پر بانکي سیسټم د باور اړتیا

0 770

د صرافانو ټولنې مشر وايي، له بانک سره پرېکړې ته رسېدلی چې په توش قلم لیکلي نوټونه هم د چلښت وړ وګڼي، ځکه خو له نمبر بدل پرته بانکنوټونه د چلښت وړ دي، خلک دې اندېښنه نه کوي، دا شوه د عام مارکېټ خبره. کارپوهان وايي که د کوم نوټ نیمايي برخه نه وي، هغه ناچله دی، ځکه چې ځینې به یو نوټ دوې برخې کوي او په دواړو به له بانکه روغ نوټ راباسي، خو که تر نیمايي زیات و، بانک یې په بدلولو اړ دی. ځکه خو د دوی په اند مرکزي بانک باید دغسې اعلان نه وای کړی.

افغانستان بانک نږدې یو کال د بانکنوټونو د چل او ناچل په چکر کې یو په بل پسې خلکو ته د نامناسبو او په اصطلاح مندرسو نوټونو د نه چلښت ډېډ لاینونه ورکول.
د افغانستان بانک له دغه اعلان سره د نامناسبو او مندرسو نوټونو د پېر او پلور تور بازار وغوړېد، بانک هغسې اسانتیا را منځ ته نه‌شوای کړای چې خلک په اسانۍ د بانک په بېلابېلو څانګو کې هغه بانکنوټونه چې د نه چلښت اندېښنه ورسره تړلې وه بدل کړاي شي، له بدې او اړې ورځې یې د ښار په واټونو او څلور لارو کې په ګرځنده صرافانو په ټیټه بیه تر ډېره نیمايي هغه د خپلو بانکنوټونو په بدلولو ځانونه اړ لیدل.

د نامناسب یا مندریس نوټ تعریف نه و، هغه نوټ چې د افغانستان بانک رییس په ولسي جرګه کې وښوو د بانک تر اعلان له مخه هم په راکړه ورکړه کې له چله لوېدلی و، فکر نه کېږي چې چا دغسې نوټونه بازار ته وړاندې کړي یا بل دغسې په اصطلاح نامناسب نوټ موندل شوی وای.
د دغه خوا خپوری پایله څه راووته، د افغانستان بانک مشرتابه یې ملموسه پایله په ګوتو کولای شي؟

له چا یې پوښتنه کړې وه، پلار دې څه کار کوي؟ ویل د خرو په خصي کولو پسې لګېدلی، ویل ګټه یې څه ده؟ ویل هېڅ، لاسونه یې سره دي؟
افغانستان بانک هم په دغه اعلان یوازې خپل لاسونه سره را وایستل.
په بسونو، رسټورانو، دفترونو او عامه ځایونو کې دا خبره خوله په خوله ګرځي چې د بانک مسوولانو په دغه لوبه یا کشمکش کې په ملیونونو روپۍ ګټلې دي.
دوی په لوی لاس خپلو کمشنکارانو ته په ټیټه بیه د دغسې بانکونوټو د رانیولو موقع برابره او بیا دغه نامناسب نوټونه د خپلې خوښې له صرفانو د ډالرو په لیلام کې د کميشن په مقابل کې پېرلي دي.

که دا حقیقت هم نه اوسي، د مرکزي بانک او په ټوله کې د خلکو تر منځ یې د بانکي نظام باور له ستر زیان سره مخامخ کړ.
په افغانستان کې هسې هم له بانکي راکړې ورکړې سره خلک پوره اشنايي نه لري، ځکه خو د بېلابېلو شکونو او اندېښنو له مخې له بانکي معاملاتو ډډې ته ګرځي. په تېر کې ګڼو کسانو له بانکونو وهل خوړلي، د بېلابېلو رژيمونو او سیاستونو له امله یې زېرمې ډوبې یا زیانمنې شوې دي، کابل‌بانک دغه باور نور هم زیانمن کړ، د کابل‌بانک له امله بانکي سیسټم دومره کمزوری معرفي شو چې له امله یې پوځ او پولیسو ته د معاشونو په رسولو کې یو په بل پسې ناکامي او رسوایي د دغه بانک غاړې ته لوېدلې او څو ځله د کابل‌بانک په مخ کې د معاشونو په انتظار را غونډو پوځیانو د ځانمرګيو بریدونو له امله درنه مرګ ژبله لیدلې ده.

د دې ناباورۍ له امله په ملیارډونو افغانۍ له بانکونو دباندې دي چې که د بانکونو له لارې دوران ته لوېدلې وای په اقتصادي پرمختیا کې ستر ګام ګرځېدلای شوای.
افغانستان بانک د خپل زور او فعالیت ښوولو له‌پاره ګڼې مناسبې لارې او فرصتونه لري، خو په دغه اعلان یې بې‌ځایه خپل سر او د خلکو زړونه وداغل.

که څه هم بانک او د صرافانو ټولنې له نمبربدل پرته د نورو بانکنوټونو د چلښت ډاډ ورکړ، خو په دې اړه د عامه پوهاوي له نشتوالي د خلکو په منځ کې را منځ ته شوې خواخپوري پر خپل ځای ده. اوس هم په ښاري بسونو او بازارونو کې د بانکوټونو پر سر ناندرۍ هماغسې تودې دي چې کله کله فزیکي تاوتریخوالي ته هم غځېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply