جمعيت اسلامي افغانستان انالله و انا اليه راجعون

0 1,434

د جمعيت اسلامي افغانستان د رهبرۍ پر سر، د عطا او صلاح الدين، عطا او اسماعيل خان، عطا او احمد ضيا او يونس قانوني تر منځ تر بدو بترې کشالو، له امريکا سره د جميعت پرله‌پسې ډغرو، حکومت ته د دغه ګوند ستغو سپورو، د امريکا پر ځای د چين او روس غېږې ته د جميعت نږدې کېدو او په دې وروستيو کې د جميعت د تر ټولو قوي مهرې، استاد عطا له واکه ګوښه کېدو بالاخره د کورنيو جګړو ژوندي شهيدان د خپل بانډ د وير پر ټغر يو ځای کښېناستو ته اړ کړل، خو لا يې هم د وير په ساندو کې د يو بل پر غوږ وهلو، پورې وهلو او پرځولو ته کار ويلی دی.

عطا مخکې له دې چې له واکه يې لاس وخېژي، د سمڅو د وخت ور څېرمه ټول ياران يا له ځانه زړه‌توري کړي يا يې ورسره داسې ستونزې ناحل پرېيښې چې اوس يې له امله د ګوند تقريباً ټولو خواخوږيو ته د عطا په بده ورځ ژړا نه ورځي.
عطا مخکې له دې چې له حکومت سره د واک پر سر ګوتې خښې کړي، پښې يې د استاد رباني له نور چشمان صلاح الدين خان سره په يوه موزه کې بندې دي.

صلاح الدين جمعيت اسلامي ته د استاد رباني د ميراث په سترګه ګوري او تر ځان ورته په جمعيت کې بل غټ ميراث خور نه ښکاري، خو عطا بيا په تېرو کلونو کې پر ګوند پرېمانه پيسې پاشلې او اوس د خپلې بدخرڅي له امله په ښه ځواني کې تر ځان بالا څوک نه ويني.

هلته له هراته اسماعيل خان د خپلې سپينې ږيرې د پور قباله په لاس کې نيولې، ويښته يې په جمعيت کې سپين شوي، د ګوند له‌پاره جنګېدلی، خلک يې وژلي او تر مرګ مخکې ورته په دې دنيا د جهاد ثمره دا ښکاري چې د عمر په وروستيو شپو ورځو کې د چهارخانه‌يي پر ځای د جمعيت د رهبري تاج پر سر کړي.

ده ته صلاح الدين خامه خوله بې تجربې ماشوم او استاد عطا يوازې يو جنګي قوماندان ښکاري او دواړه يې ښه نه اېسي چې د جمعيت اول خبره دوی وکړي.

احمد ضيا مسعود او يونس قانوني هم د بلخ له معزول والي سره د رسۍ سر نيولی دی.

عطا نور نه غواړي چې چې سياسي قبله يې پنجشېر پاتې شي، خو مسعود او قانوني چې يو يې ځان د احمد شاه مسعود ميراث خور او بلې يې د بدو ورځو يار بولي، په هيڅ صورت غاړه نه ږدي چې واک او ځواک دې شمال ختيځ ته ولېږدي او پنجشېر ته دې يوازې د مړه قوماندان هډوکي پاتې شي.

دا يوازې د جمعيت پر سر د جمعيت د مهمو کسانو تر منځ کش وبګير دی چې پر حل يې حتا د دوی هم سر نه خلاصېږي، ځکه خو له تېرو شپږو کالو راهيسې جمعيت د سر پرې کړي چرګ غوندې د قصابانو تر منځ ترپکې وهي.

تر دې ورهاخوا د واک او ځواک پر سر له امريکايانو سره د جمعيت له ادرسه د دغه ګوند د سر د سړيو پرله‌پسې ډغرو پر جمعيت د امريکايانو باور تر بدو بتر کړی، نور نو په افغانستان کې د جمعيت په نامه د پخوانيو جګړه‌مارانو ګوند امريکا ته چندان اهميت نه لري.

څه موده وړاندې چې په افغانستان کې د امريکايي سفارت سرپرست هوګو لارنس د دوستم د محاکمه کېدو غږ پورته کړ، عطا يې له دې امله په ښکاره مخالفت وکړ چې هغه مهال يې له دوستم سره ګوتې پټې کړې وې.

عطا د جمعيت ګوند د يوه مهم کس په توګه وويل، امريکايانو ته خبرداری ورکوو چې د افغانانو په خپل‌منځي کشالو کې دې ګوتې نه وهي.

عطا دغه سرزوري وړمه ورځ بيا تکرار کړه او د خپلې استعفا د رد تر څنګ يې امريکايان هم په غوږ ووهل چې مداخله دې نه کوي.

په دې سربېره، له حکومت سره له تېرو دوو کالو راهيسې د عطا زړه نازړه يارانه او په يارانه کې عقده‌يي دښمني بل لامل دی چې هم يې د جمعيت ګوند پر سياسي بلوغ بې‌شمېره سواليې کېښودې، هم يې عطا له سياسي اړخه په ژوندوني ارواښاد کړ.

يوه ورځ يې له دوستم سره د يارانې قسمونه اخيستل او پر ولسمشر يې نيوکې کولې، بله ورځ يې د ولسمشر لاس په لاس کې نيولی و، دوستم يې هېر و او د عبدالله په زړه يارانه پېښمانه و، بله ورځ يې ولسمشر ته ګواښونه کول، عبدالله يې لړم باله او بيا د دوستم په ديدن پسې ترکيې ته ولاړ، شا و خوا ځينې نور کسان يې هم ولمسول، پلانونه جوړ شول، خو چې وخت د تورې راغی، دوستم د بلخ پر اسمان پښې خوځولې او دی ورته د مزار پر هوايي ډګر بې‌وسه ولاړ و، را کښته يې نه کړای شوای.

د عطا دغسې بې‌وسي حکومت نور هم زړور کړ او تر هغه وروسته اوس پر هغه چا هيڅ بريک نه نيسي چې د جمعيت له ادرسه باټې وهي.

جمعيت ګوند ته د عطا په غاښو د ولايتي شورا د وکيل غوږ خوړلو هم چندانې د سياسي اشتها د برابرېدو ګټه و نه کړه، د ګوند پخوانۍ بدماشي، وحشت، وېره او ترهه يې د خلکو په زړونو کې را ژوندۍ نه کړای شوای، دغه مانور خلک د وېرولو او ترهولو پر ځای لا غوسه کړل او په دې توګه جمعيت ګوند يوه بله سياسي سلګۍ ووهله.

وروسته د خلکو او مامورانو تر بېګاره، له نورو ولايتونو د ښکرورو او زورور تر راننګولو او په بلخ کې دننه د ټول زور، خواهيش او فرمايش تر په کار اچولو پورې خبره ورسېده، امپراتور لوڅ سر د مزار پر سړکونو ګرځېده، د ښار درستې هټۍ تړلې وې، خو امپراتور ته د ګوتو په شمېر کسان ناست وو چې هغوی هم ورته په زړه کې ښکنځلې کولې.

دغه اقدام د جمعيت ګوند مړينه نوره هم يقيني کړه او په دې توګه د يوې خيالې امپراتوري بله خښته وښويېده.

عطا چې له ولسي اړخه بې‌کسي وځاپه د جمعيت د رهبري ډول يې غاړې ته واچاوه او د دغه ګوند د رهبري له ادرسه يې، څه له خپلې مجبوري، څه له سياسي خامي او څه له په زړه خوړليو داغونو داسې څرګندونې وکړې چې هم يې ځان برباد کړ هم يې ګوند داسې حالت ته ورساوه چې نور نور خبره تر انالله و انا اليه راجعون ورسېده.

عطا ته وخت کم ښکارېده، هدفونه مهم وو، ميليارډونه ډالر په اماراتو او نورو هېوادو کې کنګل ولاړ وو او په کور کې دننه نه سياسي نفوذ و، نه ګوندي نفوس پاتې و، هغه و چې يوه خونړۍ چيغه يې تر خوله ووته او دا ځل دا چيغه د جمعيت نه، بلکې د عطا د واک او سياست سلګۍ وه چې وخته.

عطا په زغرده اعلان وکړ چې دوی د واک ساتلو له‌پاره د هر هېواد مرستې ته چې دوی ته لاس ورکوي، هرکلی وايي.

د لاس ورکولو هېوادونه مالوم دي، روس او ايران او په افغانستان کې د حکومت او امريکا دواړو له‌پاره د دغو دواړو هېوادونو نفوذ سرې کرښې دي.

بالاخره عطا حتا په کور دننه تر کندهاره تګ ته پرې نه ښودل شو او په وروستي ګوزار کې يې څوکۍ هم له ګوتو ووتله.

دا د عطا او جمعيت ګوند پر تابوتونو وروستي مېخونه وو چې ټک وهل شول او اوس به سوکه سوکه دغه بانډ، د دوی دبدبه، نفوذ، ډغرې او غورې د تاريخ په يوه بې‌خونده باب بدلېږي چې ډېر به يې د عبرت يوه کيسه بولي او ځينو ته به ارمان ښکاري.

دوی به تر څه وخته لا هم پر یوه ټغر د کښېناستو تمثيلونه وکړي، خو دغه کښېناستل به نه عقدې سړې کړي، نه به يې يو بل ته پر زړه د رحم اوبه تېرې شي.

دوی ډېر څه له لاسه ورکړي او هر کس ته يې ورسره د وير پر ټغر مخامخ ناست کس د دې ټول تاوان پړ ښکاري.

په دې توګه ولسمشر تر يوه سره ليکه تېر شو، د هغوی خپل ښکرونه مات شول چې د نورو د ښکرو ماتولو ګواښونه يې کول، امپراتوري وښويېده، لمبې راټيټې شوې او تر هغه وخته چې د بانډ پاتې کسان په انفرادي توګه له خپله سره د اور مړه کولو هڅه کوي، لږ وخت به وغواړي، خو دا اور نور د افغان انسان جونګړې ته خوله نه‌شي ورکولای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply