افغانستان د اقتصادي پراختيا په درشل کې/حافظ احمد نصرت

0 939

افغانستان چي د تاريخ په اوږدو کي له اقتصادي ستونزو او بحرانونو سره مخ وه اقتصادي ستونزي او مشکلات پکښي څه نويه خبره نه ده

هيواد کي لسګونه کلونه  جګړه او ناخوالي هغه څه دي چي زموږ دهيواد اقتصادي بنسټ يې له پښو غورځولي او افغانان یې له ګڼو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي.

کله چي نړيوالي ټولني افغانستان ته خپل پام واړوه او دلته يې د اقتصادي بقا لپاره کار پيل کړ ترڅو افغانان له اقتصادي پلوه پر پښو ودريږي خو د وخت حکومت د نړيوالي ټولني له امکاناتو سمه ګټه وانه خيستل چي د هيواد اقتصادي بنسټونه پري ورغوۍ او هيواد د اقتصادي پلو پر ځان بسيا سي.

خو کله چي ولسمشر غني د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل سوي هیواد له اقتصادي پلو حرکت پیل کړي او د اقتصاد په برخه کي افغانستان د سترو او بي سارو پرمختګونو شاهد وه

چي د بیلګي په توګه یې زه دلته د یو څو لاسته راوړنو يادونه کوم

د سلما بند پرانستنه،ټاپي پروژه،بخش اباد بند،کمال خان بند د کار پیل،دحلقوي سړکونو جوړول،دهند سره د هوایي دهلیز عملي کار، د چاه بهار بندر پرانستنه،دچين سره د ریل ګاډي د پټلي جوړول او دې ته ورته نورې اقتصادي پروژي د يادولو وړ دي

د سلما بند چي د کرهني او بريښنا په برخه کي يې انقلاب را مينځته کړ

دغه بند ۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او د ۴۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولو توان لري له دې برېښنا څخه ۲۵۰ زره کورونه روښانېدلی سي چي دا ددې حوزي لپاره بنیادي او اساسي پروژه ده.

د ټاپي پروژه چي یواځي افغانستان نه بلکي ټولي سيمي ته یې ګټه رسيږي دافغانستان د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کي د نوي باب پرانيستل دي

هر کال به پاکستان افغانستان ته د ټرانزیت په برخه کې سلگونه میلیونه ډالره ورکوي. افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارده متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي. • په هغو سیمو کې چې دغه نل لیکه تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابره وي.

  • له هغو سیمو نه چې دغه نل لیکه تېرېږي بې له شکه سوداگري به ورسره غوړېږي. • په همدغه لاره به نورې ورته پروژې هم پلي سي دبېلګې په توګه د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژه او د انټرنیت فایبر کيبل. • د دغې پروژې له بریاليتوب وروسته به بهرني پانګوال دلته پانګونې ته هم زړه ښه کړي.

د هند هیواد سر د سوداګري د هوایی دهلیز پرانیستلو

اوپه كاراچولوسر دهند بازارونو ،ماركېټونو او منډوي ګانو ته د افغانستان دتازه او وچو مېوو او تازه سبو اونورو افغاني سوداګريزو مالونو په ګډون د صادرولوسره به  هېواد ته دهند ددرملو او  داړتياوړ نورو مهمو توليدي مالونو د راواردولو لپاره هم زمينه برابره کړي او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي، ټولنيزو او سياسي اړيكو دلاپراختيا اوپرمختيا په برخه كې رغنده او ټاكونكى رول ولري او دنورو بديلو لارو ځاى به ونيسي چي دا دافغامستان افتصادي ودي لپار نيک او ښه زيري دی.

د چا بهار بندر يرانيستنه په دې ورستيو کي د افغانانو او افغان حکومت لپاره یوه له هغو اساسي او بنسټیزو پروژو څخه ده چي هيواد يې د ځمکي له لاري له نړۍ سره وصل کړ

د چابهار طرحه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزې ورکړې د اسانتیا ترڅنګ، کولی سي دا هېواد په منځني ختیځ کې له نویو بازارونو اروپا او امریکا سره ونښلوي.

د چين سره دریل ګاډي پټلي جوړول د افغانستان لپاره يوه حياتي او اړينه مسله ده

په دې پروژه کې هغه هېوادونه لکه ایران، قرغزستان، چین او تاجکستان شامل دي چې اقتصاد اوتجارت یې ښه دی؛ د دوی له اړیکو، تجارت او ټرانزیټ سره به د هېواد اقتصاد هم ښه سي چي دا کار ولسمشر غني د خپلي واکمني پرمهال وکړ

په هيواد دننه کي دحلقوي سړکونو جوړولو او تړونونو د لاسليک کول هغه څه دي چي هيواد داخل کي داقتصادي پلوه خورا ارزښت لري

دا او ديته ورته ګڼي نورې پروژې چي ځيني بشپړي سوي او ځيني يې لا تر کار لاندي  په اقتصادي برخه کي د ولسمشر غني  دحکومت د اساسي او بنسټيز کارونو څخه شميرل کيږل چي دا څه وړاندي د ډیر امکاناتو په درلودلو سره هم نه دي تر سره سوي.

اوس افغانستان د اقتصادي پراختيا او پرمختيا په درشل کي دی چي دې پرمختګونو او لاسته راوړنو  دهيواد  دننه او بهر کي یو شمير کړۍ سخت ورخطا کړي او دهغوئ ګټي يې له خاورو سره خاورې کړې دي

زه دددې هيواد دیوه ځوان په توګه د خپل ولسمشر د اوسنۍ دریځ پلوي کوم او افغانستان داقتصادي بقا په برخه کي يې هلي ځلې ستايم او د بريالي ولسمشر حطاب ورته کوم.

ولسمشره! زرکلن سي

په درنښت

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۶/۸/۲۳/

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply