وړې لورې صدقه شم
سترګې مې نه پرانیزم
نړۍ کتلی نه شم
د سیالۍ وړ نه يمه
خوله مې له خاورو ډکه
زما پر کلي او ښار
د جهالت توره تیاره خپره ده
د ګاونډي لورکه
چې اوس ايله
نوې ځوانۍ ته رسیدله
تیره ورځ يې
د واده ورا راغلې
طالب په دریم واده کې
په نکاح…