!
لیکنه: حافظ احمد نصرت
په ولسواکو ټولنو کې ملتونه حکومتونه رامینځته کوي اود حکومتونو منشآ او ریښه یې له ولس او ملت څخه وي کله چې ددولت خبره کوو دملت کلمه ورسره یادیږي ملت او دولت هغه کلمې دي چې تل دخلکو دژبو پرسره وي که حکومتونه کار کوي دولسونو او ملت لپار یې کوي او همدا ولسونه چې کله حکومتونه رامینځته کوي په دې موخه چې بیرته دوی لپار خدمات وړاندې کړي او دخلکو د زخمونو پتۍ سي.
که چیرې ملت بې تفاوته او بیده پاتې سي نو حکومتونو ته پرې دلوبو کولو ښه چانس برابریږی بیده ملتونه تل دنور دګټو ښکار سوي اود تاریخ په اوږدو کې دبیده ملتونوڅخه په بیلابیلو طریقو استفاده سوي، وژل سوي بې هدف او ناهیلې پاتې سوي دي.
افغان ملت چې دتاریخ په اوږدو کې یې کیسې ګټلې امپراطوري یې جوړۍ کړې پردي یرغلګر یې په ګونډو کړي دخپل ځان او هېواد ننګه یې کړې دافغانستان په معاصر تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل سوي ولې دا ملت هغه مهال هم دبیلابیلو دسیسو،کړیواولاس وهنو ښکار سوی،چې دې کار افغانستان له یو بحرانی حالت سره مخ کړی وه.
دتېر په څېر افغان ملت اوس ډیر دويښتیا په حال کې دی دهرې ناروا او غیری قانوني کړنې په اړه خپل اواز اوچتوي دظالم،غله او خاین په ضد دریږي اوله هغوی خپل حقه حقوق غواړي چې دا څه دیو ويښ ولس اوملت څرګندویي کوي چې ښه بیلګه یې دې ورستیو کې دغزنی،کابل او هلمند لاریونونه او پرلتونه دي.
هلمند چې دکلونو راپه دېخوا د جګړې،ظلم،تروریزم،مخدره توکو او داخلي مافیا ښکار دی
ولس یې په بې رحمانه ډول وژل سوی او وژل کیږي،له لښکرګاه تر موسی قلعه له موسی قلعه تر خانشینه دعسکر،طالب،داعش،قاچاقبراو بیلابیلو نورو نومونو یې ژوند اخیستل کیږی اخیر ولی؟ اوترکله به وژل کیږو.
نور د ولس صبر او حوصله پای ته رسیدلې دحکومت او طالب له روانې جګړې ستړی سوي ځکه دې جګړه کې ډیری قرباني همدا ولس ورکوي ولس له جنګ ستړی سوی سوله غواړی دټولو افغانانو یوه ستره هیله او ارزو هم همدا سوله ده زموږ دین هم دسولې دین دی په سوله کې خدای پاک ج خیر او برکت ایښی دی لکه څنګه چې په قرانکریم کې الله ج فرمایلی دی والصلح خیر یعني په سوله کې خیر دی او موږ ته قران عظیم شان کې خدای پاک دورولي تعلیم راکړی د انما المومنون اخوا یعنی ټول مسلمان سره ورونه دي دهمدغه قراني تعلیماتو په اساس باندې موږ باید دخپلو زړونو څخه دښمني،بغض،عداوت، مادیت پرستي، قدرت پرستي او تعصب وباسوو په اخلاص او صداقت دورولي لاسونه سره وکړو لکه څنګه چې شاعر هم وایی
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه او دا بوټي به لونګ سي
دهلمند ويښو ځوانانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو او دینی علماو تر همدې شعار لاندي چې طالبه! سوله به کوي جګړه بس ده په جنګ مو نه سي ګټي یو لوی ولسي حرکت او لاریون راپیل کړی چې د طالبانوترمرکزونو به ځې هغوي ته به دسولی خواست کوی د دردیدلي ،ځوریدلي او ټپي افغانستان فریاد به ورسوي چې دا هڅه دیو ویښ ملت څرګندونه کوي.
لکه څنګه چې مې مخکې وویل ویښ ملتونه کیسې ګټي بیده ولسونه دنورو دلوبو ښکار کیږي که په رښتیا هم طالبان سوله غواړی همدا یې وخت دی ددې ولسي حرکت ملاتړ دي وکړي ترڅو ټولې نړۍ ته ثابته سي چې افغانان دتروریزم،ترهګري او جګړي غوښتونکي نه دي بلکی افغانان سوله خوښوونکي دی او دا روانه جګړه پري تپل سوی ده.
په درنښت
حافظ احمد نصرت
لښکرګاه
۱۳۹۷/۱/۷/
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320