ځینې خلک هر سهار وختي پورته کیږي او مخکې له دې چې خپله ورځ پېل کړي غواړي تر څو یو ښه، صحتمنده سبا ناری ولري، چې بر عکس بیا داسې خلک هم شتون لري چې ویده وي تر هغو چې ښه ناوخته شي او بیا په بیړه یوه پیاله قهوه وڅکي، له بده مرغه، موږ له دغه دویم ګروپ غړي یو، معنی دا چې موږ له سهار چاي څخه تېښته لرو.
له همدې کبله موږ خپله ورځ په تشه معده باندې پیل کوو او موږ څه نه خورو تر هغې چې دفتر ته لاړ شو، مګر واقعآ داسې شیان شته چې تاسو یې باید په تشه معده له کولو ډډه وکړئ، ځکه چې دا کولی شي ستاسو بدن او روغتیا ته زیان ورسوي.
درمل خوړل
یو شمیر درمل شتون لري چې تاسو نه باید په تشه معده وخورئ، د درد وژونکي درمل لکه پرستامول او ایبوپروفن، د هر څه نه وړاندې خپل اثر له منځه وړي، مګر کولی شي چې په معده اثر وکړي او حتی معده وینې کړي! نو د ګولئ خوړلو نه وړاندې یو څه حتما وخوړئ، ولو که یو مړۍ ډوډۍ هم وي.
د قهوې څکل
زمونږ یو بل عام عادت دادی چې له خوبه د راپاڅېدو سره سم قهوه څکو، مګر دا ښه دی چې په دې ځان ډاډه کړو په معده کې مو یو څه شته مخکې له دې چې موږ د قهوې پیالې ته لاس کړو، په تشه معده د قهوې څکل کولی شي د معدې اسید رفلکس زیاد کړي.
د ژاولې ژوول
په تشه معده د ژاولې ژوول کولی شي ستاسو په هضم باندی منفی اغیزه وکړي، دا کیدی شي د ګاسټریټ لامل هم شي، له دې پرته څیړنو ښودلې هغه څوک چې ژوالې ژوویی دوي ناسالمه مختصر خوراک لري په پرتله د هغوی چې ژاولې نه ژوویی.
خوب کول
په تشه معده که څه هم خوب کول ستونزمن دي، خو دا هم ښکاره ده چې په تشه معده خوب کول ښه نظریه نه ده، په دې سره مو د خوب سیستم ګډوډيږي، دا په دې معنی چې تاسو به د خوب له لاسه ورکولو څخه لوی خطر ولرئ، ستاسو بدن باید د خوب دا نشتوالی له لوړې انرژۍ سره پوره کړي. مطلب دا چې تاسو به د ورځې په ترڅ کې د ډیر خوراک او څښاک غوښتنه ولرئ.
تازه جوس څکل
ستاسو معده د اسیدونو پروسس کې ستونزه لري، او که چیرې تاسو په منظمه توګه په تشه معده باندې جوس وڅکئ دا کولی شي حتی د ګاسټریټ لامل شي، که په رښتیا سره د یو ګیلاس تازه جوس څکل غواړئ نو دا غوره ده چې د یو اندازه اوبو سره یې ګډ کړئ، تر څو نرم شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320