افغانستان او د هېواد نافذ اساسي قانون دواړه د لویې جرګې محصول دي او د تاریخ په اوږدو کې ملي کشالې او مسایل تل د لویې جرګې له لارې حل او فصل شوي دي، نو له دې امله لویه جرګه نه پرون ستونزه وه او نه هم نن ستونزه ده، بلکې دا د افغانستان ملي عنعنه ده چې ټول افغانان هم ورباندې توافق لري او هم یې پرېکړو ته درناوی کوي.
د لویې جرګې ارزښت پرځای، ستونزه په لویه جرګه کې نه ده، بلکې د لویې جرګې په غوښتونکو کې ده. یوازې هغه غرضي افراد، ډلې او کړۍ د لویې جرګې چغې وهي چې له واک څخه شړل شوي، د غلاو، فساد او درغلیو مخه یې ډب شوې، بې کفایتي او کم ظرفي یې په ډاګه شوې او یا هم د نورو د لاس الې او ګوډاګیان دي.
دوی غواړي چې د واک او امتیازاتو د ترلاسه کولو او یا هم خپلو بادارانو ته د خپل صداقت په ډاګه کولو په موخه د لویې جرګې غوښتنې زیاتې او په لوړ غږ مطرح کړي. اکثریت یې بیا په ډېره سپین سترګۍ د ولس له دریځه غږېږي او وایي چې د لویې جرګې رابلل د ولس غوښتنه ده.
حال دا چې په اوس وخت کې د لویې جرګې را بلل نه یوازې د ولس غوښتنه نه ده، بلکې هغوی چې د لویې جرګې د رابللو چغې او سورې وهي هغوی هم ورته مشخصه طرحه او اجنډا نه لري. هغوی یوازې او یوازې غواړي له دغې لارې پر حکومت فشار ډېر کړي، ځکه دوی همداسې روږدي شوي په تېره دیارلس کلنه موده کې به چې په حکومت څومره فشار زیاتېده، نو ولسمشر کرزي به د هغوی د غلي کولو او راضي کولو لپاره همغومره ډېر امتیاز ورکولو ته قایلېده، خو دوی نه دي خبر چې هغه وختونه اوس بدل شوي دي.
د لویې جرګې غوښتونکي غواړي د خلکو ذهنیتونه خراب کړي، په حکومت پسې په رسنیو، غونډو او نورو ځایونو کې منفي تبلیغات وکړي او پر حکومت د ولس باور راکم کړي، خو هغوی چې ولس ته یې یو ځل ازموینه ورکړې او په هغه ازموینه کې پاتې راغلي، نو ولس بیا دوی نه ازمایي او نه هم د دوی پر ببولالو باور کوي، ځکه ولس د حکومت کړنې په دقیقه توګه څاري. دا سمه ده چې په حکومت کې به ستونزې او نیمګړتیاوې وي، مګر ولس دا مني چې حکومت په بېلابېلو برخو کې سم جهت ته روان دی او که همداسې خپل حرکت ته دوام ورکړي، نو باور دی چې له شته ستونزو او ناخوالو به په امان شي.
د لویې جرګې غوښتونکو ته زما وړاندیز دادی چې لویې جرګې ته دې د افغانستان د ملي عنعنې او ارزښت په توګه درناوی وکړي. دغه ملي ارزښت دې د خپلو شخصي او وړو یا پردیو ګټو نه قرباني کوي. که دوی په رښتیا هم ځانونه د هېواد او ولس خواخوږي بولي حال دا چې نه دي، نو مهرباني دې وکړي د حکومت نیمګړتیاوې او تېروتنې دې مشخصې کړي او د هغو د پوره کولو او له منځه وړلو لپاره دې ګټور بدیلونه او مشخصې طرحې وړاندې کړي.
مګر دوی نه د دې ظرفیت لري او نه هم دا کار کوي، ځکه د دوی موخه اصلاحات نه دي او نه هم دوی له دې غمه مړه دي چې ولس او هېواد په کوم وضعیت کې قرار لري، دوی یو شمېر د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي او یو شمېر یې د پردیو د شومو موخو او پلانونو لپاره په دې ماموریت ګومارل شوي چې څنګه حکومت ته سرخوږی جوړ کړي، پر حکومت بې ځایه فشار وارد کړي او د ولس او حکومت تر منځ د بې باوري فضا رامنځته کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320