په اروپا کې د زړه ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه کې ثابته کړې، چې مفلسي او مالي ستونزې د شدید سټرېس لامل ګرځي او دغه چاره د زړه د حملو کچه ۱۳ سلنه لوړوي. د دې څېړنې پایلې د جنوبي افریقا د زړه ډاکټرانو په کلني کنفرانس کې، چې په جوهانسبرګ کې جوړ شوی و، اعلان شوې. د جوهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې په ۳۰۰ ناروغانو چې د زړه له حملې کړېدل په دې اړه څېړنه شوې چې ایا د زړه حملې یې د مالي ستونزو له کبله دي که نه؟ څېړونکو دغه راز ځینې نور کسان هم تر څېړنې لاندې نیولي دي، چې مخکې یې د زړه د حملې کومه مخینه نه درلوده. د څېړنو پایلو ثابته کړې ده، هغه کسان چې مالي ستونزې لري د زړه د حملې ګواښ پکې شپږ سلنه دی، خو هغه کسان چې بیا له سختو مالي ستونزو سره مخ دي دغه ګواښ پکې ان ۱۳ سلنه ښودل شوی دی. د زړه حمله هغه ناروغي ده چې له امله يې په نړۍ کې ګڼ کسان ژوند له لاسه ورکوي. ډاکټرانو یې عوامل بېلا بېل په ګوته کړي دي، خو دې نوې څېړنې ثابته کړې چې مالي ستونزې هم د زړه د حملې لامل کېدای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320