د پاکستان په نظر له بحر څخه لیرې والی او په وچه کې ایساروالی د افغانستان تر ټولو لویه کمزوري او هغه دایمي احتیاج وو چې له امله یې باید ټول عمر پاکستان سره ماته او کږه غاړه وړې وای، خو د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او ټرانزیټ په اړه مذاکراتو، د اورګاډي کرښو او چاه بهار بندر جوړولو او له دغې لارې د سیمې هېوادونو سره د افغانستان نښلولو د پاکستان دغه د برترۍ احساس د تل لپاره په اوبو لاهو کړ .
پاکستان ته ښایي چې اوسنی افغانستان درک کړي او دا ومني چې نور نو افغانستان له ترانزیټي پلوه نه یوازې د دوی له احتیاجه خلاص دی، بلکې دوی ورته احتیاج دي، ځکه پاکستان مجبور دی چې خپل صادرات د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ولېږدوي او همدارنګه خپله د اړتیا وړ انرژي د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.
په دا دومره وخت کې د پاکستان کمزوري او لنډپاري دا وه چې له ترانزیټي لارې څخه به یې تل په افغانستان د فشار په توګه استفاده کوله، کله به هم چې د دواړو هېوادونو سیاسي مناسبات کړکېچن شول، پاکستان به تر ټولو لومړی په کراچۍ بندر کې د افغان تاجرانو مالونه بند کړل او یا به یې هم د سپین بولدک او تورخم لارې وتړلې.
تېر کال هم چې په ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو خبره تر کوتک او ټوپک ورسېده، نو هغه وخت او تر هغه وروسته د کندهار د انګورو په موسم کې یې نږدې دوه میاشتې د سپین بولدک او تورخم لارې وتړلې، دوی فکر کاوه چې له دې سره به افغانستان هم مالي زیان وویني او هم به د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ شي، خو برعکس تر ټولو زیات زیان همدوی ولید، د ډیورنډ هغه غاړه عامو خلکو، د بار وړونکو موټرو خاوندو او چلونکو او تاجرانو لاریونونه وکړل او له حکومت څخه یې د تورخم او بولدک لارو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
پاکستان ته ښایي دوه شیان درک کړي، لومړی دا چې اوسنی افغانستان د پروني افغانستان په څېر یوازې د کراچۍ بندر ته سترګې نه دي نیولې، اوسني افغانستان د منځنۍ اسیا او چابهار بندر له لارې ځانته ارزانه، اسانه او بې جنجاله ترانزیتي لارې پرانیستې دي، داسې لارې چې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د اړتیاو پوره کولو، د صادراتو د لېږد او راکړې ورکړې اړتیاوې پوره کوي او د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخو کې پام وړ ارزښت لري.
افغانستان د سیمې په څلور لاره او د همکارۍ په مرکز د بدلېدو په حال کې دی او دا ټول د حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د دقیقو برنامو له برکته دی. که څه هم په دې اړه لا محسوسو پایلو ته خلک زیات تلوار لري، خو دغه برنامې د هندواڼو او خټکیو پالېز نه دی چې نن زړي وکره، اونۍ وروسته دې را زرغون شي، د جیلغ له غځولو اونۍ دوه وروسته دې پلتې ونیسي او دویمه یا دریمه میاشت دې خوږې خربوزې او سرې هندواڼې ترازې کړي، بلکې د دغو برنامو پایلو ته د چارمغز د ونې د ثمر هومره صبر او حوصله پکار ده.
پاکستان ته ښایي له زړه دا ومني چې په وچه کې ایسار افغانستان نور د دوی له احتیاجه وتلی او د لارو د بندښت تر ټولو زیات مالي زیان دوی په خپله ګالي، نور دې د افغانستان د ځورولو، زهیرولو او محتاجولو ناوړه فکر له ذهنه وباسي، ځکه په دغو نخرو افغانستان د پرمختګ له نړیوال کاروان څخه شاته نشي ټېله کولی، نو پکار دی چې دوی په خپل دریځ کې بدلون راوړي او پر ځای دې د دوستۍ، همکارۍ او صادقانه ملګرتیا لارې غوره کړي، ځکه باور مې نشي چې تر ولسمشر غني وروسته دې د افغانستان بل مشر د ده هومره په وضاحت او صداقت پاکستان ته د ملګرتیا او سولې غېږه پرانیزي.
دغه فرصتونه دایمي نه، بلکې مهالني وي او دا د فرصتونو خپله ځانګړنه ده چې که پر وخت او مناسبه ګټه ورڅخه وانخیستل شي، نو د وخت په تېرېدو همدغه فرصتونه په چلینجونو بدلېږي، داسې چلینجونو چې بیا به یې مهارول اسانه نه وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320