پښتانه فکر کوي چې د بدیو د ختمولو غوره لاره دا ده چې د مقتول کورنۍ ته د قاتل د کورنۍ یوه نجلۍ ورکړل شي، خو دا په اصل کې د بدیو او جنایت د تداوم سبب کېږي. دا ځکه چې قاتل هيڅ تاوان نه کوي، هيڅ سزا نه ګالي. د ده د جرم سزا هغه څوک ګالي چې پخپله بېګناه دی. حال دا چې جرم فردي دی او د قانون له مخې د یوه کس جرم بل ته سرایت نه کوي او د یوه پر کړې ګناه بل نه نیول کېږي؛ نو کله چې نران ویني چې دوی ته څوک سزا نه ورکوي، په اساني سره بیا هم انسان وژني. همدا رنګه نوي نسلونه د دې حالت په لیدو سره قتل و قتال ته زړه ښه کوي او په معمولي لانجه هم ماشې ته ګوته وروړي، ځکه پوهېږي چې دوی به څوک نه نیسي.
کله چې یوه نجلۍ په بدو کې ورکول کېږي، د هغې ټول ژوند ورسره خرابېږي، ځکه چې خسرګنۍ هغې ته د دوښمنې په سترګه ګوري، هغه رټي، سپکوي یې، پېغورونه ورکوي او په نه خبره یې وهي ټکوي. له یوې خوا یې واده له خپلې خوښې پرته کېږي او له بلې خوا دغه ښځه ټول عمر په هغه دوزخ کې تېروي چې د خسرګنۍ کور یې بولو. دا د نجلۍ پر اروا ډېره بده اغېزه کوي، خو دا چې له زغملو پرته بله چاره نه لري، هر څه په پټه خوله زغمي.
وروسته چې د دې ښځې اولادونه زېږي او را لویېږي، هغوی هم په اروايي ناروغیو اخته کېږي، ځکه چې په کور کې یې هره ورځ له مور سره تاوتریخوالی کېږي. په کور کې خشونت د ماشومانو پر اروا بده اغېزه کوي او دا چې مور پر ماشومانو لا زیاته ګرانه وي، د هغې ځورول په حقیقت کې د ماشومانو پر اروا ګوزارونه دي.
هره پېغله په زړه کې د ناوېتوب هوس لري او غواړي چې د نورو پېغلو غوندې په برم او جلال سره واده شي، په واده کې یې ډول وغږول شي، نجونې چمبې ووهي، وګډېږي، اتڼ وکړي. هره پېغله غواړي چې د واده د شپې نکریزې یې پر لاس کېښودل شي، ښکلې جامې ورته وشي او وراباڼي یې په قدر او عزت د پلار له کوره بوځي.
خو هغه پېغله چې په بدو کې ورکول کېږي، له دې هر څه محرومېږي. دا د هغې روح زخمي کوي. دا به دغه درد هيڅکله هېر نه کړي، ځکه دا شیان د هر چا په ژوند کې فقط یو ځل راځي او چې څوک ور نه محروم شي، ابدي محروم به وي.
په بدو کې د نجونو ورکول د وروسته پاتې قبېلوي ټولنې دود دی. پخوا چې دولتونه کمزوري وو او د خپلې خاورې پر ټولو برخو یې واکمني نه چلېده؛ نو خلکو د خپلو ورځنیو چارو د سمبالښت او د نسبي نظم د ټینګولو په خاطر داسې دود دستور را منځ ته کړ چې نرخ، تړه، تيږه… بلل کېږي. له بلې خوا دا چې امکانات محدود او کم وو او د خلکو اړتیاوې ډېرې؛ نو تل دغه خطر موجود و چې یو پر بل تېری وکړي او د بل حق په زور ولجه کړي. قبېلې په همدې خاطر را منځ ته شوې دي چې د خپلو وګړيو ګټې وساتي. که څوک یوازې وي، هر څوک به ورباندې برید وکړي، خو که قبېله ورسره ولاړه وي، څوک زړه نهشي ښه کولای چې سر و مال ته یې تاوان واړوي. قبیله که د وګړي حقونه خوندي کوي، ځینې مکلفیتونه هم پرې تحمیلوي چې دا هماغه د قبیلې دود دستور، نرخ، رواج، تيږه او نور شیان دي.
خو کله چې یوه ټولنه د مدنیت خوا ته ځي، حکومتونه پیاوړي کېږي، د عدالت د تامینولو لهپاره قضایه قوه را منځ ته کېږي او د هر وګړي حقونه او وجایب په قوانینو کې لیکل کېږي او نور د قبېلوي قانون او عدالت تطبیق ته اړتیا نه پاتېږي. له بدهمرغه پښتانه سره له دې چې په یوویشمته پېړۍ کې اوسېږي، بیا هم د مدني قوانینو پر ځان هماغه قبیلوي قانون عملي کوي. په دې منځ کې ځینې قبېلوي قانونونه له اسلام، انسانیت او بشري حقونو سره پوره په ټکر کې دي.
یوه بېلګه یې همدا په بدو کې د نجونو ورکول دي، ځکه چې دلته څوک چې مجرم دی او انسان یې وژلی دی، سزا نه ګالي. نجلۍ چې بېګناه ده، مجازات ورکول کېږي.
دا له خپلو څو بشري حقونو محرومېږي؛ واده یې پخپله خوښه نه کېږي، د واده مراسم نه ورته جوړېږي، ټول عمر د خسرګنۍ سپکې سپورې، وهل او ټکول زغمي، حال دا چې د اسلام او نړيوالو قوانینو له مخې سزا باید یوازې مجرم ته ورکړل شي او هيڅوک د ناکړې ګناه سزا و نه ګالي. له بلې خوا دغه دود ظاهراً خو داسې ښکاري چې د دوو کورنیو تر منځ لانجه او دوښمني ختموي، حال دا چې دغه کار لا نورو دوښمنیو، قتلونو او لانجو ته لاره هواروي. همدا وجه ده چې په پښتنو کې قتل او قتال هيڅکله نه ختمېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320