ولسمشره ښه په غور يې واوره!/ل: آرین پکتیار

0 969

نجیب الله احمدزئ د ټاکنو د خپلواک کمسیون مشر د اکرم خپلواک،معصوم ستانکزي ،عبداسلام رحیمي او سرور دانش له لاسه دوو سپلمو ته راغلی دی!
مکمله لیکنه :
۲۰۱۳۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر اشرف غني په ټاکنو کې په درغلی نه و رضا خو ټیم يې دی دیته مجبور کړو چې ټاکنو کې د درغلی کولو بغیر هدف ته نشو رسیدلای نو مجبور شو چې د ټیم غوښتنې ته غاړه کیږدي. (له کلیه ووځه خو د نرخ نه مه وځه)
اوس مهال هم د ټاکنو خپلواک کمسیون معضله په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اعمال نفوذ لپاره به لاره اچول شوي ده. ولسمشر پخپله دغه معضله کې ښکیل ندی ځکه چې شخصي ګټې یې ندي پکې نغښتي خو تر ده راتاو شوي حلقې په واک کې د پاتې کیدو او شخصي منافعو لپاره دا دړدنګ په لاره اچولای دی. له معصوم ستانکزي نه به يې شروع کړم .
نړیواله ټولنه نغواړي چې راتلونکي ولسي جرګې ته د ولس ریښتینې استازي لار پیدا کړي ولسي جرګه باید د جنګسالارانو،بهرنیو جاسوسانو، ځانپالو، پردیپالو،ځانساتو، ځانخوښو او په کل کې د پنځم ستون کور وي تر څو نړیواله ټولنه د خپلو ستراتیژیو مطابق خپلو پالیسیو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخ نشي او دغه کار لپاره يې معصوم ستانکزي باندې فشار راوړی تر څو د دوی غوښتنې او پلانونه په راتلونکو ټاکنو کې تطبیق شي او حتی تر دې يې ستانکزی ننګولای که چیرې د دوی غوښتنې رد شي نو خپلې مرستې (د امنیتي سکتور معاشات) به وځنډوي او حکومت به له ننګونو سره مخ کړي.نو ستانکزی هم مجبورآ د ټاکنو کمسیون په خاص ډول نجیب الله احمدزي باندې فشار واردوي چې د نړیوالې تولنې غوښتنو ته سر تیټ کړي.
اکرم خپلواک باندې راځم،یوه ورځ مې د تحول او تداوم ټیم مخکښ غړي چې اوسمهال د ملي وحدت حکومت لوړپوړي چار واکی دی وپوښتل چې د اکرم خپلواک نه مو ولې د غاړې تاویذ جوړ کړی او عمرزاخیلوال مو ولې پارسل کړو نو ځواب يې دا وو چې د ټاکنو مخکې د تحول او تداوم ټیم کې موږ دوه مهمې ستونزې درلودې. ۱- زموږ د تحول او تداوم د رهبری ټیم هر راز او پریکړې به بې له ځنډه حامد کرزي ته رسیدې کله مو چې څیړنه وکړه نو پایله دا شوه چې موږ په لسټوني کې مار (اکرم خپلواک) ځای په ځای شوی او زموږ ټول پټ او ښکاره رازونه لنډ وخت کې تر کرزي رسوي.او د ده تاویذ کول تر اوسه د مصلحت پر اساس ولاړ دی.
۲۲- د تحول او تداوم ټیم دویم ښامار (حضرت عمر زاخیلوال) وو. چې په لکهاوو څه چې ملیونهاوو ډالر چې د ټیم اقتصادي بورد ته راتللې اغوا کیدلې کله مو چې څیړنه وکړه مار په نښه شو ځکه مو پارسل کړ.
راځم اصلي موضوع ته چې اوسمهال اکرم خپلواک او عبدالسلام رحیمي پلان دادی چې راتلونکي ولسي جرګه کې باید تر ۶۵% پورې د دوی تر لاس راندې مهرې(تحول او تداوم ټیم غړي) ځای په ځای شي تر څو د دوی په وساطت هم ولسي جرګه انحصار کړي او هم راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې هم د تحول او تداوم ټیم بریالی کړي او خپل درم، پرتم او اقتدار ته دوام ورکړي. خپلواک او عبدالسلام رحیمي د خپلو موخو لپاره په خپل سر نجیب احمدزي باندې فشار راوړ خو نجیب احمدزی دغه فشار ته تسلیم نشو. باربار يې د خپلو ادرسونو او حتی له ولسمشر له ادرسه د ده نه د استیفا غوښتنه وکړه خو نجیب احمدزي رد کړه او د دوی نه يې وغوښتل چې ولسمشر دی مستقیمآ له ده سره وویني او له ده ندی د استیفا غوښتنه وکړي خو اکرم خپلواک او عبداسلام رحیمي نه داچې د ده غوښتنه ومني بلکې د ولسمشر سره يې د ده د لیدو او شکایت کولو مخه هم ډب کړه.
د ټاکنو کمسیون او خاص ډول نجیب احمدزي باندې د سروردانش،امرالله صالح، رحمت الله نبیل او سیاسي ګوندونو استازيو فشارونه هم شته چې معاملو ته يې اړباسي خو د ټاکنو خپلواک کمسیون او خاص ډول مشر يې دغو فشارونو ته غاړه نږدي او لویه ننګونکي معضله تر جوړه شوي ده.
اوس مهال چې موضوع د ولسمشر تر میزه رسیدلي ده داسې انګیرینې کیږي چې د ټاګنو خپلواک کمسیون کې به پراخ ادلون بدلون راشی.
چې دا ادلون بدلون به د ولسواکی په مخ کلک ګذار او د ارګ کمیشنکارانو لپاره طلايې فرصت وي تر څو خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
نجیب الله احمدزئ نارې ورته وهي چې ظالمانو ماته د دغې دندې لپاره لس زره ډالره معاش راکوي نو ستاسو رشوت او معاملو ته څه ضرورت لرم!
افغان ولس ته پکار ده چې دغه معضله کې د ټاکنو خپلواک کمسیون ملاتړ وکړي او نوموړی کمسیون د ارګ له کمیشنکارانو وژغوري.
و ماعلیناالابلاغ
لیکوال: آرین پکتیار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply