نړیوال هر کال د ټولې نړۍ خوندي او ناامنه هېوادونه په گوته کوي. له بده مرغه اوسنۍ نړۍ ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او ددې جگړې ډېره قرباني مسلمانان ورکوي. په ډېری اسلامي هېوادونو کې د امریکا، ناټو، روسیې او د نورو کفري هېوادونو د گټو ساتلو لپاره جگړه روانه ده او ددې بدمرغې جگړې ټول بار مسلمانان پر اوږو وړي.
امریکا او روسیه خپلې ډېرې جگړې د درېمې نړۍ په هېوادونو کې کوي. دوی یوازې مالي زیان کوي؛ خو اسلامي هېوادونو پکې له خاورو سره خاورې کېږي.
نړیوال څېړونکي وايي، پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته نړۍ نوره هم ناامنه شوه. د اقلیم بدلون، د «ترهگریزو» پېښو ډېریدل او د نړۍ گوټ ـ گوټ ته د جگړې رسېدل د امریکا او ملگرو هیله وه او په دغه هیله کې بریالي هم شول.
سولهییز افغانستان د نړۍ په خطرناک هېواد بدل شو، عراق تجزیه شو، د دمشق اباد ښار کنډواله شو او لا هم د دغو هېوادونو خلک د جگړې پور پرې کوي او د پای یې هېڅ اټکل نه کېږي.
له بدهمرغه په دغه لسو هېوادونو کې یو هم اسلامي هېواد نهدی او ټول کفري هېوادونه دي. د اسلامي هېوادونو ډېری مشران د کفري هېوادونو د مشرانو په غېږه کې پراته دي او د هغوی ټول فرمانونو ته په ډېرې خوښۍ د عمل جامه وراغوندي.
«د اقتصاد او سولې» نړیواله موسسه هر کال د نړۍ امن او ناامن هېوادونو نوملړ خپروي او د ۲۰۱۷ کال کې دغه هېوادونه د نړۍ خوندي هېوادونه وو. په دغو هېوادونو کې یو اسیايي، اته اروپايي او یو د امریکا د لویې وچې هېواد دی.
۱ ـ جاپان: جاپان د نړۍ خوندي هېواد دی. په اسیايي هېوادونو کې یوازې جاپان خوندي هېواد او خلک یې په سولهییز ډول ژوند کوي. په جاپان کې امنیت، د خلکو د گڼه گوڼې لپاره د اسانتیاوو برابرول، د جنايي پېښو کموالی، د نړیوالو سیلانیانو د شمېر ډېروالی، روغتیا ته پاملرنه او د جاپان چټکه اقتصادي وده ددې لامل شوې ده، چې جاپان د نړۍ د خوندي هېوادونو په لومړي سر کې راشي.جاپان غواړي تر ۲۰۲۰ز کال پورې د بهرنیو سیلانیانو شمېر دوه برابره کړي.
۲ ـ سویس: سویس هر کال د نړۍ په امن ترینو هېوادونو په نوملړ کې راځي. دغه هېواد په سوله او ارامۍ کې په ټوله نړۍ کې نوم لري. سویس د هر ډول کورنیو او بهرنیو لاسوهنو نه ځان ساتلی او دغه ساتنه ددې لامل شوې، چې سویس د نړۍ امنترین هېواد شي.
سویس اقتصاد هم مخ پر ودې روان دی او د سولې او ارامۍ له کبله غواړي په هېواد کې لویې پروژې پلي کړي.
۳ ـ کاناډا: کاناډا د پراخوالي په لحاظ د نړۍ دویم لوی هېواد دی او کېدای شي تاسې فکر وکړي، چې د دومره لویې سیمې اداره کول به څومره ستونزمن وي. په کاناډا کې د ډېرو هېوادونو وگړي اوسېږي؛ خو ټول یې په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي. د کاناډا د پراخوالي په کچه نفوس یې کم دی او د نړۍ د خوندي هېوادونو په نوملړ کې درېیم ځای لري.
۴ ـ سلوانیا: په سلوانیا کې کورنۍ ستونزې ډېرې وې؛ خو حکومت یې اوس دغه ستونزې تر یوه بریده هوارې کړي دي. د همدغو ستونزو د پای ته رسېدو له امله سلوانیا اوس د نړۍ یو سولهییز هېواد دی.
۵ ـ چک جمهوریت: په چک جمهوریت کې جرمونه نور صفر ته رسېدلي او د همدغو جرمونو د پای ته رسېدو سره سم چک جمهوریت د نړۍ خوندي هېواد بلل کېږي. چک د هغو هېوادونو په نوملړ کې هم ځای لري، چې هر کال ترې ډېر سیلانیان لیدنه کوي او دغه شمېره هر کال لوړېږي.
۶ـ ډنمارک: ډنمارک هغه هېواد دی، چې خلک یې د ټولې نړۍ په کچه خوشحاله خلک دي. اداري فساد پکې صفر دی، وژل، تښتول او د چاودنې له نومونو سره یې خلک اشنا نه دي. ډنمارک یو بل ته د درناوي په لحاظ ډېر مشهور دی. په ډنمارک کې د اختلاف یو ټکی له کاناډا سره د یوه ټاپو پر سر لانجه ده، چې هلته استوگنه ناشوني ده.
د حضرت محمد صل الله علیه وسلم کاريکاتور هم یو ډنمارکي جوړ کړی و، چې پرضد یې په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه وشول. ډنمارک د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان هم لري.
۷ ـ اتریش: گاونډیان د یوه هېواد په سوله او ارامۍ کې بشپړه ونډه لري. اتریش د چک جمهوریت او جرمني ترمنځ پروت دی او د همدغو سولهییزو هېوادونو د گاونډیتوب له امله اتریش هم د نړۍ یو خوندي هېواد دی.
اتریش د وسلو واردول کم کړي او تېرې ټاکنې یې په سوله کې ترسره کړې، چې د همدغو د لاملو له مخې د نړۍ خوندي هېواد شو.
۸ ـ پرتگال: پرتگال یو وخت د نړۍ استعمارگر هېواد و او اوس هم د ناټو په چوکاټ کې په زیاتو هېوادونو کې سرتېري لري. پرتگال د خپل هېواد د خونديتوب لپاره ټوله هڅه کړې او اوس د نړۍ په کچه یو سولهییز هېواد دی. که اروپا ته ولاړئ؛ نو د پرتگال لیدل مه هېروئ.
۹ ـ نیوزیلنډ: دغه هېواد د گرځندویانو لهپاره ښه ځای دی. طبیعي منظرې، ساحلونه او ټاپوگانو لرل د دې سبب شوي، چې خلک یې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي. د حکومت له لوري د تاوتریخوالي له منځه وړل او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو له امله نیوزیلنډ د نړۍ امنترین هېواد دی. نیوزیلنډ د کرېکټ مشهوره او پیاوړې لوبډله هم لري.
۱۰ ـ ایسلنډ: دغه هېواد په نړۍ کې د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې دی، چې د بندیانو کمه شمېره لري او د جرمونو کچه پکې ورځ تربلې صفر خواته روانه ده. د ایسلنډ بله نېکمرغي دې کې ده، چې له کوم هېواد سره گډه پوله نه لري او شاوخوا یې اوبه دي. ایسلنډ هر کال د زرگونه سیلانیانو کوربه وي او دغه شمېره هر کال لوړېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320