC په افغانستان کې د کوکنارو بدیل په توګه زعفران او ګل محمدي دودوي.
د نشهيي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل په توګه د…
له زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي
د راپورونو له مخې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دوام، په دې وروستیو کې له زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
راپورونه ښيي چې پرون، د…