د ټاکنو محترمو کاندیدانو ته ځینې مسلکي مشورې

0 879

محمد عارف رسولي، د هاند فکري بنسټ د رهبري هیئت لخوا

سریزه

د ولسي جرګې او نورو شوراګانو ټاکنې یوه ملي پروسه ده، چې د افغانستان ټول ولسونه او پرګنې پکې د ولس د خدمت لپاره خپل استازي ټاکي. که ښه ورته ځیر شو په دې پروسه کې موږ ډېر څه زده کوو، شخصیتونه، ډلې او دهغوی ارمانونه د قانون او ملي ګټو او د دوي د وعدو په رڼا کې ارزوو. د هر ملت لپاره زر یا وروسته دا اوږده او ستړې کوونکې پروسه اړینه ده او بې له دې نشي کولای چې په نن شرایطو کې سم دولت جوړ کړي. خو په دې پروسه کې له ځینو محرومو سیمو او پرګنو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي خو د رایه ورکوونکو شمېر یې لږ دي. ځکه خو لازمه ده چې نوماندان له ډېرې ځیرکۍ او ښې مبارزې څخه کار واخلي ترڅو د پارلمان چوکۍ ترلاسه کړي.

په هر ملک کې ځينې شخصيتونه، سازمانونه، فکري بنسټونه، رسنۍ، تحليلګران، ژورناليستان، ليکوالان، ديپلوماتان او نور د خپلو دندو او مسلک له کبله بايد بې پرې وي، خلکو ته د ملي قضاياوو په هکله، د سياسي رقيبو ډلو د ناندريو او ايديولوژيکي دريځونو وراخوا مستقل تحليل وړاندې کړي. دا مرسته کوي ترڅو خلکو ته د مختلفو متضادو سياسي دريځونو په منځ کې، متبادلې حل لارې، د واقعیتونو ډول ډول اړخونه بیان او د سمو پرېکړو موکهورته برابره شي، او د اړتيا او په تېره د بحران په وخت ممکنه حل لارې په ګوته کړي.

د هاند فکري بنسټ چې يو علمي او فرهنګي نهاد دی، د خپل مرام او لرليد له مخې د عامو خلکو، دولتي چارواکو، ممکنه قانون جوړوونکو، رسنيو، اکاديميکي نهادونو او نورو په منځ کې د معلوماتو په ازاده، بې پرې، منصفانه او بې قيد او شرطه راکړه ورکړه باور لري او ورته کار کوي. مرکز چې په ټولنه کې د مثبت فکر او وړتیاوو د رامنځ ته کولو، د ځوانو کادرونو د روزنې، د معلوماتو او حقایقو د روښانتیا په منظور ایجاد شوی، دا خپله دنده بولي، چې درنو کاندیدانو ته اړینې مشورې ورکړي، او هم د عامو خلکو ذهنیت دې چمتو ته کړي، چې له فرصت څخه لازمه او مدبرانه ګټه پورته کړياو ښه خلک پارلیمان او نورو نهادونو ته واستوي.

له همدې کبله د هاند فکري مرکز پاليسي داده چې د کوم ځانګړي کانديد پلوي به د يوه سازمان په شکل نه کوي خو زموږ د غړو حق دی چې په فردي توګه چاته رايه ورکړي او ورنه ملاتړ وکړي.

دا د ولس د خلکو مسؤولیت هم دی، چې د وړتیا لرونکو او ښو کاندیدانو پوره ملاتړ وکړي. هغوی ته رایه ورکړي، د قانون سره سم ورته کمپاین وکړي او ترخپلې وسې سلا مشورې ورکړي.

د پورته اصولو په رڼا کې زموږ رهبري هيئت پرېکړه وکړه چې د معلوماتو د شریکولو او ښو پرېکړو لپاره په اوسنیو ټاکنو کې درنو کاندیدانو او خپلو خلکو ته لاندې عرایض وړاندې کوو:

لمړی، محترمو کانیدانو ته

1. درانه کاندیدان خپله هم پوهېږي چې نن د قانون په ټولو افغانانو یو شان پلي کول، ملي ګټو ته ژمنتیا، د حکومتولۍ اصلاح، د سیاسي او اقتصادي بنسټونو پرانېستي کول او وده، ملي یووالی، د بېوزلۍ ورکول او پرمختګ او د تلپاتې سولې راوستل او نور ورته موضوعات زموږ د ملت او هر دم شهیدو خلکو د اجندا په سر کې ځای لري.

2. درانه کاندیدان پوهېږي چې روڼ اندي او تحلیلګر افغان مو له اوس څخه بیا که بریالي شئ په پارلیمان کې څاري، نو سر له اوسه خپل شعارونه، د کمپاین تبلیغات او پلانونه د قانون، پورته ملي مسئلو او شته سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو په چوکاټ کې عیار کړي.  

3. ورنه هیله کوو چې له منفي تبلیغاتو، په سیاسي او ټاکنیزو سیالانوپسې له بد او رد ویلو ډډه وکړي. هغه څوک چې په نورو پسې بد رد ووايي یوازې ځان منفوروي، خلکو ته ښيي چې که بریالی شي د استدلال او منطق په ځای به په پارلیمان کې بوتل جنګي او کنځل کوي، د ملت د کور حیثیت به تر سوال لاندې راولي، نو خپله دوی ته تاوان اړوي او له بل لوري سره د خلکو خواږي زیاتوي.

4. هیله مو داده چې محترم کاندیدان که کمپاین او له یو بل سره سیالي کوي نو د ښو لرلیدونو، برنامو او پلانونو د وړاندې کولو په مټ یې د وکړي او نه یو په پل پسې د بد رد ویلو له لارې.

5. که دوه یا څو محترم کاندیدان غواړي له یو بل سره مناظره وکړي نو د مناظرې ټول اصول د مراعات کړي. د مناظرې اصول دادي چې مناظره د یوه امانتداره، کارپوه، بې پرې او هغه کس له خوا وشي چې خپل نوم او عزت ورته ګران وي. په مناظره کې تسهیلوونکی یو  شان ټاکلي سوالونه له دواړو خواوو کوي، مناظره کوونکي دواړه په نوبت ورته ځواب وایي او قضاوت حاضرینو او که په ویدیو یا  تلویزیون کې خپرېږي و لیدونکو ته پرېږدي.

6. د مناظرې او ټول کمپاین په پای کې خلک د هر چا په نظریاتو، استدلال، رښتیا ویلو، نړۍ لید، پوهه، مهارتونو او ریښتینولۍ باندې قضاوت کوي او پرېکړه کوي چې چاته رایه ورکړي. دا ډله رایه ورکوونکي پوهان، روڼ اندي او هغه خلک وي چې د نورو عوامو په رایه هم اغیزه کولائ شي. ښکاره ده چې داسې خلک هم شته چې په پټو سترګو رایه ورکوي.

7. کانديدان هم فکر وکړي چې د کومو واقعيتونو په بنا خلکو ته د څه کولو وعده ورکړي چې ورته ژمن پاته کېدای شي، د خلکو غبرګون وګوري او ورنه زده کړي.

8. که محترم کاندیدان غواړي چې خپل غږ تر زیاتو افغان تحلیلګرانو پورې ورسوئ، چې هم خپله رایه ورکوي او په ریښتینو کاندیدانو پسې ګرزي او هم د نورو هېوادوالو په نظریاتو اغیزه کولای شي، نو خپل پلانونه ورته تشریح کړي.مهرباني د وکړي د دو دریو دقیقو یوه ښه مسلکي ویدیو د جوړه کړي او د هاند فکري بنسټ به یې پخپله فسبوک پاڼه      Haand Think Tank) ) کې خپره کړي او په زرهاوو هغه کسان به یې وګوري چې په عامه نظریاتو اغیزه لري.

دوهم، هغو محترمو رایه ورکوونکو ته چې که په رښتیا سره رایه الهي امانت بولي او په اهل پسې یې ګرزي:

9. د راتلونکو ټاکنو د کانديدانو له افکارو، ارمانونو، سابقې او پلانونو ځان ښه خبر کړي، په شعوري توګه او خلاصو سترګو پرېکړه وکړي چې چاته، ولې او د کومو معيارونو له لارې رايه ورکړي.

10. هغه وړ کانديدان ومومي چې د ملت په کور کې، په قانون جوړونه، د حکومت په کړنو د نظارت او له هغوی څخه د سمې نمایندګۍ صلاحیت او ریښتینولي ولري او د ځاني ګټو په ځای ملي ګټې ورته مهمې دي.

11. د رایې ورکولو تر وخته ښه غور وکړي تر څو ډاډه شي چې دا الهي امانت یې اهل ته سپارلئ دی.

12. چې کله د هېواد زخمي حالت ته نظر کوي وجدان یې آرام وي چې لږ تر لږه یې د ليوه او مفسد په ځای د کار سړي ته رايه ورکړې او وطني دين یې ادا کړی دی.

13. له ټولو محترمو کاندیدانو هیله کوو چې په هر صورت د انتخاباتو پایلې ومني او بریالي کاندید ته مبارکي ورکړي او خپله هم د هېواد او خپلو خلکو لپاره له راز لارو خدمت وکړي.

نوټ: که ممکنه وه هاند فکري بنسټ به هڅه وکړي چې د کاندیدانو د ویدیو شریکول په یوه رغنده پروسه او ديالوګ بدل کړو چېرې چې کنځل نه وي او خلک د کانديدانو د پلان په ماهيت علمي بحث وکړي.

د پاکو او له فساده خلاصو ولایتي شوراګانو او ملي شورا په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply