مناحة فى الحقل
دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې
ژباړه او راټولونه : میوند محمد جمال
يوه ورځ سهار وختي خلك لا د خپلو خوبونو څخه نه و را پاڅيدلي زه په يوه پټي كې ناست وم او د فطرت (…………..) سره مې خبرې كولې.
زما فكر زه د دې دنيا څخه ډېر ليرې بوتلم او زما د سترګو څخه يې هغه پردې جګې كړې د كومو له امله چې زما اصليت پټ شوى و.
زما روح داسې شو لكه نوى چې زما په وجود كې داخل شوى وي. زه د فطرت او د هغه د اسرارو سره دومره آشنا او بلد شوم چې فطرت هرڅه ويل هغه زما غوږونو اورېدل او زه پرې پّ ډيره اسانه پوهېدم.
زه په فكرونو كې همداسې ډوب د پټي په چمن ناست وم چې د نسيم ښكلى او آرام باد په ما ولګيده او زما تر څنګه تېر شو.
ما د نسيم د باد سلګى چې د ماشوم غوندې يې وهلې واورېدی ما ترينه پوښتنه وكړه:
«اى د نسيم باده ته ولې سلګۍ وهې؟»
د نسيم باد راته وويل:
«زه د ښار نه راستون شوم د هغه ښار څخه چې لا تر اوسه د هغه سرګونه د لمر د ګرمى له امله تپونه کوي، زه ځكه سلګۍ وهم چې هلته د هر ډول مرضونو جراسيم د خپل نازك او نرم لباس سره خپاره شوي دی او ته اوس ماته طعنه راكوې»
بيا ما د ګلانو ژړغوني څېرو ته وكتل چې هغوى هم لكه دماشومانو غوندې كلاره، كلاره سلګۍ وهلې
ما د ګلانو نه پوښتنه وكړه:
«اى ښايسته او زړه راښكونكو ګلانو تاسو ولې ژاړئ؟»
يوه ګل چې خپل نازكه او ښكلى سر يې را جګ كړ راته يې وويل:
«مونږ ځكه ژاړو چې اوس به څوك راشي او مونږ به وشكوي او بيا به مو د ښار په كوم دكان كې د خرڅلاو لپاره كېږدي»
يو بل ګل چې سترګې يې په اوښكو نمجنې وې داسې راته وويل:
«مونږ ځكه ژاړو چې كله مونږ خلك واخلي او د لږ څنډ وروسته مونږ مړاوي شو، نو هغوی مو بيا یا خو د خپلو پښو لاندی کړی او یا هم په ډيران ، مونږ ځكه ژاړو چې د انسان ظالم لاسونه مونږ له خپل وطن څخه جلا كوي»
بيا ما د ويالې فرياد واورېده لكه يوه كونډه چې ديواځني زوى پر مرګ غم كوي.
ما د ويالې څخه وپوښتل:
«اى پاكو او ښايسته اوبو تاسو ولې ژاړى؟»
ويالې راته وويل:
«زه ځكه ژاړم چې انسان زه مجبوره كړى يم چې ښار باندې تېر شم او ولی ونه ژاړم چې زما پاك وجود د ښار په مرادرو او بدبويه اوبو سره مرداروي او زما پاكوالي او ښايست بدرنګه كوي»
بيا مې د مرغانو چغې هم واورېدلې او ما د مرغانو څخه پوښتنه وكړه:
«اى خوږ ژبو مرغانو تاسو ولې ژاړى؟»
د مرغانو له ډلې يوه مرغى والوته او زما خواته نږدې د ونې په يوه ښاخ كېناسته او راته يې وويل:
«اوس به كوم انسان د وسلې سره راشي او پر مونږ به داسې حمله وكړي ته به وايې چې په دنيا كې یواځي مونږ د دوى اصلي دښمنان يو»
مونږ ځكه ژاړو چې مونږ اوس ديوه بل سره مخه ښه كوو ځكه مونږ نه پوهېږو چې څوك به د مرګ په خوله كې وغورځېږي او څوك به صحيح سلامت كور ته ورسېږي.
مونږ چې چېرته ځو هلته راپسې مرګ راځي.
زه لا په همدې فكر كې ووم چې د لمر سترګه د غره له څوكې را پورته شوه او په ونو يې وړانګې ولګېدلې.
ما چې دا نظاره وليدله نو د ځانه سره مې وويل:
«هغه څه چې الله عزوجل په خپل حکمت پيدا كړي نو بیا ولې انسان هغه په خپلو لاسونو د خپلو خواهشاتو لپاره بربادوي»
د دمعة و الستامه كتاب ۵۵ مخ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320